هغه هېوادونه چې له پرلپسې ماتو او ناورینونو سره مخ کېږي خپل مخکښ، غوره، تحصیل کړي، تجربه لرونکي او پیاوړي ځواکونه له لاسه ورکوي. د دغو ځواکونو د له لاسه ورکولو یوه بڼه د استعدادونو د تېښتې مشهوره ښکارنده ده، چې ډیری محرومې او د درېیمې نړۍ ټولنې ورسره مخ کېږي. بله بڼه یې بې انګېزې کېدل، مایوسي او ژوره ناهیلي ده، چې د ټولنې مخکښان په کړکېچنو او ناوړه شرایطو کې ورسره مخامخ کېږي، که هغه په هېواد کې دننه وي او که بهر، خو په عمل کې په هر ډول فعالیت او ټولنیزو بدلونونو کې د ونډې اخیستو لېوالتیا له لاسه ورکوي او د انزوا او انفعال لاره غوره کوي. په دې حالت کې ټولنه خپل ډیری مخکښ ځواکونه له لاسه ورکوي او پر شنډو او بې ګټو عناصرو بدلېږي.
افغانستان د داسې ټولنو یوه څرګنده بېلګه ده. له هغه وخته چې د غويي کودتا وشوه او ورپسې د مخالفینو جنګونه او بغاوتونه پیل شول، د نه ختمیدونکو کړکېچونو لړۍ پیل شوه او په هر پړاو کې د دې هېواد د مخکښانو یوه لویه برخه په فزیکي یا رواني توګه د تباهۍ لوري ته وروڅکول شوه. په دې هیواد کې د هر رژیم په بدلېدو سره د پا وړ شمېر علمي او کلتوري څېرې او اغېزناک سیاسي او ټولنیز شخصیتونه یا بهر ته تښتیدلي او یا یې هم په کور دننه دانزوا او ګوښه توب لاره خپله کړې ده او څنډې ته کړای شوي دي.
د بن له کنفرانس وروسته د دغه هېواد د کډوالو مخکښانو په منځ کې پراخې هيلې راوټوکېدې او ډېر يې په سياسي او ټولنيز ژوند کې د مشارکت په هڅه کې شول او غوښتل يې د بيارغونې او پرمختګ په بهير کې ونډه واخلي. خو دا هیله ډېر ژر په ناهیلۍ بدله شوه، ځکه چې له یوې خوا داسې نظام نه و، چې له متخصصینو او کارپوهانو پکې په ښه توګه کار واخیستل شي او له بلې خوا د دې خاورې د اوسېدونکو ترمنځ د همپالنې او یو بل منلو کلتور کمزوری دی او له امله یې د بېلابېلو پاړکیو ترمنځ ترینګلتیاوې او لانجې رامنځته شوې. هرې ډلې هڅه وکړه چې ټولې برخې او مقدرات په خپل انحصار کې واخلي او د نورو لپاره هېڅ ځای پرېږدي. دا چاره د دې لامل شوه چې له بهره د راستانه شوو او داخلي ځواکونو تر منځ د باور او همکارۍ فضا جوړه نه شي او د هغوی له شته وړتیاوو او تجربو رغنده ګټه وانه خیستل شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له افغانستانه د تېښتې او کډوالۍ تر ټولو ستره څپه پېل شوه او د آخرالزمان تر ټولو خواشینوونکې صحنې یې رامنځته کړې. د هېواد نږدې یو نیم میلیون علمي، نظامي، سیاسي، ټولنیزو او مدني کدرونو په لنډه موده کې د خپل ټاټوبي د پرېښودو اقدام وکړ او نورو هېوادونو ته جلاوطنه او بې ځایه شول. اوس ډیری هغوی د هرې پاشل شوې او ورانې شوې خاورې د کډوالو په څېر په تورتمونو کې اېسار پاتې دي. له یوې خوا د تېر په اړه حسرت، چې د هویت یوه نه بېلېدونکې برخه یې ده او له بلې خوا د راتلونکي په اړه حیرانتیا چې نه پوهېږي له خپل تېر سره یې څنګه وصل کړي.
کله چې د یوې خاورې مخکښان په ژورې نا امیدۍ او ناهیلۍ اخته شي، د هغې د خلکو د بدمرغۍ بله دوره پیلېږي او د ځوړتیا پر لور یې د ښکته کېدو بهیرګړندی کېږي. د مخکښو او اغېزناکو ځواکونو انفعال او د هغوی پر وړتیاوو بې باوري د مافیا، ناوړه ګټه اخیستونکو، معامله ګرو او ورانکارو لپاره زمینه برابروي څو د پېښو ډګر په خپل واک کې ولري او د یوې خاورې تاریخ له خپلو غوښتنو سره سم لوري ته بوځي. افغانستان اوس په داسې یوه حالت کې دی.