ګوښه شوي دولتي کارکوونکي: د ملګرو ملتونو اړوند موسسات د طالبانو تابع شوي، موږ نه استخداموي

لیکوال: سپین ګل

۸ صبح-  کابل: د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته له بېلابېلو دولتي دندو څخه ګوښه شوي او استعفا ته اړ شوي کارکوونکي شکایت لري، چې افغانستان کې فعال د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان اړوند هغه موسسات، د طالبانو د رژیم په همغږۍ، هغه افغان مسلکي کادرونه په خپله اډانه کې پر دندو نه ګوماري، چې د طالبانو نفوذیان او د تایید وړ نه وي.

د دوی په وینا، یاد شوي موسسات د نویو دندو د اعلان پر مهال، هغه کسان پر دندو نه ګوماري، چې د طالبانو د رژیم له لوري له دولتي دندو ګوښه شوي او یا استعفا ته اړ ویستل شوي دي.

یو شمېر دغو ګوښه شویو او استعفا ته اړ شویو دولتي کارکوونکو، ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د اړوندو موسساتو دغه چلند حیران کړي او نه پوهیږي څنګه د خپلو کورنیو ورځینۍ اړتیاوې تامین او ژوندي پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت یو مستعفي کارکوونکی، چې په خپل مسلک کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې او نړیوال روغتیایي سازمان سره د کار اوږده تجربه لري، د نوم نه  خپریدو په شرط ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:«د طالبانو له واکمنیدو سره ما او ډېرو نورو پخوانیو کارکوونکو ته وویل شول، چې باید له دندو استعفاې وکړو. استعفاوې مو وکړې، اوس د روغتیا نړیوال سازمان په یوه پروژه کې شارټ لیست شوی وم، ازموینه مې ورکړه او ښې نومرې مې هم واخیستې، خو د طالبانو چارواکو او د دوی د اقتصاد وزارت هغه مکتوب مې پر ګټلې دندې د ګومارل کیدو خنډ شو، چې په نادولتي موسسو کې د مستعفي شویو دولتي کارکوونکو د نه ګومارنې لپاره ورکړل شوی.»

نوموړی زیاتوي، چې له ده سره یوځای د روغتیا وزارت یو شمېر نور مستعفي شوي کارکوونکي هم د نړیوال روغتیایي سازمان(W.H.O) اعلان شویو دغو بستونو ته بریالي شوي ول، خو دغه سازمان د طالبانو د رژیم د اطاعت له امله دوی پر دندو ونه ګمارل.

د طالبانو له لوري جبري استعفا ته مجبور شوی یو بل دولتي کارکوونکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان( یونیسکو) اړوند یوه بست ته په کابل کې د دندې لپاره بریالی شوی و، خو د طالبانو هغه مکتوب ته د یاد شوي سازمان د غاړه ایښودو له امله پر دندې نه دی ګومارل شوی، چې له دولتي ماموریت څخه د مستعفي شویو او ګوښه شویو کسانو د نه ګومارلو په اړه یې نادولتي موسسو ته استولی.

دغه مخکینی دولتي کارکوونکی وایي:«له دولتي دندو یې ګوښه کړو، موسسو کې کار نه راکوي، انجوګانو کې کار نه راکول کیږي. ښار کې مزدوري نشته، د ازاد کاروبار لپاره پیسې نه لرو، آخر طالبان له موږ سره نوره کومه دښمني کوي؟ موږ هم انسانان یوو، خاورې خو نه شو خوړلای. که دا حال وي یا به د ګردو خرڅولو یا نورو خوارو غریبو غوندې ځان وژلو ته مجبوره شوي یوو، د وطن پریښودو او بهر ته د قاچاقي سفر امکانات خو هسې هم نه لرو،»

د روغتیا نړیوال سازمان یوه سرچینه وایي، دوی او نورې نادولتي موسسې له دې امله مخکیني دولتي مامورین پر دندو نه شي ګومارلی، چې د طالبانو چارواکي یې اړوندو موسسو سره کاري اړیکې پرې کوي او حتا د فعالیت د حق اخیستو ګواښونه ورته کیږي.

د طالبانو له رژیم څخه په دې اړه شکایتونه په داسې مهال شوي، چې د دغه رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د دوی د بیا واکمنیدو په شاوخوا ۱۸ میاشتینۍ موده کې، په پرلپسې ډول د دوی رژیم کې له جمهوري نظام څخه د په میراث پاتې شاوخوا پينځه سوه زره مامورینو د کار د دوام، ادعاکوي او دا د خپل رژیم یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

له دې سره، په هم مهاله توګه نیږدې هره ورځ د افغانستان له دولتي ادارو څخه د پخوانیو مسلکي کادرونو د تصفیې او پر ځای یې د خپلو جنګیالیو او ملایانو د ګومارلو په اړه، د طالبانو د رژیم د اقداماتو خبرونه ورکول کیږي.

د طالبانو منتقدین د دوی له بهرنیو چارو وزیر ملا متقي څخه پوښتنه کوي، چې په دولتي ادارو کې له پرلپسې تصفیو سره یې د جمهوري نظام د میراث پاتې کارکوونکو شمېر کم شوی که هماغه پينځه سوه زره تنه دی؟

معلومه نه ده، چې طالبانو څومره مسلکي کادرونه د افغانستان له دولتي ادارو شړلي او په نادولتي موسسو، اینجوګانو او شرکتونو کې یې د ګومارل کیدو مخنیوی کړی دی.

د طالبانو د رژیم اقتصاد وزارت څو میاشتې مخکې نادولتي موسسو، اینجوګانو او شرکتونو ته د نوې کاري تګلارې د جوړولو خبر ورکړ. په دغه تګلاره کې له یادو موسسو، اینجوګانو او شرکتونو غوښتل شوي وو، چې د دوی د رژیم له هوکړې پرته، مسلکي دولتي کارکوونکي پر دندو نه شي ګومارلی.

د طالبانو په دغه تګلاره کې راغلي وو: «که کوم کارکوونکی، چې د خپلې ادارې له موافقې پرته دنده پرېږدي او یا هم د غیرحاضرۍ او جرم پر بنسټ منفک شي، تر دوو کلونو نه شي کولای په غیردولتي موسسو کې دنده واخلي.»

د دولتي ادارو کارکوونکو، د دغې تګلارې اصلي موخه پر دوی د کار او ژوند د فضا محدودول ګڼلي وو.

دغه کارکوونکي له نادولتي موسسو؛ په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو غواړي چې د طالبانو رژیم ته د تسلیمیدو او اطاعت پر ځای یې باید د افغانانو غږ واوري او د خپلو اداري او اخلاقي مکلفیتونو له مخې د دوی د حقونو مدافع او مرستندوی شي.

 

ورته لیکنې

Back to top button