د پاکستان د صرافانو ټولنې رییس: هر کال کابو دوه میلیارده ډالر له بېلابېلو لارو افغانستان ته ځي

۸صبح، کابل: د پاکستان د صرافانو ټولنې رییس وایي، چې هر کال کابو دوه میلیارده ډالر د رسمي او غیررسمي سوداګرۍ، له ټرانزیټ څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او قاچاق له لارو افغانستان ته ځي او دغه چاره د پاکستان اقتصاد ته زیان رسوي.
د پاکستان د صرافانو ټولنې رییس ملک بوستان سه شنبه د مرغومي پر شپږمه نېټه ویلي، چې د طالبانو د واکمنېدو پرمهال یو ډالر ۱۵۵ روپیې و او افغانستان ته یې له قاچاق سره اوس ۲۲۵ روپیو ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا اوسمهال د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پام وړ زیاتوالي له امله د پاکستان اقتصاد نه جبرانېدونکی زیان ویني.
بوستان زیاته کړې، چې افغانستان ته د هغو ډالرو زیاته برخه چې له پاکستانه ورځي د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې تېرېږي او د دواړو لوریو سوداګرو د ده په وینا پر «ملي ضد» فعالیتونو لاس پورې کړی دی.
د ویلو ده، چې پاکستان په روان کال کې د اسعارو په بازار کې د پیسو له کموالي او اقتصادي ناورین سره مخ شوی دی.