ډان ورځپاڼه: کابل کې د سولې خبرواترو پاکستاني طالبان «لا زړور» کړي دي

۸صبح، کابل: ډان پاکستاني ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې کابل کې د طالبانو په کوربتوب د پاکستاني طالبانو تحریک او د دغه هېواد د دولت ترمنځ د سولې خبرواترو، د پاکستاني طالبانو تحریک «لا زړور» کړی دی.

دغې ورځپاڼې یکشنبه د لیندۍ پر شلمه د یوه راپور په خپرولو لیکلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک له لنډمهاله اوربند څخه د بیا پیاوړي کېدو او تاوتریخوالي لپاره ګټه اخیستې ده.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک سولې ته لېوالتیا نه لري او غواړي اسلام‌اباد ورته تسلیم شي.

ډان د امریکا له دریځ څخه، چې اجازه به ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکارول شي هرکلی کړی او هغه یې مثبته نښه بللې ده.

د ویلو ده، چې د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د دولت ترڅنګ د سولې خبرې‌اترې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب کابل کې ترسره شوې دي.

دواړو لوریو د روان کال په غبرګولي میاشت کې کابل کې له څو میاشتو خبرواترو وروسته پر اوربند هوکړه وکړه او ډېره موده ونه‌شوه، چې پاکستاني طالبانو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه بیا پیل کړل.

ورته لیکنې

Back to top button