مریدنامه

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

لومړۍ برخه: سادو د وران شوي ښار پر یوه زاړه برج ختلی و او د خپل ښار د زړو ویاړونو ترانه یې په خپل زیږه غږ کې سندره کړې وه، سادو ویل : نیکونو مې له چنګېزه تر انګریزه ټول وهلي دي زما ښار د ویاړونو ښار دی، دلته هر دوښمن مات شوی او دا ښار د یرغلګرو هدیره ده ….
سادو لګیا و او د ویاړ بدلې یې ویلې، ښاریانو ته دا بدلې سولېدلې او بېخونده وې، چا سادو ته یوه سکه هم نه ورکوله، مرید ورته پښه نیولی شو، خو ببرسري په یوه ترخه موسکا ترې تېر شو او مرید ته یې وویل : اوږده لاره په مخکې ده، خپلې راتلونکې ته په پام مخکې ځه او شا ته مه ګوره !
مرید وپوښتل :
مګر زاړه ویاړونه ؟ … ببر سري وویل : دا ټولې د نن او سبا د بېوزلۍ او حقارت عُقدې دي، چې نارې وهي. که د هدیره شوي ښار ښاریان د خپل ښار دننه جګړه ویاړ ګڼي نو هغه دوښمن چې د خپلو ګټو لپاره له اوو سیندونو او اوو غرونو را اوښتی او دلته جنګېده، دهغه ولس به ځان څومره لوی اتل ګڼي؟
اتلواله دا ده چې ته د خپلو ګټو لپاره په نورو سیمو کې وجنګیږې، نه دا چې خپل ښار د چا په هدیره بدل کړې. مرید ګامونه چټک کړل او د سادو په بېخبرۍ او بېوزلۍ یې زړه وخوږېد. ستړي ستومانه پر یوه زاړه ښار ورننوتل، د ښار دروازې پیره نه درلوده، هر څوک ښار ته ننوتلی شول.
ببرسري له کوښو څخه د لارې شګې وڅنډلې، یوڅه وړاندې ولاړل، که څه ګوري؛ د بنیادمانو سلاخي روانه ده او جلادان څوک سرې تورې او څوک تېره ساتولونه په لاس، لګیا دي د ښار د خلکو سرونه پرې کوي، ښاریان کتار کتار خپل وار ته په تمه ولاړ دي او جلادان ستړي ستومانه لګیادي، سرونه پرې کوي. له سلاخۍ څخه د وینو رود مخ په وچ سیند روان دي. ببر سري پیر کټ کټ وخندل، مرید حیران شو، ویې پوښت : خلک ولې سر وهلو ته په کتار کې ولاړ دي؟
ببرسري ځواب ورکړ: جلادانو دوی ته ویلي: خدای دښار جلادانو ته امر کړی، چې دخلکو سرونه پرې کړي او خلکو د جلادانو دا خبره منلې ده، چې ګواکې د خدای حکم دی. دا خلک پر خدای نه ، بلکې پر خپلو جلادانو مومنان دي. د دوی ستونزه دا ده، چې په خپله دخدای فرمانونه نه شي لوستلای، یا نه شي پرې پوهېدلای، بلکې دوی د خدای احکام د جلادانو له ژبې اوري. د دې ښار خلک په دې نه پوهیږي، چې خدای د ( انسان ) قتل حرام کړی دی. ښاریان جلادان خپل مقدس مشران ګڼي. مرید له سلاخۍ په منډه تېر شو، له ښاره ووت ، د سارا هوا یې کش کړه، خو د وینو بوی یې لا په سپږمو کې پاتې و. له کنډوه چې واوښتل، پراخه دښته په مخه ورغله، د دښتې په یوه اړخ کې د ویجاړو بانډو نښې لا پاتې وې، نوره دښته ټوله هدیره وه، وروستي مړي چا نه وو خښ کړي، هډونه یې پرزمکه پراته وو…
مرید پوښتنه وکړه : دا څوک دي ؟
ببرسری موسک شوک :
هغه قوم چې ووژل شو، خو راویښ نه شو.
د دوی له منځه یوڅوغلو او وژونکیو د (عقیدو) بیرغونه راپورته کړل، ویې وژل او لوټ یې کړل. ځینې دخیټې له غمه په دوی پسې شول او نور چې ویده ول، په خیټورو پسې ورغلل. یوه ورځ ټول د زړو خوبونو د ښامارانو له ویرې دلته راغلل او مړه شول.
د ببرسري لمن د لارې په اغزیو کې څېرې شوه او له سوري څخه یې نرۍ دوړه ووته .

ورته لیکنې

Back to top button