مریدنامه ۲۲
لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

د ماشومانو په یوه ډله ورپېښ شول. ببرسری پیر ورته کیناست او له ماشومانو سره یې خبرې پیل کړې. ویې نازول، کیسې یې ورته وکړې، ورسره ویې خندل. مرید هرڅه ته ځیر و.
ببرسري له ماشومانو وپوښتل: سیاست پېژنئ؟
یوه ماشوم وویل: سیاست نه، خو سیاستمدار پېژنو. په مونږ کې دایو ( یوه هلک ته یې اشاره وکړه) ډېر کلانکار، ووقي، دروغجن او کبرجن دی. هلکان وايي دا سیاستمدار دی.
ببرسري بیا وپوښتل: جګړه څنګه ؟
یوې کوشنۍ ماشومې وویل: جګړه نه، خو جګړه مار پېژنو.موږ چې نانځکې کوو نو سیاستمدار یو زورور هلک راولیږي، هم له موږ نه نانځکې تښتوي، هم هغه ډوډۍ چې موږ له کورڅخه راوړې وي، نانځکې سیاستمدار ته ورکوي او ډوډۍ جګړه مار هلک خوري. موږ چې پوښتنه وکړو، ولې شخړه کوې؟
نو جګړه مار وايي : نانځکې ټيکری نه لري. تاسو او ستاسو نانځکې کافرانې یاست! خو موږ نه پوهیږو چې ( کافر ) څه ته وايي؟ یوازې دومره پوهیږو، چې جګړه مار او سیاستمدار په همدې نامه زموږ نانځکې او ډوډۍ رانه په زوره وړي.
پیر له کوشنۍ نجلۍ وپوښتل : سیاستمدار هلک نانځکې څه کوي؟
ټولې خپل کور ته وړي، خپلې ماشومې خور ته یې ورکوي، پلاریې د ده خور له موږ سره لوبو ته نه پریږدي او په کور کې یې بنده ساتي. د سیاستمدار پلاروايي : د کوڅې ماشومان بد اخلاقه دي؟ خو موږ نه پوهیږو چې بد اخلاقه څه ته وايي؟
پیر بیا له ماشومې وپوښتل : سیاستمدار ولې ستاسو نانځکې خپلې خور ته ورکوي؟
ماشومې وویل : د ده خور هره ورځ په کور کې ګوړه غلا کوي او چې سیاستمدار نانځکې وروړي، نو هغه ورته په پټه ګوړه ورکوي…
پیر او مرید د ماشومانو مرکه پرېښوده او روان شول. مرید خپل پیر وپوښټ :
د سیاست او جګړې په اړه د ماشومانو پوهه ترموږ سمه او بشپړه نه ده ؟
پیر کټ کټ وخندل :
نه، بلکې دا (موږ) یو، چې ماشومانو ته مو هرڅه داسې تمثیل کړي دي.