د پولي تخنیک پوهنتون لسګونه زدهکړیالانو په درسي ټولګیو کې ګډون بند کړ

۸صبح، کابل: د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی یو شمېر محصلینو د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت پروړاندې اعتراض وکړ.
دغو محصلینو جمعه د مرغومي پر دویمه نېټه په یوه لیک کې د پولي تخنیک پوهنتون ریاست ته ویلي، چې د نجونو د زدهکړو پروړاندې د بندیز تر لیرې کېدو به درسي ټولګیو ته حاضر نه شي.
اعتراض کوونکو زدهکړیالانو ویلي، چې دغه اعتراضي خوځښت یې «د افغانستان د نجونو او ښځو پروړاندې د دوهګوني چلند او سیستماتیک ګوښه کولو» په تړاو په لار اچولی دی.
هغوی زیاته کړې، چې د نجونو پروړاندې د ټولو روزنیزو او ښوونیزو بنسټونو تر پرانیستل کېدو پورې درسي ټولګیو کې نه حاضرېږي.
طالبانو سه شنبه شپه د لیندي پر ۲۹ په یوه مکتوب کې افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت امر صادر کړ.
د طالبانو له دغه فرمان وروسته په هېواد کې دننه او بهر زیات اعتراضونه رامنځته شول چې تراوسه د پوهنتون لسګونه استادانو د اعتراض په ډول له خپلو دندو استعفا کړې ده.