د تلیفون چارج کولو په سر شخړه؛ په باميانو کې يوه ١٣ کلن هلک ځان‌وژنه کړې

۸صبح، بامیان: په بامیانو کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یوه ماشوم له خپلې مور سره تر شخړې وروسته ځان په دار ځړولی دی.

دغه ماشوم د شنبې په مازدیګر (د غبرګولي په ۱۳مه) د بامیانو په مرکز د دریمې امنیتي حوزې اړوند د زرګرانو په سیمه کې ځان وواژه.

محمد الیاس له خپلې مور سره د موبایل د چارجولو پر سر تر لفظي شخړې وروسته ځان په دار ځړولی.

د سرچينې په وينا، د محمد الياس مړى پرون مازديګر شاوخوا څلور بجې د باميانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.

په باميانو کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د ۸صبح ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې دا د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ځان‌وژنې پنځمه پېښه ده چې په باميانو ولايت کې ثبتېږي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ١٣ ښځو او ١٢ نارينه وو ځان‌وژنې کړې، چې ډېرى يي د بېوزلۍ او فقر له امله دي.

ورته لیکنې

Back to top button