۸صبح، کابل: د نبوي جومات په انګړ کې یوې پاکستانۍ ښځې وزیرې او ورسره کسانو ته د سپکاوي په تور پنځه تنه پاکستانیان د حرمین شریفین د ساتونکو له خوا ونیول شول.
د «حرمین شریفین» فېسبوکپاڼې د دغه خبر په خپرولو سرو ویلي، چې پنځو تنو یوې ښځې او ورسره پاکستانیانو ته سپکاوی وکړ او داسې الفاظ یې وکارول، چې د دغه سپېځلي ځای د حرمت خلاف دی.
ګزیت عربي رسنۍ لیکلي، چې نیول شويو کسانو د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګ زیب او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر شهزین بوګټي ته سپکاوی وکړ.
ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې له مخې یې یو شمېر کسانو له مدینې منورې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د پلاوي د لیدنې پر مهال د دوی پر وړاندې شعارونه پیل کړل.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز هم ویلي، چې دغه کسان د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف غونډ پورې تړلي دي. مریم اورنګ زیب د دغې پېښې په غبرګون کې ویلي، چې نه غواړي د دې پېښې د مسوول نوم واخلي، ځکه نه غواړي له دغه سپېڅلي ځای څخه سیاسي ګټه پورته کړي.
دغو اختلافونو د یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو او د بېلابېلو ټولنو د خلکو غبرګونونه پارولي او ځینو یې په نبوي جومات کې د شعارونو ورکول غندلي دي.
د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د بلنې پر بنسټ له یوه لوړپوړي پلاوي سره د یوه درې ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته تللی.