طالبانو د شنبې پر ورځ د واک له ترلاسه کولو وروسته، د ښځو پر وړاندې تر ټولو سخت بندیز اعلان کړ؛ دا چې ښځې له کوره بهر باید چادري پر سر کړي.
د طالبانو د مشر د یوه نوي حکم پر بنسټ چې د هغوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په یوه کنفرانس کې وړاندې شو، ښځې باید خپل مخ پټ کړي، که نه «د هغوی سرپرست» زنداني او محاکمه کېږي.
طالبانو په دغه حکم کې ویلي، چې چادري غوره حجاب او د افغاني کلتور بېلګه ده، چې له تېر وخت راهیسې کارول کېږي. د طالبانو د تازه امر له مخې، تورې جامې او څادر چې «تنګې» نه وي، هم کېدای شي د شرعي حجاب په توګه وګڼل شي.
د طالبانو په نوي حکم کې راغلي: «په لومړي قدم کې دې د بې حجابه ښځې کور معلوم شي او ولي ته یې دې توصیه او سپارښتنه وشي.» د دغه امر په نورو ټکو کې ویل شوي: «دویم ګام کې دې یې سرپرست اړوند ریاست ته وغوښتل شي او په درېیم ګام کې دې یې، ولي درې ورځې بندي شي. په څلورم ګام کې دې یې، سرپرست محکمې ته وسپارل شي، تر څو مناسبه سزا ورته وټاکل شي.»
د طالبانو په دغه حکم کې ویل شوي، هغه ښځې چې په دولتي ادارو کې کار کوي او «حجاب» نه مراعاتوي، له دندو دې ګوښه شي.
طالبانو تر دې مخکې هم پر ښځو سخت شرایط او قوانین لګولي دي. ښځو د زده کړې، کار، سفر او تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه او د نارینه وو په شتون کې روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون حق له لاسه ورکړی دی. که څه هم د طالبانو محدودیتونه له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي؛ خو طالبانو هېڅکله پاملرنه نه ده ورته کړې او ټینګار یې کړی، چې د «اسلامي شریعت» په پلي کولو کې به هېڅ مصلحت په پام کې ونه نیسي.
په همدې حال کې د ښځینه حقونو یو شمېر فعالانې وایي، چې د جامو ټاکل د هر وګړي له لومړنیو حقونو څخه ګڼل کېږي، چې د ردولو لپاره یې هېڅ توجیهي دلیل منطقي نه دي.
د دیني چارو څېړونکې زینب موحد وایي: «شرعي حجاب، هغه حجاب دی چې له مخ او دوو لاسونو پرته، د ښځې سر او نور ټول بدن پټ کړي.» هغه ټینګار کوي: «د ټولو اسلامي علماوو د نظر په اتفاق سره د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي، په ځانګړې توګه حنفي مذهب کې مخ هېڅکله عورت نه ګڼل کېږي.»
دغه دیني څېړونکې وایي: «اسلام کې د ځانګړي رنګ او ځانګړو جامې سپارښتنه نه کېږي؛ خو داسې جامې دې وي چې د ښځې ځان ترې ښکاره نه شي. د اسلامي امت د علماوو اجماع هم په دې نظر ده، چې د ښځې سر او ځان باید پټ وي.»
اغلې موحد همدارنګه جوتوي: «په حنفي فقه کې د ښځې انساني هویت او د جرم او له جنایت څخه د تېښتې مسایل مطرح دي. نو پر دې بنسټ، د ښځې مخ عورت نه دی.» هغه وایي: «ډاکتر یوسف قرضاوي د هویت موضوع مطرح کوي، ځکه چې په سفر، هوایي ډګرونو او نورو ټولو برخو کې، د یوه انسان هویت باید پټ نه وي. له دې امله چې ښځې تحصیل ته ځي، د حج فریضې د ترسره کولو لپاره ځي، بانکي کارت ته هم اړتیا لري او د ژوند په ټولو چارو کې د هویت ښکاره کولو ته اړتیا لري، له همدې امله باید په ټولو ځایونو کې یې هویت ښکاره شي.» دغه دیني څېړونکې زیاتوي: «د ښځې د مخ پټولو موضوع، یوه اختلافي موضوع ده او قطعي نه ده او ټول علما په دې نظر دي، چې د ښځې مخ عورت نه دی، پرته له هغو ظاهرپالو کسانو چې سلَفیان دي، تر ډېره چادري فرض ګڼي؛ خو هغه خلک چې اهل فقه دي، له دې امله چې په عصري نړۍ کې ښځه زده کړه او سفر کوي، نو په ټولو ځایونو کې یې باید هویت ښکاره وي، په معاملو کې، کله چې معامله کوي، هویت یې باید ښکاره وي.» د موحد په وینا، د هغو کسانو شخصي پرېکړه چې غواړي خپل مخ پټ کړي، بېله موضوع ده او پرېکړې ته یې باید درناوی وکړو، نه دا چې هغه پر ټولو عملي کړي. هغه زیاتوي: «څوک چې نقاب اغوندي، ادعا نه شي کولای چې زه له خپلې خور او همجنس څخه غوره او دینداره یم؛ ځکه دینداري او تقوا پټه موضوع ده او نقاب هم د دیندارۍ نښه نه شي کېدای.»
موحد جوتوي: «دا سمه ده چې ښځې باید حجاب مراعات کړي، خو د نارینه وو د ګناه مسوولې نه دي؛ ځکه لکه څرنګه چې خدای ښځې ته د حجاب اغوستلو امر کوي، نارینه وو ته هم امر کوي، چې خپلې سترګې ښکته واچوي. دواړه جنسونه د یو بل منلو او په ټولنه کې یو ځای سره ژوند کولو، د یو بل رواني امنیت لپاره حجاب او د نورو ټکو پلي کولو ته بلل شوي دي.»
موحد وایي: «اسلام کې د حجاب موضوع حل شوې ده، حجاب چادري نه ده. حجاب فرض دی، خو د نقاب او چادري اغوستل، په هېڅ ډول فرض نه دي.»
هغه زیاتوي: «نقاب، د عربو جامه ده او چادري د خیبر پښتونخوا او ښایي د هند د ځینو برخو جامه وي. سند او پاکستان چادري اغوندي؛ خو زموږ په کلتور او تمدن کې داسې جامه نه ده ثبت شوې.»
اغلې موحد وایي: «زما په اند، د حجاب موضوع دومره ټولنیزه فتنه او زیان نه رامنځته کوي لکه لوږه، بېوزلي، د خلکو او نورو قومونو مشرانو ته سپکاوی، چې فتنه او فساد جوړوي.» هغه ټینګار کوي: «داسې لارې باید ولټول شي، چې د لوږې مخه ونیول شي. که لوږه او بېوزلي تر ډې ډېره شي، که چادري وي، که ټولې ښځې په زندان کې وي، زما په اند باید له یوې ډېرې لویې فحشا او منکر څخه ووېرېږو، چې د لوږې له امله تپل کېږي.»
موحد جوتوي: «د ټولنپېژندنې له پلوه، پېښې د لوږې له امله پر خلکو تپل کېږي. د اسلام پیغمبر هم وایي، چې د لوږې له شره خدای ته پناه یوسئ، ځکه دا د ټولو ګناهونو سرچینه ده.»
دغه دیني څېړونکې زیاتوي: «د افغانستان مېرمنې هېڅکلې بې حجابه نه وې، په ځانګړې توګه په وروستیو لسیزو کې هېڅوک بې حجابه نه وو او بې حجابي د افغانانو په باورونو او د فکرونو په جوړښت کې ځای نه لري.» د هغې په وینا، هغه کسان چې ادعا کوي، افغان مېرمنې بې حجابه دي، د هېواد ښځو ته سپکاوی کوي.
اغلې موحد زیاتوي: «دا مسایل یوازې یوه پلمه ده. کله چې د چادري ادعا کېږي، د دې له امله ده چې د ټولنې له نیمایي هویت څخه چې مسلمانې ښځې دي، انکار کوي. دا تر ډېره د پام وړ ده، نه نور ټکي.» د هغې په وینا، «کله چې له نیمایي ټولنې څخه انکار وشي، د ښځې په نامه کوم څه نظر نه شي وړاندې کولاي؛ ان جرأت ترې اخیستل کېږي، تر څو خپل لومړني حقونه لکه زده کړه او کار د ځان لپاره وغواړي.»
په همدې حال کې، د ښځو د حقونو یوه فعاله ویدا ساغري وایي، چې د دې هېواد تاریخ تل د ښځو لپاره، د وېښتانو پټول د اخلاقي ارزښتونو د یوې برخې په توګه ثبت کړي. د هغې په وینا، دا موضوع له اسلام مخکې دورې ته ګرځي. ساغري زیاتوي، چې په اوسني وخت کې ان په تر ټولو ډموکراتیکو شرایطو کې هم د هېواد ښځو ټیکری لرلی دی.
هغه د دې پوښتنې په اړه چې چادري کولاي شي د ښځو لپاره خوندیتوب رامنځته کړي، وایي: «له دې امله چې نرواکه ټولنه پر ښځو له تېري سره تل تړلې ده، هېڅکله حجاب او څادر د دې لامل نه دی شوی، چې د ښځو رواني ناامني، د تېري، تېزاب پاشلو، تښتونو او شهواني کتلو شمېر کم کړي.» ساغري جوتوي: «حجاب برعکس پوره ناامني رامنځته کوي.»
د ښځو حقونو دغه فعاله وایي: «په نننۍ پرمختللې نړۍ کې د وګړو حق په پام کې نیولو سره د امنیت په بحث کې، د ټولنې خلک د جنسیت، د څېرې بڼې، د پېژندلو حق او هغه ځانګړتیاوې لري، چې په واټونو کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د امنیت تامین لپاره دي.» د هغې په وینا، حجاب چې د یوه کس څېره او ظاهري هویت پټوي، پر لاره د تلونکي کس امنیت له خطر سره مخ کوي او د هغه د امنیت ګواښي.
ساغري ټینګار کوي، چې په هېواد کې ډېری چاودنې او وژنې د نارینه وو له خوا په چادري کې شوې دي، چې دا روښانه کوي: «د چادري او نقاب په شان حجاب تل د خلکو پر وړاندې د وسلې په توګه کارول کېږي.»
د ښځو حقونو دغه فعاله جوتوي، چې حجاب په دیني احکامو کې هم د حقوقي بحثونو برخه نه ده او په قرآن کې هم د ښځو جبري حجاب او د اغوستلو ډول ته کومه اشاره نه ده شوې. د هغې په وینا، دا اخلاقي او مذهبي ارزښت دی، چې پر خلکو په جبري توګه تپل شوی دی.
ساغري وایي: «حجاب ښځه کم جرأته کوي او په خپل ځان باندې یې باور کموي. باحجابه ښځې له ځان څخه لرې او له خپګان سره مخ کېږي.» د هغې په وینا: «د حجاب لرونکې ښځې په اړه د ټولنې ذهنیت تل دا وي، چې هغه مرموز او پټ کارونه کوي.»
د ښځو د حقونو دغه فعاله جوتوي: «د دغه نقاب تر شا چې د یوې ځانګړې ډلې هویت یو شان کوي، په ښځو کې د فحشا او بې سلیقه ګي سطحه لوړوي او د ښځو ترمنځ (چل، کوچنۍ غلاوو او د پټو کارونو) هنر اوج ته رسوي. دروېزه اسانه کېږي، ځکه د حجاب تر شا خلک د خپل هویت له ښکاره کېدو کومه وېره نه لري.»
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا د ښځو د حجاب په اړه د کړنلارې صادرول، لومړنۍ محدودیت نه دی، چې د دې ډلې له خوا پر ښځو لګول کېږي. تر دې مخکې طالبانو له شپږم تولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او په دولتي ادارو کې یې ښځینه کارکوونکې ګوښه کړې. پر دې سربېره، له محرم پرته یې د ښځو سفر منع کړ او زده کړیالې نجونې یې اړ کړې، چې تور رنګه جامې او ټیکري واغوندي. همدارنګه په پوهنتونونو کې یې درسي ټولګي تجزیه کړل او نجونو محصلانو ته د نارینه استادانو تدریس او برعکس یې هلکانو محصلانو ته د ښځینه استادانو پر تدریس محدودیت ولګاوه. په هغو ادارو کې چې اوس هم ښځې کار کوي، دوی ته یې هم شرایط وضع کړي، چې له مخې یې ښځې او نارینه نه شي کولای یوځای سره کار وکړي.