۸صبح، تخار: تخار ولایت کې سیمهییزو سرچینو د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ پر اسمان د بېپیلوټه الوتکو د ګزمې خبر ورکړی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دوو بېپیلوټه الوتکو شنبه د لړم د ۲۱ له غرمې وروسته ساعتونه د دغې ولسوالۍ پر اسمان ګزمه کړې ده.
تر اوسه نه ده روښانه شوې چې دا الوتکې د کوم هېواد دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې درې میاشتې مخکې هم بېپیلوټه الوتکو د تخار ولایت په درقد او خواجهبهاوالدین ولسوالیو کې پر دوو ځایونو بریدونه وکړل، چې تلفات یې هم لرل.