د دلتا کرونا په اړه خبرداری؛ حتی که واکسين مو هم کړی وي نو ماسک وکاروئ

محمد عزيز پردېس

د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چې د «دلتا» په نوم د کرونا ويروس ترټولو خطرناکه بڼه ده او له نړیوالو يې وغوښتل چې که مو واکسين هم کړی وي، نو ماسک هرو مرو وکاروئ.

د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو چارو مشر مايک برايان په وينا، ښايي د دلتا په نامه د کرونا ويروس نوې بڼه د ياد ويروس د نورو بڼه په پرتله وژونکې وي او ترټولو ډېر عمر لرونکي کسان په نښه کړي.

مايک برايان په يو خبري کنفرانس کې څرګنده کړه چې د دلتا ويروس د خپرېدو اټکل په هغو سيمو کې چې د واکسيناسيون پروسه ټکنۍ ده، ډېر دی. هغه وويل: «د دلتا په نامه د کرونا ويروس د دغې بڼې د خپرېدو ځواک ډېر دی او هغه کسان ډېر په نښه کوي چې عمرونه يې لوړ دي او بستر کېدو ته ډېره اړتيا لري».

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، د دلتا په نامه د کرونا ويروس اوسمهال د نړۍ په ۹۲ هېوادونو کې خپور شوی دی او په دې سره بې وزلي او هغه هېوادونه چې د کرونا واکسين د کمښت سره مخ دي، له جدي ګواښ سره مخامخوي.

د روغتيا نړيوال سازمان د فني چارو مسؤلې ماريا ون کرخوف په وينا، د واکسيناسيون پروسه بايد په ټوله نړۍ او په ځانګړي توګه بې وزلو هېوادونو کې چټکه شي. نوموړې ټينګار وکړ که د واکسيناسيون پروسه چټکه نه شي نو د ډېر عمر لرونکي کسان له جدي ګواښ سره مخ کېدونکي دي.

د کرونا ويروس دلتا بڼې د خپرېدو ځواک د کرونا ويروس نورو بڼو په پرتله ۶۰ سلنه ډېر دی او د لومړي ځل لپاره په انګلستان هېواد کې وپېژندل شو او د کرونا ويروس دې بڼه باندې ډېری اخته کسان هم انګلستانيان دي.

د روغتيا نړيوال سازمان چارواکو د نړۍ له پرمختللو هېوادونو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په موخه دې بې وزلو هېوادونو سره د واکسينونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

ياد سازمان وايي، د عمومي بنديزونو لرې کول او د کرونا ويروس پر وړاندې ژرمهاله د بريا اعلان کولای شي چې د کرونا ويروس د دې بڼې د خپرېدو شونتيا ډېره کړي.

ورته لیکنې

Back to top button