۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۴۳۱ کورنۍ چې ټولټال ۲ زره او ۱۹۹ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه د زمري پر ۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۳۷ کورنۍ، ۱۶۷۹ کسان کېږي، د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۴۲ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو له لارې، ۳۹ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۱۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر د پام وړ زور اخيستی دی.
له دې سره هممهاله، مرستندویو بنسټونو هم د بشري اړتیاوو د زیاتېدو او د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو د غور لپاره د امکاناتو د کمښت په تړاو خبرداری ورکړی دی.






