په کندهار کې له جګړو بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

احمد شاه شاداب ـ کندهار

په کندهار ولایت کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې امله یې زیات شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې او اوس د ښار په یوه څنډه کې سختي شپې ورځې تېروي.
د کندهار له ارغنداب ، پنجوايي ، ژړۍ ، شاولي کوټ او میوند ولسوالیو د جګړو له امله تراوسه شل زره کورنۍ کندهار ښار او نورو ولسوالیو ته کډه شوې دي، چي زیات شمېر کورنۍ یې اوس د ډنډ ولسوالۍ په مرد کلا سیمه کې په خورا سخت وضعیت کې ژوند کوي.
د بې ځایه شویو کورنیو ډېر غړي د ژمي د سړې هوا له امله په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.
د جګړې له امله دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي، که دولت او ملي سوداګر له دوی سره د لومړنیو توکو مرستې ونه کړي د خوراکي توکو د کمښت او ناروغیو له امله به د کورنیو یو شمېرغړي له لاسه ورکړي.
دوي وايي چي په لومړیو ورځو کي ورته د دولت له لوري ډاکتران ورغلي وو خو په دې وروستیو کې له دوی سره هېڅ ډول روغتیایي مرستې نه دي شوې.
اخوا، د کندهار د عامې روغتیا رئیس محمد طاوس نادري وايي چې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره مو دوه ګرځنده روغتیايي ډلې ګمارلې چي د هغوی د درملني لپاره کار کوي.
نادري زیاتوي، ددې ترڅنګ یې د عامې روغتیا ریاست شمېرې اعلان کړې چي بې ځایه شوې کورنۍ د اړتیا پرمهال د دوی له روغتیایي ډلو سره اړیکه ونیسي.
نوموړی وايي: په هغو سیمو کې چي بې ځایه شوې کورنۍ پکې زیاتې دي اړوندو کلنیکونو ته مو دنده سپارلې چې دوی ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
له بلې خوا، د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس دوست محمد نایاب وايي چي یوازې کندهار ښار ته له ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه له شپږ زره زیاتې کورنۍ کډه شوې چې تراوسه یې له ۱۵۰۰ کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړې دي.
هغه زیاتوي چې په ولسوالیو کې هم د جګړو له امله زیات شمېر کورنۍ بې ځایه شوې چې د همکارو موسسو په مرسته یې د سروې چارې روانې دي ترڅو مرستې ورته ورسول شي.
په کندهار کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې له ښار سره نږدې څو ولسوالیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چي له امله یې په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او ترڅنګ یې په درېیو ولسوالیو کې ۳۷ ښوونځي تړل شوي دي.
د کندهار والي روح الله خانزاده وايي چې په سیمه کې د وسله والو د ځپلو په موخه پوځي عملیات روان دي او ډېر زر به په ارغنداب ، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې امنیت خوندي کړي.
والي زیاتوي، هغه ښوونځي چې د جګړې له امله زیانمن شوي د عملیاتو په پاي ته رسېدو سره به یې د بیا رغولو کار پيل شي.
له بلې خوا، د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وايي چي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې۱۰، په ژړۍ کې ۱۳ او په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۴ ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وايي چې پلان لري د امنیت په راتلو سره دغه ښوونځي بیا فعال او د سیمې اوسېدونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوې لیسې مدیر احسان الله وايي چې ورځ تر بلي مو د جګړې له امله د زده کوونکو په شمېر کې کموالي راځي.
نوموړی وايي چې زیات شمېر خلک له پنجوايي او نورو ولسوالیو څخه ښار ته کډه شوي خو هلته د زده کړو زمینه ورته برابره نه ده.
په کندهار کې د ټولو ښوونځيو شمېر ۴۹۰ دی، چې ۳۴۷ یې فعال دي او نور د ناامنۍ او د امکاناتو د نشتوالي له امله تړلي دي.
په دې وروستیو کې د کندهار په ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي، شاولي کوټ او میوند ولسوالیو کي د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې ددغو سیمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button