که څه هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې د پخواني حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې پای ته رسېدلې؛ خو په بلخ کې لا هم ځینې بېځایه شوي د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. بلخ کې ځينې بېځایه شوې کورنۍ وايي، چې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي. د دغو بېځایه شویو زیاتره برخه د «یونټ» په نامه د مزارشریف په یوه پنډغالي کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.
محمدظاهر په عمر پوخ دی. نوموړی د دغه پنډغالي وکیل ټاکل شوی دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې مرستندویه ټولنې او د طالبانو سرپرست حکومت له پامه غورځولي دي. محمدظاهر زیاته کړه: «په دغه پنډغالي کې ۵۳۷ کورنۍ تر خیمو لاندې ژوند کوي، چې له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو بېځایه شوې دي. دلته داسې کسان ژوند کوي، چې لس افغانۍ هم نه لري، یوازې ځينې ترکي بنسټونه یا څو سوداګر څلور وچې ډوډۍ مرسته کوي او دا هم بسنه نه کوي.»
د بېځایه شویو په ډله کې یوه داسې مېرمن هم ژوند کوي، چې جګړو ترې مېړه او درې زامن اخیستي. دغه مېرمن تاجور نومېږي او د فاریاب د قیصار ولسوالۍ ده. نوموړې دوه کاله وړاندې له هغې وروسته چې مېړه او درې زامن یې جګړې ترې وخوړل، کور پرېښوولو ته اړ شوه او مزارشریف ته یې پناه راوړه. تاجور وايي: «فاریاب کې هم مهاجره یم او مزارشریف کې هم، نه فاریاب کې د ناستې ځای لرم او نه دلته. دوه کاله وړاندې جګړې راڅخه درې زامن او مېړه واخیستل او له څو وړو یتیمانو سره د فاریاب پرېښوولو ته اړ شو. اوس هم په ناوړه وضعیت کې ژوند کوو. له مرستندویه بنسټونو او خلکو غواړو، چې مرسته راسره وکړي.»
محمدداوود یو بل بېځایه شوی دی، چې د بلخ له کشنده ولسوالۍ څخه دلته راغلی دی. نوموړی درې کاله وړاندې د طالبانو او پخوانیو امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې پر مهال ټپي شوی و. محمدداوود د بېځایه کېدو کېسه داسې کوي: «د بلخ د کشنده ولسوالۍ یم او درې کاله کېږي، تر دغې خیمې لاندې ژوند کوم. ټپي شوم، د کار کولو وس نه لرم. د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي راله غاړې ده. د بېوزلۍ او نادارۍ له کبله اړ شوم، د خپلې لور پښتورګی وپلورم. یوه بنسټ د مرستې ژمنه وکړه؛ خو تر اوسه هېڅ ډول مرسته راسره نه ده شوې.»
که څه هم اوسمهال د کورنیو بېځایه شويو کره شمېر نه ده په ډاګه؛ خو اته میاشتې وړاندې یوه سروې ښيي، چې د فاریاب، سرپل، جوزجان، بغلان او د بلخ له ځينو ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ زره بېځایه شوي د مزارشریف بېلابېلو برخو ته پناه راوړې ده.