په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدو له امله، په لسګونه د تېلو او ګازو ټانکر وسوځېدل

م. ظریف صمیم

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه په اسلام کلا ګمرک کې د یوه ټانکر د اور اخیستو له امله رامنځته شوه چې په پایله کې یې په لسګونه د تېلو او ګازو ټانکرونه وسوځېدل.
د هرات والي سید وحید قتالي رسنیو ته ويلي چې دا اور لګېدنه د شنبې په سهار پيل شوه او تر ماسخوتن پورې اور مړ نه شو.
هغه زیاته کړې چې د اور د وژلو لپاره یې له ایرانه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په هرات کې ددې اور د وژلو لپاره کافي امکانات نشته.

ورته لیکنې

Back to top button