په افغانستان کې مرسته کوونکي اړ دي چې طالبانو ته باج ورکړي

۸صبح، کابل: امریکایی رسنیو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا په پیسو تمویلیدونکې نادولتي موسسو مرستندویه کارکونکي، طالبانو باج ورکولو ته اړ کیږی.

سي بي ایس نیوز د جمعې په ورځ (غویې ۱) د نړیوالو مرستندویه موسسو د کارکوونکو په حواله راپور ورکړ چې که طالبانو ته مرستې ور نه کړي؛ نو دوی به له کار کولو منع شي.

د یوې مرستندویه موسسې یوه کارکوونکې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی افشا شوی، وویل: «موږ د طالبانو د هغو قومندانانو د کورنیو، واليانو او نورو کسان چې ځانګړي خدمات رانه غواړي، په خاصه توګه ورته خدمت کوو. یو وخت مونږ د یوې مرستندویه ادارې سره فرعي تړون درلود، د طالبانو یو والي راته وویل: چې ۱۵ سلنه مرستې باید د هغه ساتونکو او نورو طالبانو ته ورکړل شي، اوس دا عادي خبره ده چې لومړی د طالبانو او وروسته د ملکي وګړو خدمت وشي.

حمید خان د مرستندویه موسسو یو بل کارکوونکی دی، چې موسسې یې د نړیوال خوراکي پروګرام فرعي قرارداد ترلاسه کړی، هغه وویل چې د طالبانو مداخلې، د دې موسسې کار ډیر ستونزمن کړی دی.

دغه مرستندويه کارکوونکې وويل: “هغه خلک چې دغو مرستو ته تر ټولو زيات اړتيا لري، امیدوارې مېرمن، يتيمان، کونډې او نور اړمن کسان دي، خو طالبان هم د خپلو غوره شويو کسانو نوملړ چمتو کوي. که موږ لومړی دوی سره مرسته ونه کړو، موږ له کار کولو منعه کېږو، او د نادولتي موسسو د عمومي کار د مخنیوي لپاره به لسګونه بهانې رامینځته شي، او نور خلک به هم هغه مرستې ترلاسه نکړي چې دوی ورته اړتیا لري.»

د راپور معلومات په ډاګه کوي چې طالبان په مستقیمه توګه د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو سره اړیکه نه لري او پر هغو مرستندویه موسسو فشار راوړي چې د بشري مرستو رسولو قرارداد لري.

ویل کیږي، چې طالبانو له مرستندویه موسسو غوښتي، چې د ځانمرګو بریدګرو او د هغوی د ټپي شویو جنګیالیو له کورنیو سره چې د کار وس نه لري، مرستې وکړي او دې غوښتنو موسسې له سخت حالت سره مخ کړې دي.

دا راپور په داسې حال کې نشر شوی، چې پرون په بامیانو کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې طالبان په ازاد بازار کې، مرستندویه توکي پلوري.

تر دې مخکې هم څو ځلې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري مرستو په وېش کې، د حیف او میل او د هغوی خپلوانو ته د مرستو ورکولو راپورونه ورکړل شوي دي.

تېره اونۍ هم د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي و چې د دې تضمین نه شي کولی چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې به طالبانو ته نه رسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button