د نجونو د زده کړو منع کول؛ طالب له تحصیل کړې او پوهې ښځې وېرېږي
لیکواله: سویتا کریمي

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو یو کال او اووه نیمې میاشتې تېرېږي او تر دا مهاله طالب کور ذهنه او وروسته پاتې ډلې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره پرېکړه نده کړې او د زرګونه نجونو او ښځو له راتلونکې او برخلیک سره یې لوبه پیل کړې ده. بل لوري ته، طالبانو تر دا مهاله ونه شوای کړای په اسلام کې پر ښځو او نارینوو د علم د فرضیت په اړه حدیثونه او ایتونه پیدا کړي؛ هغه ځای کې چې د یوه عالم د پرانیستو سترګو او د یوه جاهل د نالیدلو سترګو تر منځ توپیر رامنځته کېږي.
خدای انسان ازاد پیدا کړی دی او هر انسان د حق او حقونو درلودونکی دی. کله چې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوو، هغه ټول حقونه او امتیازونه پکې شاملېږي، چې یو کس د انسان په توګه له هغه نه برخمن کېږي. اسلام زده کړې ته ډېر ارزښت ورکړی دی. د علم زده کړه او د پوهې ترلاسه کول له هغو حکمونو دي چې ښځه او نر په هغه کې ګډه ونډه لري او اسلام هېڅکله جنسیت د پوهې ترلاسه کولو په لاره کې خنډ نه بولي؛ ځکه زده کړه د نور او روښنايي او جهل د ظلمت او وروسته والي په توګه بولي.
د زده کړې ترلاسه کول یوازې په نارینوو او ځانګړې ډلې پورې اړوند نه ده. ښځې هم د نارینوو په څېر له دغه حق نه برخمنې دي او د نارینوو په څېر کولای شي په هره برخه کې چې استعداد ولري، زده کړې وکړي او د زده کړو ترلاسه کولو په لاره کې یې هېڅ ډول شرعي او قانوني مانع شتون نه لري. ښځې په ټولو عبادي حکمونو او ټولنیزو حقونو کې له نارینوو سره شریکې دي او په هره برخه او چارو کې چې نارینه خپلواکي لري، لکه د میراث حق، معاملې، ښوونې او روزنې او له حقونو نه دفاع او نور، ښځې هم خپلواکې دي. ټول ایتونه او روایتونه چې د زده کړو په هکله راغلي دي، عمومي دي او شامل پر ښځو او نارینه و کېږي. دغه راز ښځې د اسلام په صدر کې نه یوازې دا چې د زده کړو له حق نه برخمنې وې، بلکې دا حق یې هم درلود چې د ښځو او نارینه و ترمنځ د زده کړو په خپرولو کې ونډه واخلي.
که ښځه زده کړې ونه کړي او له حکمونو، شریعت او قانون نه پوهاوی ونه لري، نه شي کولای په ټولنه او کورنۍ کې په ښه ډول خپل مسوولیتونه ترسره کړي. دا ښځې دي چې د کورنۍ د نارینوو تر څنګ په غوره روزنې او ټولنې ته د پوه اولادونو په وړاندې کولو سره، د یوې کورنۍ، ټولنې او یوه هېواد راتلونکې او برخلیک ټاکي. له همدې امله د ښځو زده کړه له ځانګړي ارزښت نه برخمن دی او د هغه په اړه باید بې پروا ونه اوسو، بلکې په اړه یې جدي فکر وکړو.
طالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو سره غواړي، ښځې او نجونې د روحي او رواني له پلوه ترخپلې ولکې لاندې راولي. هغوی د نړۍوالو هېڅ ژمنې، پیمان او منشور او دغه راز دیني اصولو او حکمونو ته ژمن نه دي. له دین او قانون نه یوازې دومره پوهېږي چې ښځې نباید په ټولنه کې حضور او رول ولري؛ ځکه دغه ډله غواړي د پخوا په څېر په ښځو واکمن وي.
ننۍ نجونې او ښځې بیا دومره له غیرت نه ډکې او زړورې دي چې د خپلو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له هغې ډلې د زده کړو او تحصیل د حق ترلاسه کولو لپاره په خپل هوډ کلکې ودریږي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي. له همدې امله، هېڅ جاهل لکه د طالبان په څېر نشي کولای د زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې ددغو زړورو نجونو او ښځو مخنیوی وکړي. هغوی له هرې ممکنه لارې، له زده کړو او تحصیل نه لاس نه اخلي.
طالبان عملا له ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو نه د ښځو د لیرې کولو په هڅه کې دي. هغوی غواړي د زده کړو او تحصیل په مخنیوي سره، ښځې یوې څنډې ته کړي او هویت یې لمنځه یوسي. دا ډول طالباني ظلم او سیاست به دوام ونکړي؛ ځکه د یوه هېواد په ټولو برخو کې د ښځو شتون یوه اړتیا ده. ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او که نیمه ټولنه خوځښت ونه لري او فلج وي یا هم لمنځه لاړې شي، یاده ټولنه د زوال او د لمنځه تللو په لوري ځي.
ټول د دې شاهد یو چې د تاریخ په لړ کې هېڅ واک او استبدادي حکومت تر ډېره دوام نه دی کړی، بلکې ټول له منځه تللي دي. استبدادي حکومتونه په استبداد او د ټوپک په زور او تیارو فکرونو او افراطي عقیدو او ځورونکو چلندونو سره نه شي کولای دوام وکړي. د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، کولای شي یوازې یوه توجیه ولري او هغه داچې دغه ډله د ښځو له پرمختګ او زده کړو نه وېره لري او له همدې امله د خپلو تیارو فکرونو له امله نشي کولای دا درک کړي چې له ټولنې نه د ښځو د لیرې کولو په صورت کې به دوی هم لمنځه ولاړ شي. روښانه ده چې دا ډول پرېکړې له دین نه د ناقص درک له امله دي. تحصیل او زده کړې د ښځو شرعي او مسلم حق دی او طالبان باید له تېر نه درس واخلي او نباید چې ددغه ډول پرېکړو له امله له دین نه خپله لږه پوهه ترپوښتنې لاندې راولي؛ ځکه علم او زده کړه که د نړۍ په تر ټولو لیرې ځای کې هم وي، باید ترلاسه شي. د زده کړې ترلاسه کول له جهالت، بې وزلي او بې دیني نه د انسان د ژغورنې یوازینۍ لاره ده.
له زده کړو او تحصیل نه د نجونو او ښځو بې برخې کول، د طالبانو ډلې پر وړاندې د خلکو د کرکې زیاتوالي، په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو د مرستو نه ترسره کول، د ځوان نسل او استعدادونو تېښتې، د کورني او بهرني پانګې اچونې نشتون او د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي ودې نه کولو پرته، بله پایله به ونه لري.
رښتیا هغې ډلې چې له تاوتریخوالي او له منځه وړلو، د ټوپک په زور واک چلولو او زورواکي پرته بله څه نه وي تجربه کړي او کلونه کلونه ټوپک په لاس په غرونو او دښتو کې، له قلم او کاغذ سره نااشنا ژوند یې تېر کړی وي، له کومه ځایه به د زده کړو او تحصیل په ارزښت پوی شي او لږ تر لږه د دین په اړه لږ او سمه پوهه ولري؟