مه کوه په ما، وبه شي په تا

لیکنه:اتل سالار هاشمي

(یادونه: دغه سرلیک د پښتو یو متل دی، هغه مهال ویل کېږي، چې کله یو څوک د خپلو کړنو د حساب ور کولو په درشل کې ودرېږي، لکه نن چې طالبان ولاړ دي!)

غالباً د ۲۰۰۵زېږدیز کال و، یوه ورځ مې د بي بي سي راډیو اورېده. هغه وخت ځیرک ټلیفونونه نه و، د خبر رسولو تر ټولو چټکه وسیله راډیو وه. بي بي سي د خبرونو په سرټکو کې یادونه وکړه، چې کندهار کې یوه برید د کابل د پولیسو مشر (محمداکرم خاکریزوال) وژلی دی. په تفصیلي را پور کې معلومه شوه، چې نوموړی کس د کندهار د یوه دیني عالم (مولوي فیاض) فاتحې ته ورغلی و، چې د طالبانو له لورې جومات کې، د فاتحې پر مراسمو ځانمرګی برید وشو او د محمد اکرم خاریزوال په شمول يې ګڼ نور کسان هم ووژل.

د سیاسي قدرت لپاره جنګي مبارزه کې، د ځانمرګو بریدونو بدعت دلته لومړی طالبانو وکړ، د احمدشاه مسعود لپاره يې د القاعده (خپلې ملاتړې او همفکره ترهګرې ډلې) دوه کسان، د خبریالانو په جامه کې ولېږل، چې د مرکې په بهانه يې، احمد شاه مسعود وواژه.

تر هغه وروسته چې د طالبانو واکمني چپه شوه، دوی لومړی سره تیت و پرک شول، بیا له ۲۰۰۳ زېږدیز کال څخه چې دوی په مقاومت لاس پورې کړ، نورو کرغېړنو اعمالو -په دیني لحاظ بدعتونو- ته یې هم لاس واچاوه.

طالبانو خپل مخالف کسان په هر حال کې، او په هره وسیله وژل! دوی څو پلا ځينې حکومتي کسان د لمانځه پر مهال ووژل. فاتحه کې يې بریدونه وکړل. جومات کې دننه يې د وعظ پر وخت د جومات ملا امام وژلی دی. د جنازې پر مراسمو يې ځانمرګي کړي دي. د ورا پر کاروان يې برید کړی دی. له یوه کس سره يې د هغه ښځې او ماشومان هم په نښه کړي دي؛ لکه د هلمند (دادو قومندان) سره چې يې کورنۍ ووژله! زیارتونو کې يې چاودنې د خپل هدف لپاره کړې دي او داسې نور ډېر هغه څه چې د جنګي قوانینو له مخې جنګي جرمونه بلل کېږي.

د جنګ په میدان کې له جنګي قوانینو سرغړونه او هيڅ ډول اخلاقیاتو ته پام نه کول، د طالبي جنګ ستر بدعت و. دوی د جنګ پر مهال هيڅ داسې ارزښت پرېنښود، چې مخالف د هغه په وسیله کولو له طالبانو څخه د رحم او کرم غوښتنه وکړي، ټول ارزښتونه يې په همدې لار کې قرباني کړل.

جومات د مسلمانانو په ټولنه کې تر ټولو مقدس او خوندي ځای وي. تعلیمي مرکزونه، چې زیاتره ماشومان او معلمان په کې درس او تدریس کوي، له هر ډول زیان رسوونکو اعمالو څخه خوندي وو. مدرسه د دیني تعلیم د یوه مرکز په توګه سپېڅلې وه. ملاامام او دیني عالمان په ټولنه کې محترم ول. د لمانځه مهال یو چا ته زیان رسونکی او حتا د هغه په لمانځه کې خطا ایستونکی، شیطان بلل کېدی! حدیث کې حتا له دې لا هم منعه راغلې ده، چې یو څوک لمونځ کوي او بل يې ترمخ په تېرېدو سره، د هغه تمرکز خراب کړي، نو زیان رسول یا وژل به يې په اسلام کې څومره لوی جرم وي؟!

اما دغه ټول ارزښتونه طالبانو په دې پلمه سپک کړل، چې د همدې ارزښتونو لپاره جنګېږي؟ د جومات د خونديتابه لپاره جنګېدونکي طالب، لومړی د جومات حرمت ختم کړ. د ملا په جامه کې جنګېدونکي تر بل هر چا اول ملا وواژه! پر لمانځه امر کوونکي طالب، د خپل وطن خلک په جومات کې، د لمانځه ادا کولو مهال ووژل! منبر يې د خپل هدف لپاره وسیله کړ. د قران کریم رییل يې استعمال کړ، د واعظ لپاره ولاړ اسپيکر هم ترې خوندي پاته نه شو.

په دې ټولو کارونو طالب ویاړ کاوه، چې ډېر ښه اختراعات مې کړي دي. دښمن ته مې ستر خنډ جوړ کړی دی او هيڅ ځای را څخه خوندي نه دی! دا سمه ده چې دولت ته يې په دې بې‌باکه کارونو سره، خنډونه ایجادول. دولت له دې لارې ستر زیانونه ولیدل. اما نن چې د هماغه دولت پر ځای طالب واکمن دی، ټول هغه تکتیکونه دده خلاف استفاده کېږي، چې په تېر دوه لسیزې جنګ کې، طالبانو پنځولي او استفاده کړي وو.

دلته د پښتنو هغه متل انسان ته ور یادېږي چې «مه کوه په ما، وبه شي په تا!»، نن داعش کټ مټ هماغه تکتیک یا تر دې هم خونړی د طالب په مقابل کې کاروي. طالبانو فکر کاوه چې په ديني لحاظ تر دوی افراطي او د اسلامي نظام غوښتونکې ډله بله نه پيدا کېږي. لهذا په سیاسي میدان کې د دوی اسلامي تعبیر څوک نه شي چیلنجولای، له دې امله يې ښه په خلاص لاس داسې کارونه کول، چې هغه له اخلاقي او دیني پلوه د جواز هيڅ سند نه درلود، دوی ورته جوازونه ورکول او دوی ترې اخیستل.

د خدای له دین سره جفا کوونکو طالبانو ته ورځو کتل، د خپل کړي عمل سزا ورته انتظار وه، د خپلو کرلو د رېبلو وخت پر راته! نړۍ هغه وخت حیرانه شوه، چې کله په عراق او سوریه کې د (الدولة الاسلامية) په نوم یوه جنګي ډله را پيدا شوه. دا ډله ډېره ژره وغوړېده او خورا پراخ کسان يې د ځان لور ته ور مات کړل.

طالبانو د اختر منصور د مشرۍ په وخت کې، هغه مهال داعش ته د دوستۍ او له یو بل سره د همکارۍ لیک استولی و، چې لا يې زموږ هیواد کې، د نوک ځایولو موقع نه وه تر لاسه کړې! خو د داعش له لورې نه یوازې منفي ځواب ورته راغی؛ بلکې هغوی ورته ویلي و، چې تاسو او امریکایان دواړه مشرکان یاست، موږ چې څنګه د امریکا خلاف جهاد کو، همداسې به ستاسو مشرکانو خلاف هم جنګېږو، د مشرک او مومن مسلمان ترمنځ دوستي نه شي کېدلای!

له دې ورځې طالبانو د داعش دښمنۍ ته زړه ښه کړ او دا دښمني اوس تر پخوا ډېره خونړۍ مخته روانه ده.

څو ورځې ترمخه(۲۰۲۳زېږدیزکال د جون په ۸مه) کټ مټ هغه ډول پېښه د بدخشان مرکز فیض ابادکې وشوه، چې د ۲۰۰۵زېږدیزکال کې په کندهار کې شوې وه. د طالبانو د مرستیال والي (نثار احمد احمدي) فاتحې مراسم و، هغه همدا د فاتحې تر ورځې یوه ورځ وړاندې یوه بل برید کې، چې هغه هم داعش کړی و، ووژل شو. داعش په همدې ډول غوښتل چې د برید لپاره ښه ډېر کسان سره یو ځای کړي او بیا يې یو ځانمرګی ضایع نه شي! همدا وه، چې د فاتحې مراسمو ته ګڼ لوړ پوړي طالبان راغلل. داعش ته موقع په لاس ورغله او له هغه تکتیکه يې کار واخیست، چې د اختراع کريډيټ يې طالبان د سر په بیه هم چا ته نه ورکوي!

جومات کې فاتحه شروع ده. قرانکریمونه د خلکو لاس کې دي، لاسونه د دعا لپاره پورته لپه دي، خلک د یوه بل کس د ویر پر ټغر ناست دي، چې یو بل د جومات محافظ، د دین نافذونکی او ساتونکی، ځان ته ښه مسلمان ویونکی، پر دې ځمکه د خدای د استازو ځان حقیقي وارث ګڼونکی، له چاودېدونکو موادو سره راځي، همدلته د قرانکریم د تلاوت پر وخت، یا الله ته د دعا پر وخت، جومات کې د دین پر هغو سپينو کوترو طالبانو برید کوي، چې شل کاله يې له امریکا سره جهاد؟! کړی دی، في الحاله يې اسلامي نظام علی منهاج النبوت جاري کړی دی. او د دوی په اند مخالفت يې یوازې د دین دښمنان کولای شي، اما په عیني وخت کې یوه بله ډله را پاڅېږي، همدغه مجاهد؟! طالب، همدغه اسلامي نظام؟! همدغه ديني وراثت؟! او همدغه د طالب د جومات تقدس، ټول چیلنجوي! په یوه برید سره نه یوازې دا ټول ارزښتونه ور صفر کوي، چلیپا پر کاږي؛ بلکي ګڼ نور لوړ پوړي او ټيټ پوړي کسان يې هم ور پسې وژني، چې د دښمنۍ او انتقام دغه لړۍ نوره هم پسې تشدید کړي.

دغه برید کې بیا د طالبانو له خوا بغلان ته ټاکل شوی پخوانی امنیه قومندان (صفي الله یفتلي) وژلی شوی دی. ورسره خوا کې حاجي (اکرم خان) او د طالبانو یو بل سیمه ییز چارواکی (ضیاء الحق ابوذر) هم وژل شوي دي.

طالبانو د هیواد سوېيل کې دا کار کړی و. داعش يې شمال ختیځ کې وکړ، عیني غچ دی؛ خو دا د جمهوري دولت پر ځای، داعش واخیست! داعش؛ هغه ځواک چې جمهوریت او ولسواکۍ سره له بیخه وران او دښمن دی، هغه دا برید وکړ. داعش کټ مټ طالب په څېر د اسلامي خلافت دعو لري خو ښه وګورئ: جومات دی، فاتحه وه، امنیه قومندان ناست دی او ځانمرګی برید يې وژني!

له دې پېښو څخه باید عبرت واخیستل شي. طالبانو ته په کار ده، چې د ملت او هیواد دښمني خوشې کړي! بیا دغه ځمکه د جنګ ډګر نه کړي، د واک انحصار پرېږدي، ملت ته رجوع وکړي، له نړۍ سره سرټمبګي خوشې کړي او له تېر تاریخ څخه زده کړه وکړي، هسې نه بیا تاریخ په عاجل ډول پرې را تکرار شي!

ورته لیکنې

Back to top button