د کابل او ارومچي ترمنځ مستقیمې الوتنې بیا پیل شوی

۸صبح، کابل: د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اعلان کړی چې چین ته مستقیمې الوتنې بیا پیل شوې دي.

د کابل او د چین د ارومچي ښار ترمنځ الوتنې نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۳مه) یو ځل بیا پیل شوې.

د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیلولو په مناسبت د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو او چین استازو په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی خونې رئیس محمد یونس مومند په دې غونډه کې وویل چې په هېواد کې به د چینايي سوداګرو لپاره د سوداګرۍ مرکز جوړ شي.

له بلې خوا د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزير غلام جيلاني وفا په دې کتنه کې له چين سره د مستقيمو الوتنو بيا پيلول د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټور وباله.

د دواړو ښارونو ترمنځ لومړۍ الوتنه نن د آریانا هوايي شرکت لخوا ترسره شوه.

د دواړو هیوادونو تر منځ د الوتنو له بیا پیلیدو وروسته، په پام کې ده چې په اونۍ کې یو ځل د چهارشنبې په ورځ د دواړو ښارونو ترمنځ تګ راتګ دوام پېدا کړي.

د افغانستان او چین تر منځ مستقیمې الوتنې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بندې شوې وی.

Back to top button