راشړل شوي او په خپله راستانه شوي؛ په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه څه باندې ۷۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې سرچینې وایی چې په تېره یوه میاشت کې ۷۴ زره ۳۶ افغان کډوال له ایرانه شړل شوی او یا هم په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوې دي.
نن دوشنبه (د چنګاښ په ۵مه) سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه شمېر کډوال د ورېښمو له لارې د روان کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې هېواد ته راستانه شوي دي.
له ایران څخه د راستانه شویو کډوالو په منځ کې ۱۱۰۶ کورنۍ دي چې ۴۷۷۷ کسان کېږي.
سرچينې زیاتوي، چې ډېری دغه کډوال له ایرانه شړل شوي دي. خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.
په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د غوايي په میاشت کې هم ۶۴ زره ۱۱۵ افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې له ایرانه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
په افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ او د بېکارۍ له زیاتېدو وروسته هره ورځ زیات شمېر افغانان ایران ته ځي.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې اوسمهال د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له اته میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي.
تر دې مخکې یوه ایراني چارواکي ویلي و، چې هېواد یې سږ کال شاوخوا ۹۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استولي دي.