۸صبح ورځپاڼې هغه راپور ترلاسه کړی چې د طالبانو د «عصري ښوونځیو نصاب له سره کتنې کمیټې» له خوا برابر شوی دی. ددې راپور له مخې چې پښتو نسخه او فارسي ژباړه یې په ۸صبح وېبپاڼه کې خپره شوې، د بیا کتنې بهیر د ۱۳۹۹ کال په لیندۍ میاشت کې د ښوونیز نصاب لپاره ددې ډلې د ارزونې کمیټې له لوري وروستی شوی دی. دا کمیټه د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون له خوا ګمارل شوې وه. ټاکل شوي پلاوي بالاخره خپل عمومي ملاحظات په ۲۶ بندونو کې ددې ډلې له مشرانو سره شریک کړي دي. په دې راپور کې، د ښوونیز نظام د یو شمېر مضمونونو پر لیرې کولو سربېره، زیات شمېر ملاحظات او وړاندیزونه مطرح شوي چې د کتابونو منځپانګه د طالبانو د تېرې واکمنۍ په شان، ددې ډلې له ایډیولوژۍ سره سمه بدلوي. د ذی روح تصویرونو لیرې کول، جهاد ته هڅول، د وینې تویولو او تخریب توجیه، له ولسواکۍ او بشري حقونو له خبرو کولو منع کول، د ښځو له تعلیم او آزادیو سره مخالفت، له تاریخ څخه د طالبانو اخیستون، په اسلامي نړۍ پورې د محتوا محدودول او له غیر اسلامي نړۍ په تېره بیا لوېدیځ سره دښمني په ښوونیز نصاب کې د هغې کمیټې اصلي وړاندیزونه دي. د اهل تشیع پردي بلل، د ملګروملتونو سازمان شیطاني ګڼل، د نوروز د لمانځلو منع کول، پر مېلو او جشنونو محدودیت لګول د امان الله خان، فیض محمد کاتب او د پښتون شاعر عبدالغني خان په شان ځینو شخصیتونو غندل هغه ټکي دي چې طالبانو په دې له سره کتنه کې ورته اشاره کړې ده. دا سند په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو په ځلونو د اسلامي نصاب د جوړولو خبر ورکړی او هغه یې په افغانستان کې د ښوونیزو بنسټونو اړتیا بللې ده.
ښوونیز نصاب د ستراتیژۍ، پلان، مفرداتو، کتابونو، د درس مرستندویه توکو او تدریسي فعالیتونو او څارنې ټولګه ده چې د ښوونې او روزنې موخو د ترلاسه کولو لپاره عملي کېږي. د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د ۱۳۸۸ تر ۱۳۹۳ کلونو نصاب د پرمختګ د ارزونې اړوند سند کې چې یوه نسخه یې ۸صبح ته رسېدلې، ملي نصاب یې د «ملي وثیقې» او «ارزښمند» سند په توګه یاد کړی دی. دغه معینیت لیکلي: «د هیواد هر وګړې حق لي خپلې اندیښنې او وړاندیزونه له مونږ سره شریک او په رغنده نیوکو مو نیمګړتیاوو ته پام واړوي. خو له ملي سند سره سیاسي یا تبلغاتي چند او په حقیقت نه ولاړې څرګندونې نه یوازې له حقیقت څخه تیری دي، بلکه د ملت له سرنوښت جوړوونکو مسایلو سره سطحی چلند کول ديږ زمونږ هیله له هر ایمانداره، هیوادپال او با ضمیره وګړې څخه داده چې ملي ارزښتمنو مسایلو سره په غور او فکر سره چلند وکړي.» دا بنسټ په تلویحي توګه دا ډول چلندونه جفا بللي او هیله یې څرګنده کړې چې هېواد پالونکي او پاک ضمیره وګړي له ارزښتمنو ملي مسایلو سره په ځیرتیا او فکر سره چلند وکړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي بنسټ (سیګار) هم د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په راپور کې د ښوونځیو د ښوونیز نصاب د بدلولو په اړه د طالبانو د پرېکړې خبر ورکړ. سیګار د خینو کتابونو د حذف او عقیدتي مسایلو د زیاتولو یادونه کړې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیګار د دغې ادعا په ځواب کې وویل چې د طالبان له خوا د نصاب د بدلون د ثابتولو لپاره هېڅ سند نشته. طالبانو په دوام کې تایید کړه چې ښايي په راتلونکي کال کې د ښوونځیو ښوونیز نصاب بدل کړي. د دې ډلې د پوهنې مخکیني وزیر نورالله منیر د ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې به وروستیو کې ویلي و چې نصاب بدلېږي او له سره کتل شوی نصاب به له اسلام څخه د طالبانو د اخیستون پربنسټ وي.
اوس د طالبانو رسمي سند ښيي چې ددې ډلې د لیدلوري پربنسټ چې له دین څخه ځانګړی تفسیر لري پر کتابونو د بیا کتنې پلاوی، په ښوونیز نصاب په منځپانګه کې د زیاتونو بدلونونو غوښتونکی دی. د طالبانو په اند، په نصاب کې دا بدلون، په راتلونکي نسل کې د طالبانو ایډیولوژي پیاوړې کړي. دوی په خپلو ارزونو کې په ځلونو د نصاب د منځپانګې څرنګوالي او پر عامه اذهانو د اغېزمنتیا کچې ته اشاره کړې ده. د طالبانو په باور، د اوسني نصاب ساتل «د لوېدیځ د کلتوري یرغل دوام دی» چې ددې ډلې ګټې له خطر سره مخ کوي. له همدې امله، د طالبانو وړاندیز شوي بدلونونه ډېر پراخ دي.
دا وړاندیزونه د موجود نصاب په چوکاټ کې مطرح شوي ترڅو په یوه انتقالي دوره کې او د طالبانو د خوښې وړ نصاب تر تدوینولو پورې، د ښوونکو له خوا د تدریس پرمهال رعایت شي. د یو شمېر مضمونونو تدریس کول منع شوي، په هغو مضمونونو کې چې پرېښودل شوي ځانګړي سرلیکونه او مسایل حذف شوي او ښوونکو ته حکم شوی چې د تدریس پرمهال په کتابونو کې د طالبانو پرته ارزښتونه او مفاهیم وغندي او د طالبانو د خوښې وړ مطالب تبلیغ کړي. طالبانو د پلاوي د غړو شهرت، تحصیلي څانګې او علمي تجربې په دې سند کې نه دي معرفي کړې. خو د راپور له منځپانګې ښکاري چې په دې پلاوي کې د ښوونې او روزنې او پيداګوژۍ برخې متخصصین نشته.
د نصاب بیا کتنه کله او په کومو اصولو سره پېل شوه؟
په 1399کال کې له امریکا سره د دوحې د هوکړه لیک له لاسلیکېدو وروسته، طالبانو د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د بیا کتنې اقدام کړی دی. په دې بهیر کې له پښتو نصاب او د دري نصاب له ځينو کتابونو ګټه واخیستل شوه،چې د لومړنۍ دورې 45 کتابونه، د منځنۍ دورې 48 کتابونه او د لېسې دورې 43 کتابونه پکې شامل وو. طالبانو د یوه پلاوي له لوري چې «تخنیکي» یې بولي، په دې فرضیې سره چې مخکیني حکومت « لاسپوڅی» دی، د کتابونو ارزونه پېل کړې ده، د دې ډلې په باور، دا چې نصاب د جمهوریت له لوري او د بهرنیو هېوادونو په مالي مرسته لیکل شوی او چاپ شوی، لودېځې نړۍ ته ورته،« ځيني «غیر اسلامي او غیر افغاني معیارونه» پکې په پام کې نیول شوي دي. هغوی د راپور په سریزه کې په ډاګه کړه، چې د اسلامي جمهوریت د دورې نصاب په ظاهره اسلامي دی، خو مخکیني نظام په ماهرانه ډول« خرافات» د اسلام په نامه په نصاب کې شامل کړي دي، چې د ګړدود، تصویر او تشریح له پلوه « ناوړه» موخې لري. طالبانو د موکراسي، مساوات، د ښځو حقونه، مدني ازادۍ،تعامل، یو بل منل، د انسانانو له وژلو تېښته او نور ارزښتونه او مفاهیم چې د دې ډلې له ایډیولوژۍ سره اړخ نه لګوي، خرافات او ناوړه بولي.
که څه هم د دغه پلاوي د ارزونې بهیر د پېلېدو وخت څرګند نه دی، خو د 1399 کال د لیندۍ په وروستیو کې په دې تړاو راپور بشپړ شوی دی. له هغې نیټې چې د رپوټ پرسرلیکل شوی دی، داسې انګېرلای شو، چې طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته، پر ښوونیز نصاب کار پېل کړی دی، ځکه د دې ډلې او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه لیک د 1398 کال په کب میاشت کې لاسلیک شو. د طالبانو ویاندویانو هم هغه مهال د ښوونې او روزنې، او لوړو زده کړو په ګډون پر بیلابیلو موردونو د خپلو کمېسیونونو د کار د پېلېدو خبر ورکړ. ظاهراً هغه مهال طالبان واک ته پر بیا ستنېدو ډاډ من شوي وو او هڅه یې کوله، چې له ارزونې وروسته، د ښوونځیو د ښوونیز نصاب د بدلون په برخه کې بېړنی اقدام وکړي.
په راپو کې ویل شوي دي، چې د طالبانو پلاوي د ښوونیز نصاب د ارزونې لپاره د خپل کار په لړ کې ۱۲ اصلونه ټاکلي وو. دغه پلاوي په لومړي ګام کې هغه موردونه چې د طالبانو افراطي نظر ته په کتو یې « ښکاره عقیدتي او شرعي ستونزه» یا هم « اخلاقي ستونزه» لرله، په نښه کړي دي. د افغانستان له دودونو سره مخالفت، د نورو هېوادونو د کلتور ستایل، د مسلمانانو شخصیتونو پرځای د لوېديځ اوختيځ د شخصتیونو ستایل، د « غیراسلامي دودونو» د ترویج لپاره هڅه، د هېواد له ازادۍ او خپلواکۍ سره مخالفت، د طالبانو ارزښتونو ته سپکاوی، د طالبانو د مفکورې د مخالفانو اتل بلل، دموکراسۍ ته درناوی، د اسلام تاریخ او جغرافیې ته نه پاملرنه او له « حقیقتونو سترګي پټول» هغه لوی اصول دي، چې د طالبانو په وینا، د پلاوي غړو یې د نصاب په ارزونه کې په پام کې لرلي دي.
دغه 78 مخیز راپور د دوو برخو« عمومي موضوعاتو او ملاحظاتو» او «مشخصو او انفرادي ملاحظاتو» په اډانه کې جوړ شوی دی. د طالبانو ارزوونکي پلاوي له څېړنو وروسته، په دغې ارزونه کې 26 عمومي ملاحظات په ګوته کړي دي. د طالبانو په دغو ملاحظاتو کې هغه موارد شامل دي، چې نصاب په بشپړه توګه بدلوي. د دغه پلاوي په راپور کې راغلي دي.« د پورتنیو اصولو په رڼا کې ځيني مهم او عمومي موضوعات چې په اوسنیو شرایطو کې د پام وړ دي او په ټول نصاب کې ترې ناسمه ګټه پورته شوې، د عمومي ملاحظاتو په نوم یادوو» د یادونې وړ ده، چې هره ملاحظه په پای کې د هماغې برخې د بدلون لپاره د دې ډلې وړاندیز هم لري.دغه راز په شخصي ملاحظاتو کې د ډيرو موردونو نوملړ جوړ شوی، چې د هغو په بدلېدو سره د افغانستان نصاب په کلیاتو او جزیاتو کې بدلیږي.
له ښوونیز نصابه کوم کتابونه لېرې کیږي؟
د طالبانو پلاوي په خپل وړاندیز کې درې مضونونه، د رسامۍ هنر،مدني تعلیمات او فرهنګ لېري کړي دي. د رسامۍ هنر کتاب په 1396 کال کې په ښوونیز نصاب کې شامل شو. دغه کتاب د پنسل او رنګه قلمه د کارلو له څرنګوالي سره د ماشومانو پر بلدتیا سربېره، هغوی ته په انځورګرۍ، رسامۍ اومجسمه جوړونه کې د نوښت انګېزه ورکوي. طالبان د خپلې ارزونې په پای کې دې پایلې ته رسېدلي دي، چې هنر انتخابي مضمون دی او لوستل یې الزامیت نه لري.
د دغه پلاوي غړو ویلي دي:« چې د هغه(د رسامۍ هنر) ټول مطالب بې ګټې دي، بدیل یې د کرنې مضمون دی، په لغوه کېدو کې یې هېڅ ستونزه نشته، نو باید له نصابه و اېستل شو او پرځای یې بدل ولوستل شي»
د مدني تعلیماتو کتاب په 1396 کال کې ښوونیز نصاب ته ورزیات شو. دغه کتاب د منځنۍ او لېسې دورې ( له 7 تر 12 ټولګي) زده کوونکو ته تدرېسیږي. هغوی د مدني تعلیماتو په کتاب کې د مدني حقونو په تړاو زده کړه کوي څو له خپلو او د خپلو همډولو له بشري او مدني حقونو سره اشنا شي. د دغه کتاب منځپانګه کې په دولت، ډموکراسۍ، ولسواکۍ، ملګرو ملتونو او بشري حقونو پورې اړوند مسایل شامل دي. خو طالبان یې د تدریس له دوام سره موافق نه دي. د ښوونیز نصاب د ارزونې لپاره د طالبانو د پلاوي په استدلال کې راغلي دي:« له اووم تر دولسم ټولګي پورې په دغه کتاب کې هغه موضوعات راوړل شوې، چې تر ډیره مضر او بې ګټې او د ډموکراسۍ لنډیز یا پایله ده. لکه د موسسو معرفي، ولسواکۍ، اساسي قانون، بشري حقونه، ټاکنې، پوليس او داسې نور…. داچې دغه کتاب اړین دی، نو اړتیا ده، چې استاد یې زده کوونکو ته د دغو موردونو ټول منفي اړخونه بیان کړي» په پایله کې طالبانو د دغه کتاب پر لېرې کېدو ټینګار کړی دی، خو ویلي یې دي، چې منځپانګه یې مهمه ده او باید د ولسواکۍ او بشري حقونو پر ځای ټول دغه موردونه برعکس او له شریعته د طالبانو د انګېرنې پربنسټ زده کوونکو ته تدریس شي. له ښوونیز نصابه د لېرې کېدو لپاره د طالبانو د پلاوي دریم کتاب د فرهنګ کتاب دی. دغه کتاب په 1390 کال کې د ښوونځیو ښوونیز نصاب ته شامل کړای شو او پکې کلتور، دودونو او هغو موردونو ته کتنه شوې چې د افغانستان په ټولنې پورې اړه لري.
د فرهنګ کتاب په 2020 کال کې تر هغې وروسته، ناندریز شو، چې خلکو پکې د افغانستان د یوازیني المپیکي مډال ګټونکي روح الله نیکپا د عکس پر نه چاپېدو اعتراض وکړ. په داسې حال کې چې باید د المپیکي لاسته راړونو تر سرلیک لاندې د روح الله نیکپا عکس واي، پرځای يې د نورو ورزشکارانو عکس لګول شوی و. بالاخره پوهنې وزارت د دغه کتاب تدریس په هماغه کال کې ودراوه او ویې ویل، چې له سره یې چاپوي.د طالبانو پلاوي د دغه کتاب د بیاکتنې پرمهال ویلي دي:« دا مضمون انتخابي دی او لوستل یې اړین نه دي، که پرځای یې یو بل ګټور مضمون ولوستل شي، ښه به وي.»
د ژوندیو موجوداتو، مجسمو او رسمي جامو د تصویرونو له منځه وړل
طالبانو د ښوونیز نصاب د بیاکتې په لړ کې د ژوندیو موجوداتو او مجسمو د عکسونو پر لېرې کېدو ټینګار کړی دی. د طالبانو پلاوي ویلي دي، چې په ټولو درسي کتابونو کې د انسانونو له تصویرونو ګټه اخیستل شوې ده. د طالبانو په باور په دغو عکسونو کې « زیات فسادونه نغښتي دي» او مخکیني نظام له دغو عکسونو نه « د زده کوونکو د ذهنیت د بې لارې کولو لپاره» ګته اخیسته. د ساه کښو پر عکسونو سربېره، د طالبانو ارزونه نور موارد هم رانغاړي، لکه د ښوونځيو په یونېفورم کې عکسونه چې د دې ډلې په باور،« لوېديځ، غیرشرغي او غیر افغاني دي. د دغه پلاوي غړي باور لري، چې ان د رسمي جامو( دریشۍ) او د قاضیانو د جامو تصویرونه هم جواز نه لري او زده کوونکي بهرني کلتور ته هڅوي، دغه راز د ځوانو نجونو عکسونه د طالبانو په باور« غیراسلامي او غیر افغاني او بې حجابۍ» ته هڅول دي.
په یوه مورد کې د طالبانو د پلاوي غړو د سپورټ په حالت کې د ښځو او سړیو پر تصویرونو نیوکه کړې ده او هغه یې« نیمه بربنډ» بللي دي. د اووم ټولګي د ریاضي په پاڼو کې هم د ماشومانوعکسونه چې د فوټبال لوبه کوي، بربنډ حالت ته نږدې تعریف شوی دی. بل تصویر د نجونو دی، چې د ښوونځي په یونېفورم کې په ټولګې کې حضور لري، هغوی له تورو جامو سره سپین ټيکري په سر کړې دي او د ټولګې په منځ کې ناستې دي، د طالبانو تر نیوکې لاندې یو تصویر د «افغاني ګنډ» په جامو سره یوه نجلۍ ښيي، چې د ښځينه ټوکرونو مخې ته نقاشي شوې ده.
د ټولګي په انګلیسي مضمون کې د طالبانو پلاوي ان د کتاب د پوښتۍ د تصویر پر پټولو ټینګار کړی دی، ترحده چې لېرې تصویرونه یا لږ ترلږه کاغذ پرې ونه لګول شي. دغه تصویر یوه ماشومه ښيي، چې ټيکرۍ یې پر سر دی او د ښوونځي پر څوکۍ ناسته ده. په یوه جالب مورد کې د دغه پلاوي غړو د اتم ټولګي د بیولوژي د کتابونو پر پاڼو د انسان د بدن د اناټومي پر تصویر نیوکه کړې او د هغه د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده. څرګنده نه ده، چې ښوونکي به د دغو عکسونو په لېرې کېدو سره، زده کوونکو ته د انسان د بدن د غړو ماهیت او فعالیت څرنګه بیانوي.»
دغه راز په کتابونو کې د موسیقۍ د الو عکسونه، سازاو سرود ته د زده کوونکو هڅول بلل شوي، چې د طالبانو په باور، دا کار غیر شرعي او مردود دی. هغوی د اټن په حال کې عکس هم « غیرشرعي او غیر انساني عمل» ته د زده کوونکو هڅول بللي دي. د طالبانو په باور، په خرېلې ږېرې او لوڅ سر، سره عکسونه، غربي او غیر شرعي دي او زده کوونکي محرماتو یا له تر لږه له هغو سره عادت کېدو ته هڅوي. په بل مورد کې ویل شوي دي، چې په ظاهره شرعي تصویرونه ( له ږېرې او لونګۍ سره ) داسې کښل شوي، چې بې وزلي، فقر، نشه او یا غیرمناسب حالت ښيي. د طالبانو د پلاوي غړو په دغو ټولو موردونو کې د حذف یا لږ تر لږه د عکسونو د پټولو لارښوونه کړې ده.
پر وینه تویونې او ویجاړۍ ټینګار، د طالبانو ایډیولوژي د نصاب چورلیز دی
د طالبانو د راپور منځپانګه ښيي، چې د ښوونیز نصاب د بیا کتنې اصلي موخه، په کتابونو کې د دې ډلې د افراطي نظر ځای پر ځای دي. د ټاکل شوي پلاوي غړو په ډیری موردونه کې ښوونیز نصاب په داسې ډول وړاندیز کړی، چې د کتابونو د موضوعات محور د طالبانو د ایډیولوژیکو ګټو ساتنه او تشریح کول جوړوي. په ښوونیز نصاب کې یوه مساله چې طالبانو یې په جدي توګه د بدلون غوښتنه کړې ده، د سولې او جګړې تعریف دی. هغوی په درسي نصاب کې سولې ته د ځوانانو له هڅولو رضایت نه لري او باوري دي، چې په ښوونیزو کتابونو کې سوله د لوېدیځ په تعیبر سره راوړل شوې ده او پر جهاد د جګړې نوم اېښودل شوی دی. د طالبانو د پلاوي غړي څرګندوي، چې ښوونکی باید د دیني نظامونو تر حاکمیت لاندې سولې یادونه وکړي. دغه راز د هغوی په باور په اوسنیو کتابونو کې د کورنیو جګړو په جهاد بللو سره، هڅه شوې ده، چې دغه ښکارنده بدنامه او « ريښتونی جهاد» د هېواد د ورانیو لامل وبلل شي. طالبان د امریکا پر وړاندې خپله جګړه او دغه راز د انګلیس او شوري اتحاد پر وړاندې پخوانۍ جګړې د واقعي جهاد په توګه یادوي.
د دې ډلې د کمېټې پلاوي د درسي نصاب د ارزونې لپاره ویلي دي، چې باید په درسي کتاب کې د جهاد احکام راشي څو ماشومان جګړې ته وهڅول شي. په ارزونه کې راغلي دي، چې د جهاد اصلي مفهوم جګړه او توره ده، په داسې حال کې چې د هغوی په باور، ښوونیز نصاب د هغوی له ذهنه دغه راز مفهوم لېرې کوي. طالبانو څرګنده کړې ده، چې په اسلامي هېوادونو کې له حاضرو هېوادونو سره جګړه فرض عین او که چېري د مسلمانانو خاورې ته دننه نه شي، فرض کفايي ده. هغوی یادونه کړې ده، چې ښوونکي دي، زده کوونکو ته د جګړې د زیانونو یادولو پرځای له جهاد سره د ناروا جګړې توپېر، فرضیت، اهمیت او ضرورت بیان کړي. دغه راز یادونه شوې ده، چې په اس پورې اړوند درس کې باید په جهاد کې د هغه د پالنې یادونه وشي. د طالبانو د پلاوي په وینا، په درسي نصاب کې هم باید د تېرو جګړو د مالي او بشري زیانونو پرځای،د تېرو جهادونو دیني او دنیوي ګټې تشریح شي. هغوی د ترهګرو له تعریف سره چې تر ډیره د دوی له خپل نوم سره تړاو لري، نیوکه کړې ده او ویلي یې دي، چې لوېدیځ له دغه نومه د مسلمانانو د اغفال لپاره ناوړه ګټه پورته کوي.
طالبانو په ښوونیز نصاب کې د مسلمان د وینې د حرمت په تړاو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په دغو درسونو کې باید په جګړه کې د انسان د وژلو شرعي احکام، قصاص، سنګسار او نور موردونه تشریح شي. په دې توګه طالبانو ته په درسي نصاب کې جګړه تر دې بریده ارزښتناکه ده، چې د هغوی په وینا، باید د دولسم ټولګي د تاریخ په کتاب کې د میوند د جګړې پر ځای با« د میوند د غزا» اصطلاح وکارول شي. ان د اووم ټولګي د اسلامي تعلیماتو د کتاب د یوه درس په ارزولو کې د مسلمان د وینې د تویولو د جواز د ټکو پر لیکلو ټينګار شوی دی.
د بیاکتنې پلاوي د خپلې ارزونې په یوه برخه کې د هغو معلوماتو د بدلون غوښتنه کړې ده، چې په ښوونیز نصاب کې د ماینونو په تړاو راغلي وو. دغه پلاوي په ځینو کتابونو کې د ماینونو د درس په تړاو ویلي دي، چې د ماینونو خښېدل پر افغانستان د روسانو او وروسته د امریکایانو د برید پایله ده. طالبانو د ماینونو په خښولو کې له خپلې ونډې هم انکار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې د دې ډلې په جنګیالیو پورې د دغه بحث په تړلو سره، هڅه شوې ده، چې د دې ډلې جګړه له پوښتنې سره مخ کړای شي. دغه ملاحظه په داسې حال کې د طالبانو له لوري مطرح کیږي، چې په افغانستان کې د وروستیو شلو کلونو په جګړه کې زرګونه تنو د دې ډلې د غړو د ماینونو په چاودنه کې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
د طالبانو په ارزونه کې یوه تندلارې ملاحظه، د بامیانو د بودا په ګډون د تاریخي ابدو موضوع او د افسانوي شخصیتونو پېژندنه ده. د نصاب په ارزونه کې زردشت، رستم، سکندر، کوشانیان او نور د بت پرستانو او اور پرستانو په توګه یاد شوي دي. دغه ډله باوري ده، چې دغه راز کسان باید نیک نامه معرفي نه شي او ښوونکی باید زده کوونکو ته د دغو کسانو عقیده تشریح کړي. دغه راز د بامیان د تاریخي ځایونو د معلوماتو په ارزونه کې ویل شوي دي، چې په درسي نصاب کې د دغه راز معلوماتو په درج کولو سره هڅه شوې ده، چې «بودایت» دود شي. په راپور کې راغلي دي، چې ښوونکی باید دا عقیده چې د طالبانو په وینا «جاهلانه» ده، له « اسلامي عقیدې» سره یوځای زده کوونکو ته تشریح کړي.
په دې لړ کې د دغه پلاوي غړو د بامیانو د بودا مجسمې پر ویجاړولو ویاړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه راز ارزښتونه باید د زده کوونکو له ذهنه لېرې شي. ددې ډلې لپاره د بامیانو بودا، تاریخ نه، بلکې،« شرم» دی او ښوونکی یې باید په درسونو کې بدوالی بیان کړي. د لومړنۍ دورې په کتابونو کې هم د دغو موضوعاتو یادونه شوې ده. طالبانو بیا بیا ویلي دي، چې دغه راز ارزښتونه باید د زده کوونکو په ذهنونونو کې ځای پیدا نه کړي او پر ځای یې ښوونکی د بت پرستۍ زیانونه بیان کړي. هغوی په بامیانو کې د بودا تاریخي ځایونه « بودایي ارزښتونه» بللي دي، چې د دوی په وینا، په مسلمانانو پورې تړاو نه لري. طالبانو د بامیانو د بودا د ساتنې د غوښتنې په اړه موضوعاتو په هکله ویلي دي، چې ښوونکی باید د بوتانو بدګڼې او د حضرت ابراهمیم او حضرت محمد په استناد د هغو د ماتولو په تړاو معلومات ورکړي.
په دې بیاکتنه کې د ښوونیز نصاب د ارزونې لپاره د طالبانو پلاوي په ښوونیز نصاب کې په مناسبتي ورځو، میلو او مشاعرو پورې اړوند مسایلو نیوکه کړی ده.د دغه پلاوي د غړو په وینا، ښوونکی باید زده کوونکي پر دې وپوهوي، چې شریعت مسلمانانو ته د خوښۍ د ورځو په توګه د اختر د نمانځلو لارښوونه کړې ده. د طالبانو په باور، د نوروز نمانځل، د سمنک میله او د ګل سرخ میله حرامه ده او باید ترې ډډه وشي. دغې ډلې یوازې مشاعرې ته هغه هم که چېري( قمار او بد اخلاقي نه وي» جواز ورکړی دی.څرګنده نه ده، چې په مشاعرو کې له قمار او بداخلاقۍ نه د طالبانو تعریف څه دی، ځکه تر دې وړاندې د دې ډلې د دې ډلې مشرانو هم تر خپل کنټرول لاندې ټلویزیون کې د مشاعرو پروګرامونه جوړکړي وو. طالبانو د زېږېدو د ورځې پر نمانځلو هم نیوکه کړې ده او ویلي دي، چې دغه کار د لودېځو دودونو یوه برخه ده، چې باید مخه یې ونیول شي.
د ښوونیز نصاب د ارزونې لپاره د طالبانود ټاکل شوي پلاوي په ارزونه کې ویل شوي دي، چې د موسیقۍ او سینما په تړاو د کتابونو موضوات ماشومان دغه کار ته هڅوي. د طالبانو په وینا، په کتابونو کې د موسیقۍ د الو او وسایلو تصویرونه کاږل شوي دي او هڅه شوې ده، چې زده کوونکي ورسره عادت شي. طالبانو په خپل تعریف سره موسیقي ( حرامه او ګټې» بللې ده چې هېڅ « مشروع ګټه» نه لري. د دې ډلې پلاوي ښوونکو ته یادونه کړې ده، چې د موسیقۍ شرعي وجه بیان کړي او په دې برخه کې د ماشومانو ذهنیت بدل کړي. د یوولسم ټولګي د یوه کتاب د ارزولو په برخه کې د طالبانو پلاوي ویلي دي، چې سینما، تیاتر او نور هنرونه له یوې خوا له « اسلامي لارښوونو» سره اړخ نه لګوي او له بلې خوا د پرمختګ د بهیر مخالفه دي.
د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کمېسیون د تحصیلي نصاب د ارزونې کمېټې په کتابونو کې په طبیعت پورې د طبیعي افتونو پر تړاو هم نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې افتونه د طبیعي اړخ ترڅنګ الهي ازمویښت هم دی. د دغه پلاوي په وینا، ښوونکي باید د طبیعي افتونو شرعي اړخونه هم زده کوونکو ته تشریح کړي.د جغرافیې په کتاب کې د طبیعي افتونو تر سرلیک لاندې زلزلې ته ورته موضوعات راغلي دي. د طالبانو په باور، د دغو افتونو په هکله باید قرآني او شرعي لارښوونې هم تشریح شي، څو د زه کوونکو ذهن له مادي پلوه ونه ځپل شي. د یادونې وړ ده، چې اوس طالبان پر طبیعي افتونو سربېره، بې وزلي او د ژوندانه نورو ستونزې هم الهي عذاب ګڼي. تر دې وړاندې په شمال کې د طالبانو ځایي چارواکو د کورونو اور اخیستل هم الهي عذاب او د پیریانو کار بللی و.
پر دې سربېره، د طالبانو په ارزونه کې ویل شوي دي، چې په ټولو فزیکي بدلونونو لکه، اقلیم، لمر او نورو موردونو کې باید شرعي نظریات او لارښوونې هم یادې شي. هغوی د دغو مسایلو د یادونې موخه ماده پرستۍ ته د زده کوونکو د لېوالتیا مخنیوی بللی دی.
د طالبانو په ارزونه کې د نفوسو د کموالي پر اهمیت چې د ښوونځي په کتابونو کې راغلی دی، هم نیوکه کړې ده. طالبان دغه راز لید لوری« کفري عقیده» بللې ده. دغې ډلې یادونه کړې ده، چې مسلمانان باید د نفوسو په بحث کې جامو او خوړو ته اندېښمن نه وي.
دغه راز د څلورم ټولګي د ساینس او حفظالصحه مضمون په 93 او 94 مخونو کې د ایډز د ناروغۍ په هکله معلومات وړاندې شوي دي. د طالبانو د پلاوي غړي دغه ناروغي د ډموکراسۍ ډالۍ بللې او ویلي یې دي، چې د لوېدیځوالو او لوېدیځ میشتو تر حضور مخکې په افغانستان کې دغه راز ناروغۍ نه وې. د طالبانو په باور دغه ناروغي د دغه راز کسان له حضور (هغو کسانو ته تلویحي اشاره ده چې له لوېدیځه راغلي دي) وروسته په افغانستان کې خپره شوې ده.
یو بل مورد هم د عشر او جزیې راټولو دي، چې د طالبانو په وینا،د ښوونیز نصاب جوړوونکو بدلون پکې راوستی دی. د طالبانو پلاوي دغه مورد د لوېدیځ اقتصاد پایله بولي، ځکه د دې، ډلې په باورعشر، زکات، خراج او جزیه د اسلام د اقتصادي نظام عادلانه برخې دي. دغه راز طالبان د مالیې راټولول « د ظالمو نظامونو له لوري د ناروا مال راټولول» بللي دي. د یادونې وړ ده، چې طالبان اوسمهال خپلې مالي بې ثباتۍ ته په پام سره، د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو ترڅنګ، پورتني دواړه موارد راټول کړي دي. بله مساله هم بیمه ده، چې طالبانو ناروا بللې او له ښوونکي یې غوښتي دي، چې زده کوونکو ته یې شرعي حکم بیان کړي.
د بشري حقونونفیه کول، ښځې د طالبانو د تفکر اصلي قربانيانې
طالبانو د ښوونځو په ښوونیز نصاب کې په بشري ازادیو پورې ټول اړوند مسایل بدل کړی دي. د دې ډلې په وینا، په ښوونیز نصاب کې د ازادۍ له مفهومه ناوړه ګټه اخېستل شوې ده او له ازادۍ نه موخه « یوازې نه مهارېدونکې ازادي» ده، چې د هغوی په باور د ډموکراسۍ له معیارونو سره متناسبه تطبیقیږي. طالبانو ویلي دي، چې په ښوونیز نصاب کې بشري حقونه باید یوازې د طالبانو له دیني لید لوري تشریح شي.ځکه د هغوی په باور، لوېدیځه نړۍ، « د بشري حقونو ناقضه» ده. دغه راز یادونه شوې ده، چې د اووم ټولګي د دري کتاب د دې جملې د تشریح پرمهال چې « هر انسان د قانون په رڼا کې ازاد دی» د دې مسالې شرعي محدودیت هم یاد شي. په دې توګه طالبانو په ښوونیز نصاب کې د حد پر جاري کېدو په تېره بیا، د لاس پر غوڅولو او سنګسار ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، چې د انساني کرامت او مساواتو په پلمه باید شرعي حدود او احکام نفیه نه شي. پردې سربېره، طالبانو په درسي کتابونو کې په ټاکنو پورې د اړوند تصویرونو پر له منځه وړو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، چې باید زده کوونکو ته د دغه بهیر بدګڼي وویل شي.
د درسي نصاب په بیا کتنه کې طالبانو ته بله مساله ښځې او د هغوی حقونه دي. د دې ډلې پلاوي په دې مهمه مساله کې هر مورد ته غبرګون ښودلی دی. د دغه پلاوي غړو په کتابونو کې په دوو موردونو کې د ښځو کیسې له کور نه وتلو او تفریح ته د هغوی هڅول بللي او ویلي یې دی، چې باید په هماغو درسونو کې د وتلو پر اړتیاوو او د حجاب پر مسالې ټینګار وشي. طالبانو په ښوونځیو، روغتون، کارخونو او دولتي ادارو کې د ښځو د کار په تړاو ویلي دي، چې باید د د ښځو د کار د شرایطو حدود د زده کړې لپاره د اسلام له نظره بیان شي. پردې سربېره دغه ډلې پلاوي د یوې نجلۍ پر کیسه چې په یوه دفتر کې کار کوي، نیوکه کړې ده او ویلي یې دي، چې د ښځو د کار چوکاټ باید اسلامي اصولو ته په پام سره بیان شي. واقعیت دادی، چې د طالبانو د انګېرنې پر بنسټ، ښځې له هغو موردونو پرته چې دغه ډله یې اړتیا بولي، په هېڅ یوه دغه ځای کې کار نه شی کولای.
دغه راز د ښوونځیو د کتابونو په ارزونه کې طالبانو د ښځو د انتخاب حق ننګولی دی. د طالبانو په وینا، ښوونکی باید د ښځو اسلامي حقونه او شریعي حیثیت هممهاله تشریح کړي.
په ځینو موردونو کې له کوره بهر د ښځو پر دندو د طالبانو له لوري نیوکه شوې ده. ان د نصاب د ارزونې په یوه برخه کې ویل شوي دي، چې زده کوونکو ته دې پر ښځو د طالبانو د سفرونو محدودیت هم واورول شي. پر دغو موردونو سربېره، طالبانو په معاصرو ادبیاتو کې د ښځو د رول په تړاو چې په تدریسي نصاب کې یې یادونه شوې ده، ویلي دي، چې دغه کار د لوېدیځ ازادیو ته هڅول دي. د طالبانو په باور دغه کار د شرعي اصولو او حدودو پرخلاف دی او د درس په لړ کې باید زده کوونکو ته د دغو حدودو یادونه وشي.
د ښځو په اړه له جدي بحثونو د نجونو او هلکانو له رضایت پرته د واده کول دي. په دې اړه طالبانو ویلي چې په تعلیمي نصاب کې دې د ښځو د نکاح موضوع تعدیل شي. په هرصورت، دا ډله د کم عمره هلک یا نجلۍ واده د خپل پلار یا د نیکه د رضايت په شرط مشروع ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام د اصولو له مخې د نابالغو نجونو نکاح جواز نه لري او کله چې نجونې د بلوغ حالت ته ورسېږي، د ایجاب او قبول تر قاعدې لاندې کولای شي د ګډ ژوند د پيل پرېکړه وکړي. باید وویل شي، چې د طالبانو او د دې ډلې د مشرانو ترمنځ د ماشومانو ودونه معمول دي او هڅه کوي، چې په تعلیمي نصاب کې د کم عمره نجونو د ودونو د مشروعیت په شاملولو سره په ټولنه کې دا دود عام کړي.
بله موضوع د ښځو د زده کړې بحث دی. طالبانو د تعلیمي نصاب په ارزونه کې د تعلیم حق د فرض عین او فرض کفایې په انګیرنې پورې محدود کړی چې له مخې یې د دیني علومو زده کړه فرض عین ده او د عصري علومو زده کړه فرض کفایې ده. دې ډلې په خپلو څېړنو کې ویلي چې د ښځو له زده کړو په نصاب کې ناوړه ګټه پورته شوې، ځکه چې د طالبانو په وینا د احادیثو په ذکر کې یې شرایط او محدودیتونه نه دي ذکر شوي. د دې ډلې د مدیره هیات په وینا، ښوونکی باید زده کوونکو ته یادونه وکړي چې ښځې د کوم ډول علم په زده کړه مکلفې دې او په کومو شرایطو کې باید درس ووایې. د طالبانو په خبره، په حدیث کې “د علم زده کړه په هر نارینه او ښځه فرض ده”، د ښځو لپاره باید د شریعت اصول بیان شي. په دې توګه، د طالبانو د عملي اقداماتو له مخې، دغه ډله هڅه کوي، چې د شرعي قانون په پلمه د ښځو زده کړه تر لومړنیو زده کړو او دیني علومو پورې محدوده کړي.
په یوه قضیه کې، د طالبانو پلاوي آن د کور مېرمنې سره د لوستو مېرمنو پرتله کولو ته غبرګون ښودلی دی. د طالبانو په ارزونه کې ویل شوي چې په نصاب کې له کوره بهر لوستو مېرمنو ته د کور دننه د ښځو په پرتله امتیاز ورکړل شوی او هغوی د زده کړو له لارې بهر ته د تګ لپاره هڅول شوي دي. طالبانو په ډاګه کړې، چې ښوونکي باید د طالبانو د ایډیالوژۍ له مخې د ښځو تعلیم د شرعي اصولو مطابق تدریس کړي.
له ډیموکراسۍ سره مبارزه او د ملي سرود لیرې کول
د طالبانو په بیاکتنه کې، د دې ډلې د اهدافو یوه برخه په تعلیمي نصاب کې د قانون حاکمیت او ډیموکراسۍ پورې تړلو مسلو باندې متمرکزه ده. د یو شمیر کتابونو له څیړلو وروسته، ټاکل شوي هیأت ویلي چې اساسي قانون «د B۵۲ الوتکو تر سیوري لاندې» تصویب شوی او ښوونکي باید خپلو زده کونکو ته د دې په اړه معلومات ورکړي. د دې ډلې په اند، د اساسي قانون تفسیر او تالیف باید د اسلام له نظره [د طالباني آند سره سم] ترسره شي. دا هم ویل شوي چې د پخواني نظام د اساسي قانون زیاتره مادې له اسلامي اصولو او د دې ډلې له آند سره سمون نه لري. د طالبانو د وړاندیز له مخې، استاد باید زده کوونکو ته د اسلامي نظام خوبی هم تشریح کړي او د طالبانو په باور هغه څه چې د «اساسي قانون نیمګړتیاوې» بولي، تشریح کړي. د دې تر څنګ طالبانو ویلي چې د حکومت اړوند متنونو کې دنیاوي نظریات دي او استاد باید شاګردانو ته د امامت او امارت ارزښت ور زده کړي.
بله خبره اساسي قانون دی. طالبان وايي چې دا قانون د «لویدیځ معیارونو» پر بنسټ جوړ شوی او ښوونکي باید د دې ډلې د شریعت له تعریف سره سم خپلو زده کوونکو ته تشریح کړي. طالبانو د جمهوریت او ډیموکراسۍ مسلې ته هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دې ډول مسایلو کې باید «د جمهوریت او ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې او زیانونه» بیان شي. طالبانو د ولسي جرګې تقنیني ارګان هم تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې دغه شورا هېڅکله د اهل الحل والعقد یا اسلامي شورا ځای نه شي نیولی. د دې ډلې د حکم له مخې، د عالي شورا حیثیت او صلاحیت په نصاب کې زده کوونکو ته تدريس کېږي.
د طالبانو د کمیټې غړو هم د رسنیو سره د تړلو موضوعاتو په اړه د نصاب د تعدیل لپاره وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړي دي. طالبانو د څلورم ټولګي د پښتو کتاب محتوا ته په پام سره راډيوګانې د استعماري رسنيو په توګه يادې کړې دي. د هغوي په وينا، دې ډلې يوازې ازادي راډيو ياده کړی او د هغې کار يې «شرارت» او «شیطانت» بللی. دا موضوع په داسې حال کې راپورته کیږي چې له دې ارزونې شاوخوا دوه کاله وروسته طالبانو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ازادی راډیو فعالیتونه بند کړل.
طالبانو د څلورم ټولګي د ټولنیزو علومو د کتاب په اړه په تبصرو کې د رسنیو هغه رپوټونه چې د دې ډلې فعالیت ننګوي «دروغ تبلیغات» بللي او ویلي یې دي چې باید مخنیوی یې وشي. د طالبانو د ارزونې کمیټې د غړو په وینا، د تلویزیون کارول «بدعت حسنه» دی او د هغې «جانبي ضررونه» باید تشریح شي. د دوی په وینا، هغوي باید زدګوونکو ته «د ګڼو رسنیو زیان» او «د منفي اعلانونو په خپرولو کې د دوی رول» تشریح او پرې پوهه کړي. طالبانو آن ویلي دي چې دیني عالمانو د ریښتینې مطبوعاتو په لار کې زحمت ایستلی او باید ونازول شي.
د رسنیو تر څنګ طالبانو د انټرنیټ په اړه هم وړاندیزونه کړي دي. د دې ډلې د ارزونې کمیټې د معلوماتو له مخې، د څلورم ټولګي د ټولنيزو علومو کتاب د يوې موضوع په اړه چې بايد استاد زده کوونکي د انټرنېټ له خطرونو خبر کړي او د امکان تر حده يې له کارولو منع کړي. د دې کتاب د ارزونې په دوام سره د طالبانو دی کمیټې یو ځل بیا پر همدې وړاندیز ټینګار کړی دی.
د پخوانیو پوځیانو په وړاندې د نا امیدی پیدا کول بل هغه څه دي چې طالبان په تعلیمي نصاب کې پرې ټینګار کوي. د څلورم ټولګي د ټولنيزو علومو د کتاب په ارزونه کې په يو ځاى کې پخواني پوځيان د «غلامانو» په توګه یاد شوي دي. د طالبانو په وينا، دغو سرتېرو ته د نورو هېوادونو د شتون د دفاع او دوام لپاره روزنه ورکړل شوې وه. طالبانو په ښکاره توګه خپل جنګیالي «حقیقي ځواکونه» بللي، ځکه چې د دې ډلې په وینا دوی په «اسلامي، جهادي او افغاني روحیه» روزل شوي دي. دغه راز طالبانو د پخوانيو پوليسو پر ستاينه هم نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې د ستاینې پر ځاى بايد له امريکايانو سره د هغو پخوانيو پوځيانو همکاري ياده شي، چې طالبان يې د «خلکو دښمن» ګڼي. د طالبانو دغه هیئت له استادانو غوښتي چې د امریکا او پخوانیو پوځیانو د کړنو د غندلو ترڅنګ د هېواد د ساتنې په اړه معلومات ورکړي.
طالبان له تعلیمي نصاب څخه د ملي سرود پر لرې کولو هم ټینګار کوي. د ټولو درسي کتابونو په پیل کې د ملي سرود یادونه شوې او طالبانو ویلي چې د ملي سرود پر ځای باید د اسلامي امارت ملي ترانه وویلی شي؛ ځکه د طالبانو په باور، اسلامیت، جهادي جرئت او د افغانانو افغانیت ټول په دې ترانه کې راغلي دي. د دوهم ټولګي د پښتو کتاب په ارزونه کې ویل شوي چې ښوونکي باید د معارف د ترانې ترڅنګ د طالبانو ترانه هم زدکوونکو ته ور حفظ کړي.
ایډیالوژیک مخالفین د تاریخ په اوږدو کې غندل شوي دي
د نصاب په بیاکتنه کې د افغانستان د تاریخ، سیاست او کلتور په اړه د طالبانو نظر هم خورا انحصاري او افراطي دی. د دې ډلې د هیئت غړو د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو، لیکوالانو او شخصیتونو په اړه سختې خبرې کړې دي. د طالبانو تر ټولو لوی اعتراض پر هغو موضوعاتو او کتابونو دی چې نصاب جوړوونکو په کې د امان الله خان په اړه معلومات ورکړي دي. طالبانو د خپل بیاکتنې راپور کې څو څو ځله په سختو ټکو کې هغه یادونه کړې او ویلي یې دي چې ښوونکی باید د طالبانو د فکر له مخې زده کوونکو ته خپل فعالیت تشریح کړي. طالبانو امان الله خان یو “خاین” بللی چې د دوی په وینا د راولپنډۍ-کابل په تړون کې یې د ډیورنډ کرښې هاخوا د هیواد یوه برخه انګریزانو ته تسلیم کړه. دوی ویلي چې د راولپنډۍ او کابل تر منځ هوکړه باید د سولې د خبرو په معنا تعبیر نشي.
د دغه کمیټې غړو د افغانستان د پخوانيو واکمنانو امان الله خان، داوود خان او ډاکټر نجيب الله سربېره، د بایزید روښان، فیض محمد کاتب، غني خان، محمود طرزي او سلیمان لایق عقایدو ته هم لیدنه کړی. طالبانو په خپل راپور کې ډاکټر نجیب الله «کمونیست» بللی دی. د شپږم ټولګي د پښتو کتاب په ارزونه کې راغلي دي: «د وطن ترانې تر عنوان لاندې کمونست سلیمان لایق شعر راغلی دی. ښوونکی باید زده کوونکو ته د کمونستانو د مظالمو او د هغوی د باطلې عقیدې او مفکورې په اړه معلومات ورکړي، او دلته باید د هیواد په هکله د اسلامي امارت ترانه په زده کوونکو زمزمه شي.»
په څو مواردو کې، د طالبانو د ارزونې کمیټې د مشهور پښتون شاعر او سیاستوال غني خان د نوم د یادولو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د هغه خبرې او عقاید ناروا دي. د دولسم ټولګي د پښتو کتاب په ارزونه کې دا هم راغلي چې ښوونکی باید خپلو زدکوونکو ته د «غني خان منفي افکار او فاسد عقاید» تشریح کړي. دا مساله د اووم ټولګي په کتاب کې د وطن دوستۍ په اړه ارزونه کې هم د هزاره قوم د لیکوال او تاریخ لیکونکي فیض محمد کاتب په هکله هم یاده شوی: «دلته د ملا فیض محمد کاتب په نوم یو شیعه مذهبه چې د مشروطه غوښتونکې غورځنګ غړی و، معرفي شوی دی. ښوونکی باید شاګردانو ته د مشروطه غوښتونکي د غورځنګ (چې په اصل کې د شاهي طبقه او لویدیځ جمهوریت وو) فسادونه تشریح کړي.»
همدارنګه د طالبانو د پلاوي په خبره د اتم ټولګي د وطن دوستۍ په کتاب کې محمود طرزي چې یو افغان لیکوال او سیاستوال دی، د یو ستر شخصیت په توګه ښودل شوی دی. د دوی په وینا، ښوونکی باید د هغه «فکرې نیمګړتیاوې» زده کونکو ته تشریح کړي. دوی محمد طرزي د «غرب پلوی» په توګه یاد کړی دی. دې ډلې د افغانستان د پخواني لومړي وزير ډاکټر يوسف په اړه ويلي، چې په اوسني نصاب کې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د بنسټګر په توګه يادېږي او د دې درس ترڅنګ ښوونکی باید د نصاب په اصلاح کولو سره زده کوونکو ته د ډیموکراسۍ او د ډیموکراټانو بدۍ بیان کړي. همدا ډول د پخواني لومړي وزیر شاه محمود خان په اړه هم ویل شوي: «دا د ډیموکراسۍ د پلار په نوم یادیږي. په افغانستان کې د خلق، پرچم او نورو ګوندونه د همدغه بدمرغ په فرمان جوړ شوي دي. دلته باید د ډیموکراسۍ بدې پایلې زده کوونکو ته په ګوته شي.»
په دې هکله مخکې ویل شوي چې د تاریخ په کتابونو کې د اسلام او افغانستان ملي او تاریخي شخصیتونه له پامه غورځول شوي او پر ځای یې غربي او کفري شخصیتونه زدکوونکو ته معرفي شوي دي. همدارنګه د همدې ارزونې پر بنسټ د امان الله خان او داوود خان په ګډون د ځینو شخصیتونو په ستاینه کې په مبالغه کولو سره د نصاب جوړوونکو د هغوی منفي او غیر اسلامي کړنه له پامه غورځولې او یا یې مثبته ارزولې ده. بله خبره دا ده چې د دغه پلاوي په وینا «د طالبانو هغه مثبت کارکردګۍ چې دوی له ځان سره ملي یووالی، امنیت او اسلامي نظام راوستل او په نهایت کې یې هېواد وژغوره، له پامه غورځول شوی دی.»
دې ټولو مواردو ته په پام سره ویلای شو چې طالبان د تاریخ د محتوا د بدلولو اراده لري نه د هغه څه پر بنسټ چې واقعاً پیښ شوي دي بلکې دوی په دستوري ډول او د دوی د نظریاتو مطابق تدریس کول غواړي.
د اسلامي نړۍ د پرمختګ پر درج کولو ټینګار او د نورو له لاسته راوړنو انکار
په دې سند کې طالبان ټینګار کوي چې درسونه باید د اسلامي نړۍ پر مسایلو متمرکز وي. د دې هیئت غړو ویلي: «نړۍ د جغرافیې او تاریخ په کتابونو کې په فکري ډول بیان شوې ده چې زموږ راتلونکی نسل د اسلامي نړۍ له ماضي، حال او راتلونکي حالت څخه ناخبره پاتې شي. په نړیوال اقتصاد کې د اسلامي نړۍ د مهمو ټکو رول مبهم پاتې دی. زده کوونکي باید د اسلامي نړۍ د جغرافیې په اهمیت او سیاسي، اقتصادي او داسې نورو باندې پوه شي.»
د دې ترڅنګ طالبان په دې باور دي چې د نصاب له مخې د مسلمانانو پرمختګ او د اسلامي نړۍ اهمیت له پامه غورځول شوی او د پښتو په مضمونونو کې یې د اسلامي ورورولۍ پر ځای د «ملتپالنې» او «نشنلزم» هڅې زیاتی شوي دي. د دوی په وینا، په دې کتابونو کې د «اسلامي ورورولۍ» کومه نښه نشته، چې له یوې خوا د طالبانو لپاره د دې مهمې مسئلې څخه زده کوونکي ناخبره پاتي کېږي او له بلې خوا د دوی په ذهنونو کې د ملتپالنې پدیده او مفکوره وده کوي. آن طالبانو په افغانستان کې د اسلام د ظهور او خپرېدو په اړه په یوه درس کې د عربو او افغانانو ترمنځ پر وېش نیوکه کړې او هغه یې ملتپالنې او (نشنلیزم) ته لمن وهل بللي دي.
دغه راز د طالبانو پلاوي د اسلام له خلفاوو وروسته د دورې په اړه په تاریخي قضاوت هم اعتراض کړی دی. دوی ویلي دي چې د اموي خلافت په وړاندې د پاڅون د لامل په توګه د عربو واکمنانو لخوا د ګمارنو درج کول د ملتپالنې د غوړولو یوه بڼه ده. د دې ډلې په وینا په نصاب کې د تاریخي مسایلو په په دې توګه لیکل زده کوونکو ته دا فکر ورکوي چې ګني په اسلامي نظام کې ګمارنې د شخصي اړیکو پر بنسټ کېږي. د طالبانو پلاوي له استادانو غوښتي، چې د درس پر مهال دې زده کوونکو ته دا شیان تشریح کړي. دا ډله پر دې مسايلو پداسې حال کې اعتراض کوي، چې د طالبانو په حکومت کې ګمارنې هم د شخصي اړيکو او د طالبانو د ډلو ټپلو پر بنسټ کېږي.
د نهم ټولګي د دري کتاب په یوه برخه کې له نورو ټولنو سره له اختلافاتو او جګړو پرته د مسلمانانو د یووالي د هڅولو په اړه دې ډلې ویلي چې له کفارو سره د مبارزې لپاره د مسلمانانو د یووالي ارزښت او اړتیا هم باید په دې درس کې روښانه شي. د طالبانو له خوا د نصاب د ارزونې په سند کې د شاملو محتوياتو له کتنې څخه دا په ډاګه معلومېدای شي، چې دغه ډله د يوې داسې ايډيالوژۍ د دودولو په لټه کې ده، چې له نورو اديانو او کلتورونو سره په ټکر کې وي.
طالبانو لپاره بله مسله د اووم ټولګي د تاریخ په کتاب کې د میلادي تاریخ معرفي کول دي. دوی وايي چې په کتاب کې نه د هجري تاریخ ذکر شوی او نه یې د پیل ټکی یاد شوی دی. د دې ډلې د هیئت د غړو په وینا، د دې ډول موضوع په شاملولو سره، زده کونکي فکر کوي چې یوازې لویدیځوال د تمدن برخه دي. په دې برخه کې دا وړاندیز شوی چې په داسې حالاتو کې باید له اسلام څخه مخکې او وروسته تاریخي دورې هم ذکر شي. طالبانو دغه کړنه د فرهنګي یرغل یوه بڼه بللې او ویلي یې دي چې استاد باید درې واړه تاریخونه (میلادي، هجري قمري او هجري شمسي) تشریح کړي او زده کوونکو ته د هجري تاریخ اهمیت بیان کړي.
دوی په اوسني نصاب کې د مشهورو څېرو د (لویدیځ پوهانو، هندي او نورو افرادو) شاملول د اسلامي کلتور خلاف او د «کفري کلتور» د ترویج یوه هڅه بللې ده. د طالبانو پلاوي ویلي، چې په کتابونو کې د افغان شاعرانو او پوهانو او د اسلامي نړۍ د شاعرانو ذکر لږ دی او که شته هم، هغه ټولې ښځې او د پښتونخوا ملتپاله شاعران دي. د دې ترڅنګ ویل شوي چې اکثره غیر مسلمان شاعران هم غربیان دي او په نصاب کې د هغوی خبرې یا معلومات شاملول «له اسلام او افغانیت سره خیانت» دی.
د طالبانو په ارزونه کې د بهرنیو لیکوالانو پر پیژندنه، تجربو او ویناوو سختې نیوکې شوې دي. د بېلګې په توګه د طالبانو د هيئت غړو د تعلیمي نصاب په ارزونه کې د مشهور امریکایې اختراع کوونکي توماس اډیسن په اړه نیوکه کړې چې د هغه نوم یې د بشر د ستر اختراع کوونکي په توګه یاد کړی دی. دا مسله په داسې حال کې راپورته کیږي چې د طالبانو په ګډون خلک په خپل ورځني ژوند کې د اډیسن اختراعات او د بریښنا په ګډون د هغه محصولات په پراخه کچه کاروي او په بشپړ ډول په دوی پورې تړلي دي. د هیئت غړو په نصاب کې د هانس کرستین، رابیند رانات ټاګور، یوهان وولف، تولستوی، ارنسټ همینګوی، لیلی صراحت، انوشیروان عادل او بایزید روښان د نومونو په شاملولو هم نیوکه کړی. د طالبانو په اند، د ابن فرناس، الخوارزمي، الادریس او عمر خیام په څېر علماوو نومونه باید په کتابونو کې د داسې کسانو پر ځای او یا هم د دوي تر څنګ یاد شي.
طالبان په داسې حال کې د اسلامي نړۍ پر یووالي او اسلامي ورورولۍ ټینګار کوي، چې پخپله د افغانستان په محدوده جغرافیه کې یې قومي حکومت جوړ کړی دی. نړۍ د قدرت د انحصار ختمول د دغې ډلې د پيژندلو يو له اصلي لاملونو څخه بللي او ويلي يې دي چې بايد ټول توکمونه په حکومت کې برخه واخلي. په هرصورت، داسې ښکاري چې په افغانستان کې د واک په اړه د طالبانو د انحصاري نظر ترڅنګ، دوی د اسلامي نړۍ لباره هم جهادي نظر لري.
طالبان: د زدکوونکو په ذهنونو کې دې د لوېدیځ په وړاندې د کرکې تخم وکرل شي
د طالبانو په تعدیل شوي نصاب کې پر هغو نړیوالو مسایلو هم خبرې کیږي، چې تر یوه حده د طالبانو نړیوال لید څرګندوي. په نصاب کې د دې ډلې یوه ملاحظه د نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو په وخت کې په وطن پالنې ټینګار دی. طالبانو ویلي دي چې له وطن سره مینه شرعي حدود لري او خلک باید ورته پام وکړي. د پنځم ټولګي د پښتو کتاب په ارزونه کې ويل شوي چې د انسان دوستۍ تر سرليک لاندې چې د ټولو انسانانو سره مينې ته هڅول شوي دي. د طالبانو په باور باید د زدکوونکو په ذهنونو کې د غیر اسلامي عقایدو څخه د برائت روحیه پیاوړې شي.
د دې ډلې د ارزونې هیئت د اووم ټولګي د وطن دوستۍ په کتاب کې د «حب الوطن من الایمان» له موضوع سره مخالفت ښودلی او آن د غني خان لخوا لیکل شوی مشهور شعر «ای زما وطنه د لعلونو خازاني زما» یې «ناروا» کلمات بللي دي. د طالبانو د هیئت غړو ویلي چې غني خان «فاسد» دی او ښوونکی باید د هغه په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړي.
طالبان تمه لري چې هغه تاریخي داستانونه په نصاب کې شامل کړي چې دوي یې غواړي. د دوی په باور پر افغانستان د امریکا برید باید د مکتب د متوسطه دوري د وطنپالنې په کتابونو کې مطرح شي. د دغه هیئت سپارښتنه کړې، چې د زدکوونکو په ذهنونو کې دې د غربي هېوادونو پر وړاندې د کرکې تخم وکرل شي، څو د دوی ذهنونه په رښتیني ډول د وطن پالنې په اړه پوه شي. د طالبانو د تعلیمي نصاب د مسودې په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې په کتابونو کې د زده کوونکو په ذهنونو باید د شوروي اتحاد او د امریکا پر ضد د دغې ډلې د جګړې په اړه یادونه وشي. دغه راز ویل شوي، چې په تعلیمي نصاب کې دې د دفاعي جګړې تر څنګ زده کوونکو ته د عملي جګړې په اړه هم معلومات ورکړل شي او د غیر مسلمانانو پر وړاندې دي فکري جګړه هم ور زده کړل شي.
طالبانو د پنځم ټولګي په پښتو کتاب کې د ملګرو ملتونو په تړاو پر یوې موضوع نیوکې کړې او دغه سازمان یې یوه «شیطاني اداره» بللی ده. د طالبانو په باور دا اداره ښه نوم نه لري او زده کوونکي باید د هغو د «جنایتونو» په اړه خبر شي. طالبانو په دې اړه جزیات نه دي ورکړي چې دوی د ملګرو ملتونو د جنایتونه یادونه کړی ده. طالبانو په یوه بله برخه کې د دولسم ټولګي د دري کتاب په یوه مقاله کې د نیوکې په ترڅ کې لیکلي چې دا اداره د نړۍ د ښکار لپاره یو «جال» دی چې امریکا، روسیې، بریتانیې، چین او فرانسې هېوادونو له خوا جوړ شوې دی. طالبانو دغه اداره د «کفارو جال» سره تشبیه کړې، چې زده کوونکو ته پدې هکله باید معلومات ورکړل شي. دا ارزونه په داسې حال کې شوې چې دوه کاله وروسته طالبان او د هغوی رژیم د ملګرو ملتونو په پیسو تکیه کوي، وخت په وخت له دې ادارې سره اړیکي نیسي او تر اوسه یې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر مرستې ترلاسه کړي دي.
که څه هم طالبانو په خپله ارزونه کې لسګونه نور شیان هم ذکر کړي، خو د کتابونو د چاپ او د خلکو د غبرګون په ګډون یې د پلي کېدو پر وړاندې عمده ننګونې نه دي یادي کړي. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په تعلیمي نصاب کې د بیا کتنې جزئیات خپریږي. خو د دې ډلې غړو د طالبانو د ښوونیز نظام د پلي کولو هڅې ګړندۍ کړې دي. هشت صبح په یوه بل راپور کې په دې برخه کې د طالبانو د عملي اقداماتو تفصیل ورکړی دی. د يادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر مهال تعليمي نظام فلج کړى و او نصاب يې په خپله خوښه او ايډيالوژيک ډول چلاوه، که څه هم دا ډول کړنې له طالبانو مخکې هم تاريخ درلود او د جهاد په دوران کې د نړیوالو موسسو په مرسته د مجاهدینو لخوا تعلیمي نصاب جوړ شو چې اصلي موخه یې د جهاد او اورپکی وده وه. د ګولیو، وسلو او نورو جنګي وسایلو د عکسونو به ښودلو سره د شمېرنو په ګډون درس ورکول کېده. دا څرګنده نه ده چې ایا مرستندویه موسسې او نړیوال بنسټونه به دا ځل هم له طالبانو سره یو داسې تعلیمي نصاب جوړ کړي چې په کې کرکه او دښمني خپره شي او کنه، خو داسې بریښي چې په نسبي ډیموکراټیکو شرایطو کې د شلو کلونو ژوند او د رسنیو د انقلاب له امله چې رامنځته شوی، د افغانستان نننی نسل به په اسانۍ سره له ایډیالوژیک نصاب سره پخلا نشي.