نمایش او د ځان ښودلو ماراتون؛ بې‌ریښې سیاستوال او په بهرني ملاتړ ډډه‌لګول

لیکوال: سنجر سهیل

د جمهوريت په وروستیو کلونو کې، د لوېدیزو هېوادونو- په ځانګړې توګه د امریکا- له دیپلوماتیکو استازو سره ناستې، د افغان سیاستوالو لپاره د تظاهر او تبلیغاتو په لوی فرصت بدلې شوې وې. هرکله به چې لوی دروغجن او تقلب‌کار اشرف غني، چې دوه ځله یې، په درغلیو او د بهرنیانو په ملاتړ، د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله، چې به د لوېدیځو هېوادونو له دیپلوماتیکو استازو سره وکتل، نو دا خبر به یې په چټکۍ سره د پلازمېنې کابل، د تبلیغاتي ماشین له لارې خپور کړ، څو وښيي چې اشرف غني یو مهم شخصیت دی؛ ځکه نو د بهرنیو هېوادونو استازي، په پرلپسې توګه ارګ ته ورځي او د هغه سره لیدنې کتنې کوي. د اشرف غني د سیالانو په منځ کې، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې د هغه مخامخ سیالان؛ لکه ډاکټر عبدالله عبدالله، حامد کرزي، عطامحمد نور، محمد محقق او یو شمېر نورو به، د اشرف غني د غونډو د انځورونو او ویډیوګانو د خپرېدو ډېر جنب او جوش له امله، هڅه کوله، چې د عکسونو او ویدګانو خپرېدلو په هیله، له هماغه چارواکي يا بهرني دیپلومات او يا بل هغه چا سره، چې اشرف غني به د سياسي او دیپلوماتيک حیثیت له مخې هغه سره ليده کاته کړي و، دوی هم ليده کاته وکړي.

هغو ورځو کې به مونږ د ۸صبح، د خبرونو په خونه کې، له بهرنیو چارواکو او دیپلوماتانو سره، د افغان سیاستوالو د ملاقاتونو په اړه له ډېرو خبرونو سره مخ شو؛ نو په ټوکو به مو یو بل ته وېل، چې «فلانی‌خان ولې د پاکستان له سفیر سره خپل عکس نه خپروي.»

حقیقت دا و، چې د جمهوريت په وروستیو کلونو کې، او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له پراخ کمښت وروسته، کابل ته د ګڼو هېوادونو د دیپلوماتیکو استازو سفرونه لږ شول. ډېر کم شمېر بهرني چارواکي، چې لا هم د خپل نظامي شتون له امله یې افغانستان ته سفرونه کول، د حکومتي چارواکو په ګډون یې غوښتل له حکومت بهر یو شمېر سیاستوالو سره هم وګوري.

ځینې ​​خلک په دې باور و، چې په افغانستان کې د بهرنیانو پراخ پوځي حضور او همدا ډول د افغانستان د ملي دفاعي، پراختیايي او خدماتو برې د بودیجې لویه برخه، د هغو هېوادونو له خوا ورکول کېده، چې په افغانستان کې یې امنیتي ځواکونه درلودل. ددغو هېوادونو له دیپلوماتیکو استازو سره لیدنه، د ډېرو دلایلو له مخې، د دواړو حکومتي چارواکو او غیر دولتي سیاستوالو لپاره، ګټور او یو فرصت و. مګر د بهرنیانو سره تماس نیولو او د هغوی ملاتړ ترلاسه کولو ته ډېرې پاملرنې، له خلکو سره د تماس او اړیکو نیولو او د خوځښتونو او بنسټونو د جوړولو اصلي فرصت، له حکومت او سیاستوالو څخه واخیست. دولتي چارواکي او سیاستوال په منزوي او مغرورو خلکو بدل شول، له خلکو سره له اړیکو نیولو ولويدل او په ډول ډول غولونو کې را ایسار شول او خلک یې له ځانه لرې کړل.

د طالبانو بریا او په ټول هېواد کې، د افراطیت ریښې خورېدل، په بهرنیو سرچینو تکیه او د بهرنیانو په ملاتړ باندې زیاتې تکې‌کولو، خلکو ته د نه پاملرنې پایله وه. هغه خلک چې په ۲۰۰۱ زېږدیزکال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په هېواد کې، د نوي دور د پیل هیله لرله او د ولسواکو بهیرونو هرکلی یې کاوه، د وخت په تېرېدو سره ناهیلي شول.

اشرف غني احمدزی، چې د ولسمشرۍ په څوکۍ ځان ونښلاوه، له لومړنیو هغو کسانو څخه و، چې د هېوادونو چارواکو او دیپلوماتیکو استازو به ورسره لیدل کتل کول. له ده وروسته د سولي عالي شورا رئیس، ملي شورا او تش په نامه جهادي قوماندانانو او مشرانو او په دریمه او څلورمه درجه کې، د سوداګریزو شرکتونو او غیر دولتي موسسو یو شمېر مالکانو هم له دغو کسانو سره ملاقاتونه کول.

اشرف غني له بهرنیانو او خپلو خلکو سره په دوه ګوني چلند سره، د دولت او ملت ترمنځ د اړیکو د لېرې‌والي پر تابوت وروستی مېخ ووهه. کله چې به یې له بهرنیانو سره لیدل؛ نو هڅه به یې کوله چې په حقایقو، راپورونو او دلیلونو خبرې وکړي او د هرې مهمې غونډې لپاره به یې، د لاسوندونو او حقایقو په ورکولو کې، خپلې ټولې هڅې په کار اچولې. خو له خلکو سره په خبرو کې یې، خیال‌پلوي کوله، درواغ یې وېل او دوکه یې کوله. آن په دغو دوو برخو کې، د هغه خبرو هم توپیر درلود. له بهرنيانو سره به یې ورو او په آرامه خبرې کولې؛ خو کله چې به يې خلکو ته خبرې کولې، ښکنځل، سپکاوی او چغې به یې وهلې. خلک د رسنیو له لارې ددې ټولو بدلونونو شاهدان ول او په تدریج سره یې له دغه متقلب او انزوا شوي نظام او د هغه له بې بنسټو سیاستوالو څخه خپلې وروستۍ هیلې هم له لاسه ورکولې. د اسلامي جمهوریت، د ژوند په وروستیو میاشتو کې، د خلکو چوپتیا او نندارې، واکمنان او سیاستوال حیران کړل.

هغه چیغې او هیلې چې کله کله له ارګه راپورته کیدې، په ټولنه کې ورسره خواخوږي نه لیدل کېده او د هغه کمزوری او بې‌ریښې دولت، چې حکومتي چارواکو یې یوازې د بهرنیانو ملاتړ او رضایت ته سترګې نیولې وې، د هغه ملاتړ په پای ته رسېدو سره، تر پوزې په وسلو سمبال ارګانونو او نسبتا ډکې خزانې له شتون سره سره، نسکور شو.

زما او ډېرو نورو په یاد دي، چې د دولتي ادارو د ویاندویانو او د عامه اړیکو د څانګو د انرژی، تمرکز او هڅو لویه برخه، ددې پر ځای، چې خلکو ته معلومات ورکړې او د طالبانو له رواني جګړې سره مبارزه وکړي، د خبرونو او راپورونو په چمتو کولو، د خپلو مشرانو او آمرانو د غونډو ویډیوګانې او عکسونو په اخیستلو بوخت ول. له دولته بهر سیاستوالو هم، په کور دننه او بهر په عامه‌ذهنیت او افکارو کې د ځان مشهورولو لپاره د لسګونو مطبوعاتي کارمندانو او په لسګونو تش په نامه «فیس‌بوک چلونکو» په ګمارلو سره، په پروپاګنډې او تبلیغاتو ډېرې پیسې لګولې.

له بده مرغه د تظاهر او ځانو ښودلو ماراتون لړۍ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له شرموونکې ماتې دوه کاله وروسته هم، د جلاوطنه سیاستوالو ترمنځ لا هم دوام لري. لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط دا هر یو بهرته تښتېدلې بایلونکی، اصلي لامل، دا مهال چې د کوم بهرني هېواد له څوومې درجې چارواکي سره ملاقات وکړي، نو عکسونه یې په چټکۍ سره د ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي. څو په دې سره ګواګې له یوې خوا خپلو سیالانو ته خپل اهمیت  ور په ګوتو کړي او له بلې خوا، په کور دننه او بهر کې، عامه افکارو ته وښیې، چې دوی لاهم د «بهرنیانو» په نظر کې مهم دي یا د یو ملګري په خبره «دوی په سیاسي توګه لاهم ژوندي دي.»

له بده مرغه افغانستان یو داسې هېواد دی، چې متحرکو سیاسي، ټولنیز او کلتوري خوځښتونو یې، د ودې او پاخېدلو چانس نه دی پیدا کړی. دا ځواک څو څو ځله په نطفه کې خنثه شوی. ګوندونه او سازمانونه، چې د مخ پر ودې افکارو درلودونکي دي، په فاسد، قراردادي او وروسته پاتې چاپیریال کې، په څنګ ته پاتې شوي او یا بیخي له منځه تللي دي. له همدې امله زموږ هېواد په تیرو پنځو لسیزو کې، د سیاست له یوه کاریکاتور سره مخ شوې دی. ددې هېواد ډېری سياستوال، ډېری ځان‌ښوودونکي، منافق، درواغجن او فاسد کسان ول، چې په سياست کې يې، واک ته رسېدلو هدف، يوازې شخصي ګټه‌اخستنه او د خپل شخصيت پياوړتيا وه او بس.

په هغو هېوادونو کې چې سیاست یو مسؤلیت او ارزښتناک عمل ګرځیدلی، سیاستوال باید د شخصي کاریزما سربیره، د خلکو د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت د ښه کولو لپاره، لوی فکرونه او جدي پلانونه ولري.

د شخصیت په نظر کې نیولو ترڅنګ، په دموکراتو او ازادو هېوادونو کې، سیاستوال هغه خلک دی چې ښه مالي وضعیت لري، ښه انساني چلند، او په خپلو ټولنو کې، د داوطلبانه کار تاریخ لري.

دوی د ودې په طبیعي بهیر کې، له کوڅې، کلي، جومات، کلیسا، سیاسي ګوند یا ټولنیزو او مدني ډلو د مبارزې له لارې، د عملي سیاست ډګر ته ننوځي. په یوه دموکراتیک هېواد کې، د سیاسي شخصیت شالید نه یوازې د رایې ورکوونکو لپاره مهم دی؛ بلکې د عملي سیاست ډګر ته د جنایي، او ناوړه اخلاقي او مالي ریکارډونو لرونکي، بې‌ضمیره خلکو د ننوتلو مخنیوي لپاره، قانوني او حقوقي میکانیزمونه هم شتون لري. آن په ځینو دموکراتو هېوادونو کې، هغه خلک چې د قتل، غلا، فساد، او جنسي تیریو په په تېره بیا له ماشومانو سره جنسي تیریو جرمي ریکارډونه ولري، د یوې ټاکلې مودې، او یا د ټول ژوند لپاره، د مهم دولتي پوست له ترلاسه کولو څخه محرومېږي.

د طالبانو واکمني، د بیا فکرکولو فرصت دی. د نوي نسل سیاستوال، ټولنیز فعالان، هنرمندان او کارپوهان باید هغه مهم او حیاتي درس هیر نکړي، چې موږ د خلکو د رایو او هیلو له پامه غورځولو او په بهرنیو سرچینو او ملاتړ باندې د ډېرې تکیه کولو څخه زده کړ. هېڅ سیاسي او ټولنیز حرکت په ټولنه کې له ریښې پرته میوه نشي کولای. زموږ ننني حرکتونه، ګوندونه او سازمانونه باید، د هغو درسونو محصول وي، چې موږ د څلورو لسیزو په کړکیچ کې، په تېره بیا په تېرو شلو کلونو کې، زده کړل. لومړی او تر ټولو مهم درس دادی چې سیاست له تظاهر او ځان‌ښودلو  وژغورل شي او پر بهرنیانو تکیې کولو پرځای، د خلکو له ژوندي ځواک سره ځانونه ونښلوو.

ورته لیکنې

Back to top button