د کور زمریان او د صحرا ګیدړان
لیکنه: سپین ګل

طالبان د پښتو متل په مصداق« د کور زمریان او د صحرا ګیدړان» ګرځیدلي دي. له افغانانو او بهرنیانو سره د دوی چلند ۱۸۰ درجې د یو بل خلاف دی. په تېره دوه کلنه واکمنۍ کې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو چلند تل داسې و، چې ځانونه یې اتلان، فاتحان، د دین او وطن ژغورونکي، د ۴۲ هېوادونو ماتونکي، د خدای او رسول استازي، له هر ډول فساد، خیانت، وحشت، ظلم او ناپاکیو بشپړ پاک ښودلي دي.
برعکس، له خپلې ډلې د باندې افغانانو په اړه یې دریځ له سپکاوي ډک و. هغوی ته یې د اهانت په بېلابېلو کټه ګوریو کې ځای ورکړی، څوک یې خاین او وطن فروش، څوک یې اجنبي غلام، څوک یې له دین او وطن سره بې تفاوته، څوک په عقیدوي او نفسي لحاظ ضعیفه او په مجموع کې یې ټول غیر طالبان د غیر افغانانو، غلامانو، بې غیرتو او بې ارزښتو په تله تللي دي.
تر دې، چې تېره اونۍ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه مقام مولوي عبدالحق حماد، چې د یوه نرم او هوښیار طالب مقام په توګه تبلیغیږي، د یو شمېر بهر مېشتو افغان هنرمندانو د هېواد ته راتلو د احتمالي وضعیت په اړه په اخطاریه انداز وویل: هغوی هېواد ته راتلی شي او ژوند پکې کولای شي، خو نه په غرور او هسکو سترګو، بلکې په ټيټو سترګو به دلته زموږ د قوانینو او اطاعت په کولو سره ژوند کوي.
د بهرنیانو پر وړاندې بیا د طالبانو دریځ تل له تضرع، مظلومیت، صمیمیت، نرمښت او ځان هر ډول جوړجاړي ته له چمتو ښودلو ډک و.
د افغانانو او بهرنیانو پر وړاندې د طالبانو چال چلند که د دوی د ویناوو، لیدنو، عکسونو او بل هر اړخ څخه وارزول شي، همدا توپيرونه پکې روښانه ځلیږي.
جالبه او په عین حال کې افغانانو ته دردونکې دا ده، چې لږ ترلږه د دوی د وطنوالو په توګه خپله طالبان هم له هېواده بهر او د بهرنیانو پر وړاندې حد اقل د با عزته او د پام وړ انسانانو حیثیت نه لري.
دا که څه هم خپله د طالبانو د خپل عمل پایله ده، خو د افغانستان په نوم له بهرنیانو سره مخامخیدل او ورسره کیدونکی چلند طبعاً د افغانستان عزت او حیثیت ته صدمه رسولې ده.
د طالبانو د هېواد دننه چلند او ورسره د بهرنیانو د شوي چلند په اړه داسې ګڼ موارد شته، چې وروستنی یې ښایي په سعودي عربستان کې د دوی لوړپوړو مشرانو سره د کوربه هېواد له ذلته ډک چلند و.
د طالبانو دغه مشران سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي وو. ویل کیږي، چې په دوی کې تر ټولو لوړپوړی طالب مقام د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي و.
د حنفي ترڅنګ، د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب، چې د طالبانو په پاشلي تحریک کې یې خپل پلویان« یوسفی مخی» بولي، هم شامل و.
د حج مراسمو پر مهال که څه هم طالبانو ډېره هڅه کړې وه، چې د خپلو څارونکو کسانو په وسیله حج کوونکي افغانان وڅاري، خو له دې ټولو سره یو شمېر افغان حج کوونکو د عرفات غونډۍ په بېلابېلو څنډو کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ پورته او حتا د خدای په کور کې، چې طالبان یې ځان د نړۍ پر مخ تر ټولو غوره استازي بولي، د دوی بیرغ او ادعاوې رد کړې.
د حج د مراسمو په څنډه کې، سعودي عربستان د خپل همېشیني دیپلوماتیک عرف له مخې دغو مراسمو ته د بېلابېلو هېوادونو راغلو چارواکو ته یوه مېلمستیا برابره کړې وه، چې د طالبانو ځينې چارواکي هم ورته په لاره موندلو بریالي شوي وو.
د دغو مراسمو د عکسونو په حاشیو کې ملا عبدالسلام حنفي او ملا یعقوب لیدل کیږي، چې په افغانستان کې د حضور خلاف یې سرونه ځوړند او خواشیني بریښي.
که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له کندهار څخه د روغبړ د یوه عکس په خپرولو ادعا وکړه، چې د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب د سعودی عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي، خو ژر روښانه شوه، چې ملا یعقوب د بن سلمان په ځانګړي ملاقات نه؛ بلکې د هغه په لویه مېلمستیا کې په ګډون لرلو بریالی شوی.
د ذبیح الله مجاهد د ټویټ لږ وخت نه و تېر، چې په ټولنیزو رسنیو کې د سعودي عربستان د یادې مېلمستیا ویډیوګانې خپرې او روښانه شوه، چې د طالبانو ویاند بشپړ دروغ ویلي دي.
د دې ترڅنګ وموندل شوه، چې د طالبانو د نا مشروع رژیم د رئیس الوزرا مرستیال ملا حنفي هم د یوه نابللي مېلمه په توګه د دغو لویو مراسمو د څووم کتار په یوه څنډه کې ځوړند سر ناست دی.
یادې مېلمستیا ته، د طالب چارواکو بلل که احیاناً د کوربه هېواد پریکړه هم وه، په دیپلوماتیک لحاظ یې د اسلامي نړۍ د مشرانو مخکې ور وښوده، چې له خپلو خلکو سره د وحشیانه او جابرانه چلند پایله انزوا، بې حرمتي او بې حیثیتي ده.
طالبان فکر کوي، چې د اړیکو او ټیکنالوژۍ په دې دور کې به هم خلک په دروغو وغولولی شي، خو واقعیت دا دی، چې د دروغو عمر اوس تر بل هر وخت لنډ دی او ویونکي یې ژر خجالته او شرمنده کیږي.
دا ډله، چې ښایي له بیا- بیا رسوایۍ وروسته کله د خپلو دروغو لپاره هم د قرآني توجیهاتو هڅه وکړي، له کړنو او پرله پسې افراطي دریځونو یې ښکاري، چې د ترکستان په لار موندلو لا نه دي بریالي شوي.
طالبان باور لري، چې په هېواد دننه د خلکو شکنجه، نیول، وژل، د اساسي حقونو او ازادیو نقض، وېره او وحشت خپرول او بشپړ استبداد به یې په استخباراتي معاملو کې د احیا شوې واکمنۍ ریښې مظبوطې او نړۍ به یې په رسمیت پېژندلو ته مجبوره کړي.
خو واقعیت دا دی، چې نه یې دا کړنې په هېواد کې پایله او ګټه لري او نه نړیوال د دغې غیر طبیعي پدیدې په رسمیت پېژندلو ته چمتو کیږي.
طالبان که په کور دننه د زمري توب د بې ځایه او غیر واقعي تمثیل پرځای د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره ملت ته مراجعه وکړي او د ملي ډیالوګ له ژر پيل سره د یوه قانونمند او منتخب نظام رامنځته کیدو ته غاړه کیږي، کیدای شي د جوړیدونکي نظام د یوې ټاکل شوې برخې په توګه هم په هېواد کې دننه او هم له هېواده بهر د زمري توب دریځ خپل کړای شي.
که داسې ونه کړي نه به یې په کور کې غیر طبیعي زمري توب، چې ناڅاپه یې د خلکو سترګو ته خاورې وشیندل او د زمریانو جامې یې واغوستې دوام وکړي او نه به د باندې لږ تر لږه د ګیدړانو دغه نقش لوبولو ته فرصت ولري.