په شمال کې د ټي‌ټي‌پي ځای پر ځای کول؛ د قومي سکښت له بدلونه د نیابتي جګړې تر نوې جبهې

لیکنه: مزدک پارسی

د افغانستان شمال او شمال ختیځ ته د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) د غړو د لېږد لپاره د پاکستان له حکومت سره د طالبانو د هوکړې د خبر له خپرېدو وروسته، داسې ښکاري چې دغه پلان عملاً پیل شوی دی. د افغانستان له شمال ختيځه راپورونه وايي چې د طالبانو لومړنۍ ډلې د تخار ولایت د کوکچې په شاوخوا ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي او ښايي دا پلان په نورو ولایتونو کې هم پلی شي. خو طالبان پر دې پوه شوي چې شمال او شمال ختیځ ته د ټي ټي پي د غړو او د هغوی د کورنیو د ځای پر ځای کولو پلان دومره اسانه نه دی او له خنډونو سره مخ کېږي. له همدې امله، دوی د دغه پلان د بشپړ پلي کولو لپاره زمینه برابروي. په بدخشان کې د تاجیک طالبانو ترورېدل او شمال ته د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سفر – چې ویل کېږي تر ډېره یې له پښتنو مشرانو سره کتلي دي – د هغو هڅو یوه برخه ده چې د هېواد دې برخې ته د پاکستاني طالبانو د لېږد لاره هواروي.

د قومي سکښت بدلون

شمالي ولایاتو ته د ټي ټي پي له لېږدولو نه د طالبانو موخه یوازې دا نه ده چې دوی یوازې غواړي پاکستان له ځانه راضي وساتي او د ټي ټي پي غړي هم خپه نه شي. د افغانستان په شمالي سیمو کې د ټي ټي پي د غړو ځای پر ځای کول د پخوانیو قوم پالو واکمنانو د هغه نابشپړ پلان دوام دی چې د دغو سیمو د پښتونیزه کولو لپاره قومي جوړښتونه بدل کړي. هغه پروګرام چې د امان الله خان په دوره کې د ناقلینو د نظام نامې په تدوین سره پیل شو او په نورو رژیمونو کې یې هم دوام وموند. خو د سياسي بدلوونو له امله دغه پلان هېڅکله د قومپالو واکمنانو له هيلو سره سم عملي نه شو او پر نيمه لاره ودرول شو. اوس چې طالبان بېرته راګرځېدلي، هڅه کوي چې دا پلان څومره چې کولای شي عملي کړي.

د پاکستاني طالبانو (قبایلي پښتنو) ځای پر ځای کول یا د شمال د پښتونیزه کولو پلان د طالبانو لپاره ډېرې ګټې لري. که دا پروګرام د شمال او شمال ختیځ د ځايي خلکو له جدي غبرګون سره مخ نه شي، نو د څو زرو پاکستاني طالبانو په ځای پر ځای کېدو پورې به محدود پاتې نه شي. طالبان به د دغه پلان په چټک کولو سره هغه موخه تر پایه تعقیب کړي، چې هیڅ مستبد پښتون واکمن تر اوسه د هغې په ترلاسه کولو نه دی بریالی شي او هغه د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو په قومي جوړښتونو کې بنسټیز بدلون دی. دا پلان به په مرکزي او لويديځو سيمو کې هم پلي شي، چې د پښتون شوونیزم هیله به په حقیقت بدله کړي. په شمال کې د پښتنو د بیا میشتیدنې پروګرام که له پلان سره سم پلی شي، په پای کې به د شمال د اصلي اوسېدونکو د تصفیې لامل شي. دا کار به یا د غیر پښتنو قومونو د اجباري کډوالۍ له لارې ترسره کېږي یا به په تر ټولو غوره حالت کې شرایط داسې شي چې دا قومونه به ظاهراً په خپله خوښه له مهاجرت پرته بله چاره ونه لري.

د ولسي مقاومت ځپل

بله موخه چې طالبان د افغانستان په شمال کې د ټي ټي پي د غړو د ځای پر ځای کولو له لارې تعقیبوي، په راتلونکي کې د احتمالي ولسي مقاومت پر وړاندې په جګړه کې له دغې ډلې کار اخیستل دي. که طالبان شمال ته د ټي ټي پي د لېږد پلان عملي کړي، احتمالاً به د شمالي ولایتونو د اوسیدونکو له مقاومت سره مخ شي، چې طالبانو یې وړاندوینه کړې ده. دوی په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې خورا زیانمنونکي دي، ځکه چې دا مهال دوی دغلته هغه ولسي ملاتړ نه لري چې په سویل او ختیځ کې یې لري.

که د طالبانو پر وړاندې ولسي مقاومت پراخ شي، د ټي ټي پي په ګډون په ترهګرو ډلو تکیه کول یو چمتو او موجود انتخاب دی. دغه ډلې چې د طالبانو تر سیوري لاندې یې زیاتې اسانتیاوې او امتیازات ترلاسه کړي دي، د دغې ډلې په نشتوالي کې به هېڅ ملاتړي ونه لري او په کلکه به وځپل شي. نو دوی به تر وروستۍ سلګۍ پورې په افغانستان کې د طالبانو د امارت په ملاتړ جګړه کوي. د راپورونو له مخې، طالبانو تر دې مخکې د مقاومت جبهې پر وړاندې د القاعده شبکې په ګډون له بهرنیو ترهګرو ډلو کار اخیستی دی.

د روسیې پر وړاندې د نیابتې جګړې نوې جبهه

په شمالي ولایتونو کې د ټي ټي پي د غړو ځای پرځای کول په منځنۍ اسیا کې د روسیې پر وړاندې د لویدیځ د نیابتي جګړې اصلي برخه کېدای شي. روسان دا مهال د اوکرایین په خاوره کې بند پاتې دي او څرګنده نه ده چې ګټونکي او بایلونکي به یې کله معلوم شي. د کییف حکومت لا هم د لوېدیځ په بې دریغه ملاتړ سره ولاړ دی او ان د خپلو له لاسه ورکړو سیمو د بېرته نیولو ادعا کوي. لوېدیځوالو په ښکاره ویلي چې د دوی موخه په دې جګړه کې د روسیې ماتول دي او تر هغو چې پوتین له خپل یرغل او جاه طلبۍ لاس وانخلي، د اوکراین د حکومت ملاتړ ته به دوام ورکړي. کله چې لوېديځوال د پوتين د ماتې په هڅه کې دي، نو د دې فرضیې مطرح کول غیر واقعي نه دي چې امريکايان غواړي د روسيې پر وړاندې د جګړې نوې جبهه پرانيزي، څو د دغه هېواد پوځي ځواک نور هم کمزوری کړي او بالاخره پوتين دې ته اړ کړي چې د اوکراين له جبهې شاتګ وکړي.

د ولسمشر ولادیمیر پوتین له وروستیو څرګندونو نیولې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او د دفاع د وزیر سرګي شویګو په څېر د وروسیي د جګپوړو چارواکو له وروستیو څرګندونو ښه او دقیق بل څه کېدای شي چې دا فرضیه ثابته کړي چې امریکایان په منځنۍ اسیا (د روسیې په ګاونډ) کې د نوې نیابتي جبهې د پرانېستلو په حال کې دي. سرګي لاوروف په خپلو څرګندونو کې امریکا په افغانستان کې د القاعدې او داعش په ملاتړ تورنه کړه. سرګي شویګو همدا راز امریکا تورنه کړه چې هڅه کوي په افغانستان کې د ملیشو په کارولو سره سیمه ناامنه کړي. هغه ان له منځني ختیځه افغانستان ته د ترهګرو د لیږد خبره ه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تر دې مخکې ادعا کړې وه چې امریکا په قصدي توګه خپلې وسلې او پوځي تجهیزات په افغانستان کې پریښي څو د سیمې د هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره یې وکاروي. د هغې په وينا، ښايي دغه وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي.

روسان پوهيږي چې امريکايانو او په ټوله کې لوېديځوالو څه ډول اش ورته پوخ کړی دی. د جګپوړو روسي چارواکو له ښکاره څرګندونو څرګندېږي چې د دغه هېواد حکومت د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې د ترهګرو ډلو فعاليتونه په جدي توګه څاري او دغه ګواښ يې جدي ګڼلی دى. که د ټي ټي پي په ګډون په شمال او شمال ختیځ کې فعالې ترهګرې ډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر وړاندې ګواښوونکي فعالیتونه پیل کړي، نو د ټولیزامنیت د تړون د سازمان له ګډې غوسې سره به مخ شي، چې په پایله کې به یې شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د جګړې او تاوتریخوالی پر ډګر بدل شي. د داسې وضعیت اصلي قربانیان د دې سیمو اصلي اوسېدونکي دي، چې تر دې مخکې هم د طالبانو تر ولکې لاندې ځپل شوي دي.

د قومي سیاست ورانوونکې پایلې

د افغانستان په سیاست کې د شمال او شمال ختیځ متنوع قومي جوړښت – چې تر ډيره قوم محوره او یو اړخیز دی – نه یوازې دا چې دیموکراتیک امتیاز نه ګڼل کیږي، بلکې د تاو تریخوالي او جګړې سرچینه هم ده. د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومتونو کې یو شمېر حکومتي کړۍ په شمال او شمال ختیځ کې د خپلو سیاسي سیالانو د ماتولو په موخه په دغو سیمو کې د طالب جوړونې له بهیره ملاتړ وکړ. نادولتي قومپالو په ځانګړې توګه د رسنیو له لارې هڅه وکړه چې د طالبانو جنایتونه توجیه کړي او اربکیان په شمال او شمال ختیځ کې د جګړې لامل وګڼي. په جرمونو، اختلاس، د مخدره موادو په قاچاق او د خلکو په ځورونه کې د اربکیانو له لاس لرلو څوک انکار نه شي کولای. دا هم سمه ده چې اربکیان په شمال کې د جګړې او جنایت یو عامل وو. خو دولتي او نادولتي قومپالو د اربکیانو په مقابل کې په ښکاره او پټه توګه د طالبانو ملاتړ کاوه – چې په هر حال یې د حکومت لخوا یې ملاتړ کېده او پایله یې اوس وینو.

شمال ته د پاکستاني طالبانو د لېږد د پلان پر وړاندې د پښتنو قومپالو معنی داره چوپتیا دا ښيي چې دوی له دغه پلانه راضي دي او غواړي وګوري چې طالبان په دې کار کې څومره بریالي کیږي. خو د شمال پښتونیزه کول چې اوس د ژوند له طالبانیزه کولو سره مل او همغږي دي، نه یوازې دا چې په اوږده مهال کې به د پښتنو په ګټه نه وي، بلکې دا پروګرام به د قومي تضادونو د پراخیدو، د اوسني کړکیچ د زیاتېدو او ان د افغانستان د تجزیې لامل شي، په دې صورت کې به پښتانه په هیواد کې د میشتو نورو قومونو په څېر زیانمن شي. سربېره پردې، د شمال د پښتونیزه کولو پلان، چې طالبان یې اوس پلی کوي، د اسلامي افراطیت د ودې او د پښتنو تر منځ د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د بنسټیز کېدو لامل شي.

له همدې امله د افغانستان شمال ته د ټي ټي پي د لېږد پلان یوازې د طالبانو او د دې ډلې د ملاتړو سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو په ګټه تمامېدای شي، نه د افغانانو. د دې پروګرام پایله به د اسلامي افراطیت او صحرایي تفکر د مفکورې له زیاتېدو، د تاوتریخوالي او ترهګرۍ له دوام، د قومي او ژبنیو شخړو له زور اخیستو او ګاونډیو هیوادونو ته د ډله ییزو مهاجرتونو له زیاتوالي پرته بل څه نه وي.

ورته لیکنې

Back to top button