دونالډ ترامپ: طالبانو ۷۰۰۰۰۰ میله امریکايي وسلې ترلاسه کړي دي

۸صبح، کابل: د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، اووه‌سوه زره میله امریکایې وسلې ترلاسه کړې دي.

آی‌بي‌تي‌ نن سه شنبه (غویې۵مه)، راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دا خبره د فاکس نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړی ده.

ترامپ ویلي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه چې د امریکا له خوا په وسلو سمبال شوي و، یوازې څلویښت زره وسلو ته اړتیا درلوده؛ خو له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو په پای کې، پخوانیو افغان پوځیانو ۷۰۰ زره امریکايي وسلې په خپل واک کې درلودې.

د امریکا پخواني ولسمشر همدا راز ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان پخواني حکومت ته د موټرو، الوتکو او توپونو په ګډون، د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات ورکړي دي.

دونالډ ترامپ طالبانو ته په اشارې سره وویل: «هغوي پاتې نورې وسلې خرڅوي او شتمنۍ ټولوي. موږ دغه وسایل هلته پرېښودل.»

هغه په افغانستان کې د امريکا د پاتې وسايلو پر راګرځولو په ټينګار سره وويل: «زه هر مېخ غواړم، هر پیچ غواړم، هر بولټ او نټ غواړم، هغه لويې خېمې غواړم. زه هغه ټول غواړم.»

ترامپ، په داسې وخت کې د طالبانو لخوا د امریکايي وسلو د خرڅلاو خبره کوي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني په دې وروستیو کې، د اختر په مناسبت پخپل پیغام کې ویلي و چې د طالبانو مشران د وسلو په قاچاق سره، شتمن شوي دي.

Back to top button