د بې پولې ډاکټرانو سازمان په هلمند کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړ

۸صبح، کابل: د بې پولې ډاکټرانو سازمان، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې، د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ورکوي او وایي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې پخپلو روغتیایي مرکزونو کې، تر زرو زیاتو ماشومانو درملنه کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان، د چهارشنبې په ورځ، (غوايي په ۲۷مه)، په يولړ ټوېټونو کې، د هلمند په مرکز کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان لیکلي: «په تېرو څلورو میاشتو کې مو د تغذیې له لارې پخپلو مرکزونو کې، د ۱۰۰۶ ماشومانو درملنه کړې، چې دا د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په پرتله پخپل وارسره، ۳۲.۶ او ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی ښیي»
د بې پولې ډاکټرانو په وینا، هغه ستونزې چې افغانان خپلو کورونو ته نږدې په ښو سرچينو سره، د روغتیایي اسانتیاوو په موندلو کې ورسره مخ دي، د سخت اقتصادي ناورين له امله لا پسې زیاتېږي.
په ټویټ کې راغلي: «ډیری افغانان د لومړنیو خوراکي توکو د ترلاسه کولو په برخه کې، له ستونزو سره مخ دي، روغتون ته د تګ د ټرانسپورټ لګښتونه خو پرځای پریږده.»
د بې پولې ډاکټرانو سازمان، په هلمند کې له نړیوالو مرستندویه موسسو او د طالبانو له ځايي چارواکو غوښتي، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر روغتیايي بنسټونو د خوارځواکۍ او د مخنیوي وړ ناروغیو له امله، د ماشومانو د مړینې د پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی و.