په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيلېدو کابو درې اونۍ تېرېږي، خو د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي تراوسه د اصلي خبرو د اجنډا په برابرولو نه دي بریالي شوي. که څه په قطر کې د طالبانو سرچینې وایي چې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د فقهي اصل پر ټاکلو تراوسه بحثونه روان دي، خو په دوحه کې یوه سرچینه په دې برخه کې د پرمختګ خبره کوي.
ددغې سرچینې په وینا، دواړو لوریو د مذاکراتو د فقهي اصل په بحث کې «د تشیع مذهب د شخصیه احوالو او اصولو د حقونو په خوندیتوب سره، د حنفي فقې پراساس د اختلافاتو پر حل»هوکړې ته رسېدلي دي. له بلې خوا اوسمهال د مذاکراتو د اجنډا د ټاکلو لپاره د دولت او طالبانو د تماس ډلو اختلافات پرخپل ځای دي.
د طالبانو مرکچي پلاوی وایي چې باید د «امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه» د مذاکراتو بنسټ وي. خو د دولت مرکچي پلاوی جوتوي چې اړتیا ده «سولې ته د رسېدو لپاره د کابل ـ واشنګټن اعلامیه» هم ورسره یو ځای شي، ځکه دواړه په یوه وخت صادر شوې دي، خو طالبان ورسره مخالف دي.
دواړه لوري په داسې حال کې بحثونو ته دوام ورکوي چې امریکا د مذاکراتو د نه پرمختګ په اړه خبرداری ورکړی او اوسنۍ خبرې یې هم د «له لاسه تللو فرصتونو د اصلاح» لپاره یو چانس بللی دی.
په دوحه کې یوې سرچینې د تلې په پنځمه ۸صبح ته ووېل چې په وروستیو ورځو کې د دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی. ددې سرچینې په وینا، دواړه لوري له څو ورځو خبرو وروسته، د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د فقهي اصولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
په دې توګه، د شیعه مذهب د شخصیه احوالو او اصولو د حقونو په خوندیتوب، حنفي فقه د مذاکراتو د پرمخ بیولو اصل په پام کې نیول شوی دی. له دې مخکې، طالبانو یوازې د مذاکراتو د فقهي مسایلو د حل د سرچینې په توګه یوازې پر حنفي فقې ټینګار کړی و.
خو دغه پرمختګ تراوسه د بین الافغاني خبرو لپاره لاره نه ده اواره کړې، ځکه نو د مذاکراتو د پرمخ بیولو په اړه د اختلافاتو له اواري وروسته، اوس د مذاکراتو د اصلي اجنډا د ټاکلو پر سر اختلافات شته.
طالبانو ویلي چې باید «د امریکا او طالبانو د سولې موافقه» چې د تېر کال د کب په لسمه نېټه په دوحه کې شوې وه، د مذاکراتو اصل وټاکل شي. خو د دولت مرکچي پلاوی وايي چې باید «سولې ته د رسېدو لپاره د واشنګټن ـ کابل ګډه اعلامیه» هم له دې موافقې سره یو ځای شي، ځکه دواړه په یوه وخت خپرې شوې دي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو هر یوه له دې خبرې سره مخالفت کړی او دا اختلاف ددې لامل شوی چې د دواړو لوریو د تماس ډلې پر همدې موضوع بحثونو ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې د دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي او ټاکل شوې د «مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د فقهي اصل ټاکل» او د «خبرو د پرمخ بیولو لپاره د اصلي اجنډا ټاکل» دواړه یو ځای حل شي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو ډله کې د سرچینو په وینا، دواړه لوري تراوسه په ځینو مواردو کې بېلابېل تعبیرونه لري، خو مذاکرات په هیله منوونکې فضا کې پرمخ ځي. د طالبانو ډلې د کلتوري چارو مرستیال احمدالله وثیق ووېل چې د دولت او طالبانو د تخنیکي ډلو ترمنځ خبرې روانې دي او تمه کېږي چې د اوسنیو اختلافاتو د اواري لپاره حل لاره ولټول شي.
له بلې خوا امریکا وایي چې د افغانستان لپاره د سولې نه کېدو لګښت ډېر لوړ دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، د تلې په درېيمه نېټه، د امریکا د سولې له انستیتوت سره په انلاین مرکه کې که څه هم اوسني مذاکرات ستونزمن وبلل، خو وې وېل «د تاوتریخوالي دوام د دواړو لوریو ترمنځ بې باوري زیاتولی شي او د خلکو د نهیلۍ لامل کېږي!»
هغه زیاته کړې چې ددې وخت د ارزښت او د هغې د تاریخي اهمیت په اړه پوهېدل ډېر اړین دي، ځکه د امریکا د ځانګړي استازي په باور، دواړه لوري تراوسه اوږده لاره په مخکې لري او باید د ډېرو ستونزمنو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د ښاغلي خلیلزاد په خبره، «د افغانانو لپاره مخ په وړاندې نه تلو زیانونه ډېر درانه دي، ځکه د څو لسیزو تاوتریخوالي له زغملو وروسته د دوی په زړونو کې د سولې هیلې راټوکېدلې دي!»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دغو خبرو کې د پخواني شوروي ځواکونو له ماتې وروسته له فرصتونو ګټه نه اخستل، د سیاسي ګوندونو نه بریالي کېدو ته په نغوتې سره ویلي چې د دوحې د سولې موافقې او بین الافغاني مذاکراتو «د دواړو لوریو لپاره چې د تاریخ د اصلاح لپاره سره ناست دي» دروازه پرانیستې ده.
هغه همداراز جوته کړه چې له لاسه تللی فرصت د افغان مشرانو لپاره ډېر دروند دی. له بلې خوا خلیلزاد تاییدوي چې د مذاکراتو له پیلېدو وروسته تاوتریخوالي زیات شوي او د اختر په ورځو کې اوربند ته په پام سره، د تاوتریخوالي کمښت شونی دی.
خو هغه باوري دي چې تاوتریخوالی په مذاکراتو کې، «د فشار آله» بلل کېږي او ښایي چې په لومړیو کې یې په کمولو هوکړه ونه کړي. دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د تلې په پنځمه نېټه د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی دی.
د ویلو ده چې د دوحې بین الافغاني مذاکرات، د وږي په ۲۲مه پرانیستل شول. که څه هم د وږي څلرویشتمه د مذاکراتو احتمالي وخت بلل شوی و، خو دواړو لوریو غوره وبلله چې د بحثونو له پیلولو مخکې پر اجنډا، طرزالعمل او مهال وېش کار وکړي.
دادی د درې اونیو له تېرېدلو وروسته لا همددولت او طالبانو مرکچي پلاوي د مذاکراتو د کړندود په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي. له دې مخکې، د مذاکراتو د احتمالي ستونزو لپاره د فقهي اصل د ټاکلو بحث جنجالي شوی و، ځکه طالبانو یوازې حنفي فقه د مذاکراتو لپاره اصل بلله، خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت کړی و.