ناهیلې محصلین او لالهانده ظرفیتونه؛ ولې درس ووایو؟

موږ ټول په ظالمانه توګه په ناهیلۍ کې ډوب شوي یو، او په لنډ وخت کې د پورته کېدلو انرژي او ځواک نه لیدل کېږي. له موجود حالته د وتلو او مطلوب حالت ته د رسېدو زمینې هم نه لیدل کېږي. په همدې حال کې زرګونه افغان محصلین چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته له ډېرو فکري اندېښنو، هڅو او سترو ننګونو سره تللي غواړي چې په علم او بصیرت سمبال هېواد ته راستانه شي او خپلې لاس ته راوړنی د هېواد د سوکالۍ او سرلوړۍ په لاره کې وکاروي، اوس په بشپړه ناهیلۍ کې دي او د دوی ناهیلي او بې وطني دوی بد وضعیت ته رسولي دي. ناهیلي او جلا وطني یو لوی درد دی چې د انسان حجرات لکه د اور په لمبو سوځي او له منځه یې وړي. لکه څنګه چې د روسیې مشهور لیکوال ایوان تورګنیف باور درلود: بې کوره سړی صفر دی او هېڅ شی نلري. نه هنر، نه حقیقت، نه ژوند. نړیوالتوب یا نړیوال کور، بې مانا دی.
د افغانستان په سیاسي- ټولنیز ډګر کې د طالبانو بیا ظهور، چې د نړۍ له علم او عصري افکارو سره برابر نه دي، هېواد ته د فارغو محصلینو د راستنېدو مخه یې نیولی ده او هغه محصلین چې په زده کړو بوخت دي د هغوي هېله او انګیزه یې ترې اخیستې ده. د فارغ شویو محصلینو لویه برخه د لوړو ظرفیتونو، اړینو وړتیاوو او کافي سواد په لرلو سره اوس د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې سخت کارونه کوي. له دې سره سره د سیمې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې وضعیت له ننګونو ډک او کړکېچن دی. دغه زده کوونکي له ډېرو ننګونو سره مخ شوي او په دوی کې هیله او انګیزه مړه شوې ده. هیله د ژوند د پایښت او دوام لپاره د ژوند وروستۍ سنګر دی او هغه ځواک دی چې انسان ژوند مخ په وړاندې وړي او له تباهۍ یې ژغوري. له همدې امله دا مهمه ده چې انګلیسي شاعر او لیکوال سامویل سمیلز په دې باور و چې امید د لمر په څېر دی؛ هرڅومره چې تاسو دې ته نږدې شئ، د ستونزو سیوري کمېږي. د افغان محصلینو په اسمان کې د امید لمر نه ځلیږي.
پر هغه سختې ناهیلۍ سربیره چې د یوې وبا په څېر د افغان محصلینو په منځ کې خپره شوې ده، د راتلونکي په اړه د روښانه لید نه شتون او بې باوري له دوی ځواک اخیستی دی. اوس دوی په بدبخته مخلوقاتو بدل شوي چې خپله ټوله انرژي او وړتیاوې په تشویش او اندیښنه کې مصرفوي. بې وطني، کډوالي، د راتلونکي لپاره د روښانه لید نشتوالی او هغه ګډوډي او د بدبختۍ وضعیت چې طالبانو رامنځته کړی، د محصلینو په ذهنونو او ضمیر باندې ویجاړونکي اغیزې پرېږدي. د دوي د اړینې زده کړې، سیستماتیکې څېړنې او منطقي فکر کولو مخه نیسي. طالبانو نه یوازې په دننه په هېواد کې د زده کړې او علم مخه نیولې ده، بلکې حالات یې دومره ګډوډ کړي چې په دننه او بهر کې هېڅوک هم د اړتیا وړ انګېزه نه لري. طالبانو ټول ناروغ کړي دي.
په هند، ایران او پاکستان کې، نږدې ډېری سکالرشپ لرونکي زده کونکي باید د زده کړې پرمهال سخت کار وکړي. په افغانستان کې دننه هغه خلک چې د خپلو اولادونو مالي ملاتړ یې کاوه نن بشپړې بې وزلۍ ته رسېدلي دي. اوس د ټولو محصلینو اندېښنه له خپلو کورنیو سره د مرستې په اړه ده. طالبانو د محصلینو امتیازات ترې اخیستي او د هغو استادانو معاشونه یې هم نه دي ورکړي چې په زده کړو بوخت دي. د دوکتورا او ماسټرۍ پروګرامونو محصلین مجبور دي چې هره ورځ سخت او خورا درانه کارونه وکړي. دوی په داسې چاپیریال کې کار کوي چې یوازې کار نه، بلکې سپکاوی او توهین دی. “کثافت افغاني” هم دي، په معنوي ډول هم په سپکه سترګه ورته کتل کېږي. د سیمې په هېوادونو کې کار یوازې کار نه دی؛ داسې نور شیان هم شته چې د انسان هډوکي په درد کوي، په خاصه توګه د هغو کسانو لپاره چې پخوا یې ټولنیز حیثیت او معنوي سرمایه لرله او اوس له ټولو ننګونو سره مخ دي.
په بهر کې میشت فارغ شوي محصلین له ګډوډ حالت سره مخ دي، د افغانستان لپاره هم وژونکی او نه جبرانېدونکی ګوزار دی. دا د ټولنې غوره او وړ برخه ده چې کولی شي د بدلون او پرمختګ بهیر ګړندی کړي؛ خو د طالبانو شتون د خپلو انفرادي سیاستونو، د متخصص ځواک سره مخالفت او له علمي بنسټونو سره دښمني او لاسوهنې دغه ظرفیت په بحران بدل کړی او له دوی څخه یې هیله، انګیزه او هڅې له هغوي اخیستې. په سیاسي واک کې د طالبانو په ناڅرګند او نامشروع شتون سره دا محصلین اکثرا له خپل ځانه پوښتنه کوي چې ولې او د چا لپاره باید زده کړه وکړي؟ کله چې دوی دوکتورا ترلاسه کړي او وطن یې د لېوانو په لاس کې وي او مجبور وي چې په نورو هېوادونو کې د خښتو په جوړولو او ورځینو سختو کارونو بوخت وي، اولادونه او کورنۍ یې له لوږې مري، نو زده کړه او څیړنه به د کوم درد دوا شي؟ د پوهې ترلاسه کول او د زده کړې هڅه تر ټولو لومړی اړینې انګیزې او ارام فکر ته اړتیا لري، او که دا دواړه د مرستندویه ځواک په توګه نه وي، د زده کړې بهیر به له بندون سره مخ شي.
طالبانو فضا دومره تنګه کړې چې په زرګونه محصلین، څېړونکي، ژورنالیستان او لیکوالان په بېلابېلو هیوادونو کې بند پاتې دي. دوی د بې شمیره ننګونو سره مخ دي او د سرپناه او خوراک موندلو لپاره مبارزه کوي. له بده مرغه چې هېڅوک د دوی له حالته خبر نه دي او له شته وضعيت څخه د وتلو پلان هم نه لري. له طالبانو هېڅ هیله نشته؛ له یوې خوا دوی د اوسني وضعیت بنسټ اېښودونکي دي او له بلې خوا د هېواد له ځوان، لوستي او تکړه نسل سره ځانګړې دښمني لري. خو باید داسې بنسټونه او خلک وي چې د افغان محصلینو لاسونه ونیسي او د دوام لپاره ورسره مرسته وکړي. باید د افغانستان ظرفيتونه لالهانده نه شي او انرژي یې بې پلانه ضايع نه شي. باید افغان محصلینو او د افغانستان خلکو ته هیلې بېرته راوګرځي. موږ هم د نورو هېوادونو او نورو خلکو په څېر د ژوند کولو حق لرو. د افغان محصلینو دې پوښتنې ته باید د قناعت وړ ځواب وموندلای شي چې مونږ «ولې درس ووایو؟».