د لېږد په بهیر کې ځنډ؛ د بریتانیا د مخکیني لومړي وزیر مرستیال د دوو رسمي شکایتونو له امله له پلټنې سره مخ کېږي

۸صبح، کابل: د طالبانو له واکمنېدو د یوه کال له تېرېدو وروسته او هغو ستونزو چې د بریتانیا د افغان همکارانو د لېږد په بهیر کې رامنځته شول، اوس ځینو سرچینو ګارډین ته ویلي چې د بریتانیا د مخکیني لومړي وزیر مرستیال دومینیک راب، د لېږد بهیر د ځنډ لامل شو.
ګارډین شنبې د لړم په ۲۸مه رپوټ ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت له ځینو کارکوونکو سره د دومینیک راب له خبرو ډډه کول چې نوموړي دا خبرې د وخت ضایع کېدل بلل، له افغانستانه د لېږد بهیر د بندېدو لامل شول.
اوس د بریتانیا د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د دوو کارکوونکو له خوا د شکایتونو په ثبتولو سره، دومینیک راب ددغو ادعاوو په اړه له خپلواکو پلټنو سره مخ شوی دی.
راب تورن دی چې د لېږد بهیر د ځنډېدو لامل شوی، ځکه هغه یوازې د بهرنیو چارو وزارت له لږ شمېر کارکوونکو سره د تعامل اجازه ورکړې وه، ځکه نوموړي د دې وزارت له ځینو چارواکو سره خبرې کولو د وخت ضایع کېدل بللي و.
سرچینو دغو ورځپاڼو ته ویل: «موږ نه یو توانېدلي چې هغه دې ته اړ کړو ترڅو دغه پیغام ته غوږ ونیسي، دا خو پرېږده چې پرې عمل وکړي او د لېږد بهیر ډېر لګښت درلود.»
د ویلو ده چې د لېږد بهیر له پیل راهیسې زرګونه تنه بریتانیا ته لېږدول شوي؛ خو سره له دې ددغه هېواد زرګونه پخواني کارکونکي لا هم په افغانستان کې د لېږدولو په تمه دي.