د دوحې ناسته؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو د فشار په لټه دی
لیکوالک: امین کاوه

طالبانو نږدې مېاشت وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پر ښځینه همکارانو کار بندیز ولګاوه. د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د یوه پرېکړه په صادرولو، د طالبانو دغه کړنه وغندله. سره له دې چې د ملګرو ملتونو سازمان په ځلونو له طالبانو وغوښتل، چې په دې برخه کې بیاځلي کتنه وکړي، خو طالبان دا پرېکړه کورنۍ موضوع ګڼلې او د ملګرو ملتونو له سازمانه یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازولۍ په دې برخه کې د بېړنیو برنامو د پيل په موخه د روان کال د مۍ تر پینځمې د یو لړ عملیاتو د څېړنې ورکړی دی. د دغه بنسټ چارواکو ویلي اړ دي، چې د افغانستان اړمنو خلکو ته د خدمتونو او د ملګرو ملتونو د سازمان د اصولو له منځه، یو وټاکي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي روانه اونۍ په دوحه کې د هغې ناستې کوربه دی چې پکې به د هېوادونو له ځانګړو استازو سره په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدو او دغه راز له طالبانو سره د تعامل په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وکړي. ویل کیږي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به په دې ناسته کې داسې لارې چارې ولټوي ترڅو پر طالبانو فشار راوړي. هېوادوال بیا د ملګرو ملتونو د سازمان دا کړنه طالبانو ته کریډیت ورکول بولي . دوی په دې اړه په نړیواله کچه اعتراضونه کړي دي.هغوی له ملګرو ملتونو غواړي څو طالبانو ته په عادي سترګه ونه ګوري.
دا ناسته چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوشنبې په مازیګر د غوايي په ۱۱مه، جوړیږي، پکې به د مرستندویه سازمانونو او د افغانستان په چارو کې د ښکېلو هېوادونو څه باندې ۲۵ استازي ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د دې ناستې په دویمه ورځ په افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستو د رسونې او د حل لارو د موندلو په اړه د ګډو هڅو په هکله، وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي د یوه ټویټ په خپرولو، د دې ناستې موضوع «مهمه» بللې ده. هغه لیکلي دي: « بشري مرستو ته د افغانستان د میلیونونو وګړو لاسرسي لپاره، د ښځو د کار پروړاندې د ټولو خنډونو لیرې کول، مهم دي. د افغانستان وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ښځو حضور اساسي موخه ده.»
په ورته مهال، بهرنیو رسنیو راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به په دې ناسته کې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو رسونې د عملیاتو د بیا څېړنې په اړه خبرې کوي. د فرانسې «فرانس ۲۴» تلویزیوني شبکې د ملګرو ملتونو د سازمان د دیپلوماټانو له خولې راپور ورکړی دی چې ښاغلی ګوتریش پر طالبانو د فشار راوړلو د لارو چارو په لټه کې دی. ویل کیږي چې ښاغلی ګوتریش او دغه راز د ۲۵ هېوادونو استازي د ښځو د کار د مخنیوي او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د حضور د دوام په اړه به بحث او خبرې وکړي.
ملګرو ملتونو تردې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د یوې پایدارې حل لارې لپاره د ګډو موخو په اړه نړیوال تعامل، د دې ناستې له مهمو موخو څخه دی. یاد سازمان په ځلونو ټینګار کړی چې د ښځینه مرستندویه رسوونکو د کار محدودیت، افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتونو په برخه کې نه جبرانېدونکی زیان اړولی دی. د دغه سازمان د چارواکو د څرګندونو پربنسټ، په داسې یوه هېواد کې چې میلیونونه کسان یې د لوږې او قحطۍ په یو قدمۍ کې دي، د ښځینه مرسته رسوونکو حضور، اړین دی.
سربېره پردې، په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ناستې په درشل کې، د نړۍ په کچه د افغانستان بېلابېلو ټولنیزو ډلو د پراخو لاریونونو پرلاره اچولو، د طالبانو پر وړاندې د جدي اقداماتو او دغه راز د محدودیتونو د لګولو غوښتنه کړې ده. یو شمېر ښځو او نجونو او د بشري حقونو فعالینو، وروسته له هغې د دوحې د ناستې پر وړاندې اعتراض وکړ، چې د امریکا پرنیستون پوهنتون کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد، د طالبانو د رسمیت پېژندنې د احتمال په اړه خبرې وکړې.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یوشمېر سیاسي او مدني فعالینو د یکشنبې په ورځ د غوايي په ۱۰مه، سړکونو ته راووتل او د بېلابېلو پرېکړه لیکونو په صادرولو سره یې وویل چې ملګري ملتونه باید د طالبانو رسمیت پېژندنې ته لابي ګري ونه کړي. یو شمېر افغانې معترضې ښځې او نجونې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوالې شوې دي، تېره ورځ د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې، له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره نکړي.
اعتراض کوونکو د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې وویل: « نړیوال په دې باور وو چې یادې ډلې بدلون کړی او اصلاح شوي، خو داسې ونه شول، طالبان نه یوازې اصلاح شوي نه دي؛ بلکې له بیا واک تر رسېدو وروسته یې وېرونکي بشري جنایتونه کړي او د دغې نړیوالې او سیمه ییزې ترهګرې ډلې بشري جنایتونه دوام لري.» هغوی « د طالبانو په رسمیت پېژندل، د افغانستان له خلکو سره جنایت دی» « د قطر دفتر دې وتړل شي» « د افغانستان خلک د طالبانو د ظلم او جنایتونو له امله ځورېدلي دي» « د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړئ» د شعارونو په ورکولو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو رسمیت پېژندنې ته دې زمینه نه برابروي.
یادو معترضو ښځو په خپل پرېکړه لیک کې د بشري حقونو پر ملاتړو بنسټونو هم نیوکه کړې ده. د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي دي: « د بشري حقونو نړیوال سازمانونو په تېره د ملګرو ملتونو سازمان اخلاقي مسوولیت درلود چې د طالبانو یاد جنایتونه یې باید غندلي وای؛ خو له بده مرغه چې ټولو نړیوالو بنسټونو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو سازمان چوپتیا غوره کړې ده. دا دی د نړۍ یو شمېر هېوادونه هڅه کوي څو د دغې ظالمې او خونړۍ ډلې ملاتړ او د رسمیت پېژندلو لابي ګري وکړي.»
د دغو کډوالو په پرېکړه کې ټینګار شوی دی:« طالبانو ته مشروعیت ورکول په اصل کې نسل وژنې، د بشریت پر وړاندې جنایت او ښکاره جنسیتي تبعیض ته مشروعیت ورکول دي چې د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.» په دغه پرېکړه لیک کې له سیاستوالو غوښتل شوي څو خپل اختلافونه یوې خوا ته پرېږدي او د طالبانو پر وړاندې واحد دریځ غوره کړي. په پاکستان کې د افغانستان پر کډوالو سربېره، په امریکا، آسترالیا، آلمان، برازیل، سویس، فرانسې، یونان او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې مېشتو هېوادوالو د لاریونونو په ترڅ کې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې جدي چلند وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان له یوه چارواکي سره په لیدنه کې، له هغه غوښتي چې د دوحې په ناسته کې د هغوی د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړي.
په ورته مهال، د دوحې له ناستې سره د مخالفت په دوام، یو شمېر سیاستوال او د پخواني دولت چارواکي، د دوحې ناستې ته د شک په سترګه ګوري. دغو سیاستوالو د یوې اعلامیې په صادرولو، دغه ناسته یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د هڅو پیل بللې ده. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د طالبانو د غندلو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د ۲۶۸۱ ګڼه پرېکړه لیک څخه هرکلی کړی دی. د دې شورا په اعلامیه کې راغلي دي: « تمه ده چې د قطر ناسته، طالبانو ته د رسمیت پېژندنې د حل لارو پر ځای، سولې ته د افغانستان د لاسرسي لپاره حل لارې ولټوي او په دې برخه کې د افغانستان د خلکو ګټې او د ګونډونو او د طالبانو مخالف سیاسي جریانونو لیدلوری په نظر کې ونیسي.»
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا ویلي دي چې « د طالبانو د رسمیت پېژندنې حل لارو ته د رسېدنې په موخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد څرګندونې نه یوازې د افغانستان خلک له روحي پلوه وځورول؛ بلکې دایې په ډاګه کړه چې نوموړې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه دقیق معلومات نه لري.»
د دوحې د ناستې په اړه د پراخو نیوکو سره-سره د ملګرو ملتونو د سازمان ویاندویانو ټینګار کړی چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع د دوحې د ناستې اصلي موضوع نه ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک د جمعې په ورځ په خپل اونیز خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې ښاغلي ګوتریش دوحې ناسته کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه ده ورکړې.