طالب مسوولینو د حاجي بشیر احمد نورزي چې په حاجي بشر مشهور دی، ازادېدل د امریکا ښه نیت او د امریکا او طالبانو ترمنځ «د اړیکو نوی باب» وباله.
حاجي بشر په رسنیو او سیاسي کړیو کې د افغانستان د نشه یي توکو د مافیا په مشر مشهور دی. ویل کېږي نوموړي د نشه يي توکو د تولید، پروسس او قاچاق له لارې زیاتې پیسې ترلاسه کړې دي او د طالبانو د لګښتونو یوه زیاته برخه یې د همدې کس له لوري تمویلېده. حاجي بشر دغه راز له استخباراتي کړیو سره په لاس لرلو هم تورن دی او په ۲۰۰۲ کال کې بیا تر ۲۰۰۵ کال پورې د نوموړي له نیولو وړاندې له امریکایانو سره د هغه د اړیکو او همکارۍ راپورونه هم موجود دي؛ خو حاجي بشر چې ۱۷کاله د نشه یي توکو له بازار او سیاسي ډګره لرې و، د طالبانو ډلې له پاره څه رول لوبولی شي.
حاجي بشر په کابل کې د خپل خلاصون په لمانځغونډه کې له طالبانو سره د نړۍ او امریکا د همکارۍ د اهمیت په اړه خبرې کړې او خپله ازادي یې هم په دې لاره کې یو ګام بللی دی. په تیر یوه کال کې طالبانو په ازمویل شویو تخنیکونو او پخوانۍ بلدتیا له مخې د نشه يي توکو بازار ښه تود کړی دی.
دوی د نشه یي توکو د کښت منع کولو په اعلان سره ددې زهرو بیه څو برابره لوړه کړه او له دې سره جوخت هڅه کوي چې ددې میلیارد ډالري بازار مدیریت او کنټرول په خپل واک کې راولي. اوس به حاجي بشر د خپلې شبکې مشري په داسې حال کې په غاړه واخلي چې طالبان تر ډیره بریده د مالي سرچینو له کمښت سره مخامخ دي. د نوموړي ازادي چې تر دې مهاله ځنډیدلې وه او د دوحې په خبرو او له هغه وروسته د طالبانو مشرانو له بیا بیا ټینګار سره نوموړی په زندان کې ساتل شوی و، احتمال لري چې زیاتې معاملې ترسره شوې وي او طالبانو په ظاهر کې یوازې یو امریکايي زنداني له زندانه ازاد کړی وي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خبرو کولای شو استنباط وکړو چې دا تبادله د سترو هوکړو یوه برخه ده. ایا طالبانو په سیمه ییزو لوبو په ځانګړي ډول هغو پیښو کې چې احتمال لري په منځنۍ اسیا کې رامنځته شي او پر هغو ځواکونو چې نړیوال ترهګر بلل کېږي د امریکا د څارنې له پاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وي؟ دا هر څه به راتلونکی وخت په ډاګه کړي؛ خو له هغې ورځې چې د دوحې هوکړه لیک له پټو ضمیمو سره یوځای لاسلیک شو، بیا تر هغه چې طالبانو ته د افغانستان اداره وسپارل شوه، کابل ته په اوونۍ کې د ډالرو کڅوړو راتګ، د القاعدې مشر ایمن الظواهري تر وژلو او حقانیانو ته د زیان نه اړولو او اوس د نشه یي توکو د ستر قاچاقبر له بنده ازادیدل، کولای شو د امریکا او طالبانو ترمنځ د متقابلې همکارۍ لړۍ وبولو. له دې سره جوخت دا هم یو واقعیت دی چې په امریکا او نړۍ کې عامه ذهنیت له طالب سره همکاري او د هغه د ادارې په رسمیت پېژندلو خلاف دی او د سیمې او نړۍ د لوبغاړو ترمنځ د طالبانو په ولکه کې راوستلو پر سره سیالي هم لا پای ته نه ده رسیدلې.
ددې معاملو پایله د طالبانو او امریکا له پاره چې هر څه وي، زموږ د خلکو له پاره دا پیغام لري چې نړۍ د زاریو او ترحم ځای نه ده. له ترهګرۍ خلاصون، د نشه یي توکو د قاچاق او تولید په مرکز دهېواد بدلیدل، د ښوونځیو د دروازو پرانستل، او د یوه مسوول دولت جوړېدل د خلکو دنده ده، نه د نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د دموکراسۍ او دولت جوړونې د ملاتړ په اړه خبرې کوي. یوازې زموږ هیواد د وږو، له یاده وتلو او د قاچاق، جګړې او سخت دریځۍ د قربانیانو نه دی، هر ملت چې بیچاره شي او د اداري چارو او له خپلو حقونو د دفاع توان له لاسه ورکړي، ډیری هېوادونه، ان هغه هېوادونه چې د دموکراسۍ اوږده مخینه لري، له بې دفاع خاورې د افتونو د یوه انبار او د سیاسي او اقتصادي خونړیو لوبو د ډګر په توګه کار اخلي.
د ترهګرۍ، زورواکۍ، تریاک، قاچاق کړیو او له پخوا زیاته لوږه له یو بل سره غوټه شوي او د ازادۍ غوښتنې مسوولیت لا هم دروند شوی دی.