ننګرهار کې موټر چلوونکي: طالبان د خپلو شخصي ګټو په موخه د نفتي موادو بیې زیاتوي

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره د واک پر ګدۍ کېناستل، د نورو خوراکي او غیرخوراکي توکو په څېر د نفتي موادو بیې هم وختلې، چې له امله یې ننګرهار کې ګڼ موټر چلوونکي بې روزګاره شوې دي.
ننګرهار کې موټر چلوونکي وایي، د طالبانو له راتګ سره سم د نفتي موادو په بیو کې بې مخینې توپیر راغلی؛ خو د میاشتو په تېرېدو سره سره یې د کنټرول په برخه کې د عمل هېڅ څرک نه لګېږي او یوازې دروغجنې ژمنې تازه کوي.
د تېلو بیو بې مخینې پورته والي موټر چلوونکو ته جدي اندېښنې پیدا کړي او خبرداری ورکوي، که د طالبانو حکومت د وضعیت د کنټرول لپاره مټې بډ نه وهي، افغانستان کې به د فقر، بې روزګارۍ او اقتصادي ناورین څپه لا پراخه شي.
شهزاده چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د کابل – جلال اباد پر لویه لار موټر چلوي وایي، د طالبانو په حکومت کې د تېلو بیې تر وروستي بریده لوړې شوې او ولسونه یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
دی زیاتوي، چې په تېرو شلو کلونو کې د تېلو په بیو کې په بې مخینې توګه لوړوالی راغلی. نوموړی د طالبانو حکومت پړ بولي او وايي، چې تر اوسه یې په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی او یوازې د ولس د دوکه کولو لپاره ژمنې تازه کوي.
شهزاده له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «زه له شلو کلونو راهیسې د کابل او جلال اباد لاین چلوم، وخت ناوخت د تېلو نرخونو کې قیمتي راغلې؛ خو د وخت حکومت یې د کنټرول لپاره د ولس غږ ته لبیک ویلی. د طالبانو له راتګ وروسته ورځ تر بلې د تېلو په بیو کې لوړوالی راځي؛ خو طالبان ورته د حللارې لټولو پرځای ګوري. پخوا چې تېل ارزان و، ما به د ورځې زر – دولس سوه افغانۍ مزدوري کوله او اوس چې تېل ګران دي، کله دوه سوه، کله درې سوه افغانۍ راته پاتې شي، چې د کور لګښتونه مې نه پوره کوي.»
موټر چلوونکي دغه راز ادعا کوي، چې د طالبانو په حکومت کې یو شمېر مافیایي کړۍ شته، چې د خپلو شخصي کاروبارونو د تقویې لپاره د تېلو په بیو کې لوړوالی راولي، چې له همدې امله ورځ تر بلې د نفتي توکو بیې لوړېږي.
دوی وایي، له کله راهیسې چې پاکستان کې د تېلو په بیو کې لوړوالی راغلی، هره ورځ د یو شمېر مافیایي سوداګرو له لوري د سپین بولدک او تورخم له لارې لسګونه ټانکر تېل قاچاق کېږي، چې له همدې امله په افغانستان کې د تېلو بیې مخ پورته روانې دي.
شهزاده زیاته کړه: «په افغانستان کې د تېلو په نرخ کې چې روزانه کوم زیاتوالی راځي، د دې علت روښانه دی او هغه دا چې طالبانو کې ځینې کړۍ غواړي د خپلې شخصي ګټې په خاطر د تېلو نرخونه پورته کړي او له دې هر څه سره سره له کله چې پاکستان کې د تېلو نرخونه مخ په پورته روان شوي، زیات مافیایي سوداګر او طالبان په یوه لاس د سپین بولدک او تورخم له لارې هره ورځ په لسهاوو د تېلو ټانکرې قاچاق کوي، چې افغانستان کې یې د نفتي موادو په بیو یې تاثیر غورځولی.»
د ننګرهار خلک وایي، په وروستیو کې د تېلو بې مخینې لوړوالي په دې ولایت کې د بې روزګارۍ او فقر څپه لا پراخه کړې او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ولسونه اندېښنه لري، که طالبان د تېلو بیو کنټرول او خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، افغانستان کې به اقتصادي، سیاسي، امنیتي، ښوونیزې او مذهبي ننګونې لا زیاتې شي، چې د افغانستان بیا راپورته کول به د هېچا په وس کې نه وي.
د ننګرهار خلک له طالبانو غواړي، چې له شخصي عقدو او ځان غوښتنې تېر شي او په افغانستان کې دې د ولس ستونزو حل ته کار وکړي.