د دوحې مذاکرات او د یو بل په وړاندې شرطونه
ژباړه: م. ظ. صمیم

د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو دوهم پړاو، له پیلېدو دمخه، له بندون سره مخامخ شو. له دولت سره د خبرو د دوام لپاره د طالبانو شرطونه ددغه بندون اصلي لامل ؤ. د مذاکراتو دوهم پړاو چې د سلواغې په شپاړسمه نېټه پیل شوی ؤ، پرته له دې چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي جدي بحثونه پیل کړي، په نه اعلان شوې توګه، دا د خبرو دا لړۍ ودرول شوه. خو له اوږده ځنډ وروسته، د کب په څلورمه نېټه، د دواړو لوریو د مرکچي پلاویو د مشرانو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
دولت او طالبان د یو بل لپاره یو لړ شرطونه لري. دا شرطونه د طالبانو په لوري کې درانه دي. له درېیو شرطونو دوه یې د امریکا او طالبانو په موافقه لیک کې په روښانه توګه جوت شوي دي. یو شرط یې د دولت له بنده د اوه زره بندیانو خوشي کول دي. د طالبانو بل شرط پر دغې ډلې او غړو یې د ټولو بندیزونو لیرې کول دي. د طالبانو له خوا دا دوه شرطونه، د تېر کال د کب میاشتې په هوکړه لیک کې، د افغانستان او امریکا دولتونو ته د مذاکراتو د دوام لپاره اېښودل شوي دي.
دغې ډلې له واکه د ولسمشر محمد اشرف غني، د ګوښه کېدو غوښتنه هم مطرح کړې ده. له افغانستانه بهر، تراوسه روسي چارواکو له دې لیدلوري- په یو ډول سره- ملاتړ کړی دی! دننه په افغانستان کې، ځینې ګوندونه او څېرې هم ددغه نظر ملاتړي دي. خو ولسمشر غني په کلکه له دې نظر سره خپل مخالفت څرګند کړ.
بل لوري ته افغان دولت د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او بشپړ اوربند غوښتونکی دی. د دولت مرکچي پلاوي اوربند په مذاکراتو کې د بحث لپاره د وړاندیز شویو موضوعګانو په سر کې، راوستی دی.
دغه پلاوي له دې مخکې وېلي و چې هڅه کوي پر نورو مسلو له بحث مخکې، طالبانو ډله د اوربند پر سر هوکړې ته اړ کړي. دا په داسې حال کې دی چې طالبان نه یوازې پر اوربند بحث ته چمتو نه دي؛ بلکې د تاوتریخوالي د کمښت وړاندیز منلو ته هم نه دي حاضر شوي.
د خبرو د دوام لپاره د طالبانو دوه شرطونه چې بنسټ یې د امریکې- طالبانو خپلمنځي موافقه ده، هم عملي نه دي. افغان دولت وايي له دې امله چې د موافقې لوری نه و، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې رعایتولو ته ژمن نه دی. له دې امله به اوه زره طالب بندیان د سولې له موافقې او پر اوربند له هوکړې مخکې خوشي نه کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو د څه د پاسه پنځو میاشتو په تېرېدو سره، د طالبانو په اقداماتو کې هیله بښوونکی پرمختګ نه لیدل کېږي. دا ډله نه یوازې له دولت سره معنا لرونکو خبرو ته نه ده حاضره شوې، بلکې تاوتریخوالي ته یې هماغه شان دوام ورکړی.
لکه څنګه چې لیدل کېږي د دولت او طالبانو د دریځونو ترمنځ واټن، له یوې خوا او د امریکا او طالبانو د طمعو ترمنځ واټن، له بلې خوا ډېر زیات دی. له دې امله چې د دواړو لوریو ترمنځ متقابل باور نه دی رامنځته شوی او هر لوری یوه بل ته د شک په سترګه ګوري، نو ددغه واټن کمول اړین کار برېښي. خو د خبرو لپاره د دولت او طالبانو لیوالتیا تراوسه پر خپل ځای ده، دواړه لوري ټینګار لري چې مذاکرات د روانې جګړې د پای ته رسولو اغېزمنه حل لاره ده.