مریدنامه ۶

څېړنوال عبدالغفور لیوال

عجیبه دا ، چې ګڼ جنایتونه د ( عقیدې ) په نامه کیږي. څلویښت ورځې خواري بویه، چې خلک د وژونکیو، وینه څښونکیو په ظاهره سپین په باطن تورو زهادو په وړاندې راپاڅیږي، هغه دروغجن رهبران، چې ولسوژنه د خدای حکم ګڼي او غلا ته ( غنیمت ) وايي. ماته په الهام کې حکم شوی، چې د ښار حکومت هغو بنده ګانو ته وسپارم، چې د ښاریانو د ډوډۍ غم لري او د سیاست مخه او موخه یې په ښار کې د ماشومانو پر شونډو د خوښۍ موسکا خپرول وي.
ببر سری په بېړه د هوارې خواته رهي شو، مرید ورپسې منډه کړه، خو د پیر رفتار تر ده ډېر چټک و.
دواړه په ځنګله کې روان وو. نا څاپه ببرسری ودرېد، مرید ته یې وکتل، کټ کټ خندا یې وکړه، د ده له خندا سره په ونو کې وړې چوغکې والوتلې. مرید په حیرانتیا وروکتل او پیر وویل:
پړانګ د دې لپاره هوسۍ داړي، چې خپله ګېډه مړه کړي، د ځنګله په قانون کې دروغ نه شته، داړونکي ځناور خپل قرباني ته بهانې نه جوړوي، ځان ته دروغ نه وايي، بلکې له ولږې څخه دځانژغورنې لپاره یې خوري. د انسان توپیر له داړونکي ځناور سره همدا دی، چې دی بل انسان د سیاسي ځواک، ګټې او ځان لوړاوي لپاره خوري، خو د انسان خوړلو لپاره خواږه دروغ وايي : دا ځناور (وژل) مقدس ګڼي، عدالت یې بولي، د جنت د ګټلو لار د ماشومانو د وینو له ګودره باسي، هم ځان تېرباسي او هم خپل چاپېریال د دروغو په خیرو ککړوي.
باخبر ! وینه هم په ښار کې بهیږي او هم په ځنګله کې. په ځنګله کې وینې بهولو ته دځان مړول وايي، خو په ښار کې همدې کار ته سیاست.
سیاست د بل په وینو د ځان مړول دي، خو په یوه دروغجن تقدس.
په ځنګله کې قرباني له خپل قاتل څخه تښتي او د خلاصون هڅه کوي، خو ښاري قرباني دخپل قاتل غاړې ته د ګلونو هار وراچوي، لاسونه ورته پړکوي او خپل مقدس لارښود یې ګڼي.
ځکه خو ښار تر ځنګله ډېر ګواښمن او ویروونکی دی. که د طریقت مقصد نه وای، تر مرګه به همدلته په ځنکله کې دېره وای.
مرید ژوره ساه وکاږله، له ځنګله څخه ویره یې له زړه ووته. ځنګل ورته د امن کور ښکاره شو.
څڼور زلمیان تورې او ټوپک ترملا ډله ډله معبد ته ننوتل، وروسته پاخه نارینه او سپین ږیري هم له وسلو سره ورغلل، معبد ورو ورو ډکېده ، له زلمکیانو سره هم وسلې وې، ماشومانو ځانونو ته د لرګیو وړې وړې وسلې جوړې کړې وې. ببر سري چې خلک له وسلو سره ولیدل، نو دی هم معبد ته ورکوږ شو، مرید حیران و، خو په خپل پیر پسې یې ګامونه چټک کړل. دوی چې ورننوتل، نو دمعبد لوی انګړ ډک شوی و، په وروستي کتار کې کېناستل. راهب بر سر ولاړ و چې ببرسری او مرید یې ولیدل . خلکو ته یې وویل: بېګاه مې خوب لیده چې : زموږ معبد ته به یو لوی انسان راځي، خوب مې ریښتیا شو، نو اې د خدای دوسته ! راشه او دې قوم ته نصیحت وکړه ! ببر سری مست ورپاڅېده، پرخطابه ودرېده او د وسله والو زړو ځوانانو په سترګو کې یې خپلې زرځې سترګې خښې کړې: دا وسلې ولې له ځانه سره ګرځوئ؟

Back to top button