د سېلابونو له امله د کابل – جلال اباد وېجاړ پل سختې ستونزې پیدا کړې؛ طالبان یې د بیارغونې پرځای یوازې ژمنې کوي

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په ګڼو برخو کې سختو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې د درنې مرګ ژوبلې او ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ لویې لارې، استنادي دېوالونه، ویالې او پلونه ونړول چې له امله یي خلک  له سختو ستونزو سره مخ دي.

سیلابونو د جلال آباد ښار اوومې ناحیې اړوند د کابل – جلال آباد پر لویه لار یو پل نړولی چې عام خلک او موټر چلوونکي یې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

خلک وایي، زیات وخت وشو چې د نظر آباد پل سېلابونو نړولی؛ خو ننګرهار لپاره د طالبانو سیمه ییز مسوولین په دغه برخه کې لاس تر زنې ناست دي.

د نظر آباد سیمې اوسېدونکی شریف الله وایي، د یاد پل د نړېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ځېنې وختونه خو د ترافیکې پېښو د را منځته کېدو احتمال هم موجود وي.

شریف الله له طالب مسوولینو غوښتنه کوي چې تر هر څه وړاندې دې ددغه پل د جوړېدو لپاره لاس په کار شي؛ ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.

نوموړی ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: « له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې د نظر آباد پول نړېدلی؛ خو طالبانو یې د جوړولو له پاره یې هېڅ کار نه دی کړی، خلکو ته یې سخت مشکلات جوړ کړي، که دا پول جوړ نه شي خلکوته به مشکلات زیات شي او د ترافیکي پېښو د را منځته کېدو امکانات هم زیات دي، طالبان باید ددغه مشکل د حل لپاره عاجل اقدامات وکړي.»

د کابل – جلال آباد پر لویه لار هره ورځ لسګونه موټر چلوونکي پر دغه لار مسافر لېږدوي چې د نظر آباد وېجاړ پل له سختو ستونزو سره مخ کړي.

ددغې لارې یو تن موټر چلوونکی جمعه ګل وایي، هره ورځ په دغه سیمه کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله مساپر او ناروغان په ساعتونو انتظار باسي، مساپرو، موټر چلوونکو، ناروغانو او د سیمې خلکو ته یې لوی سر خوږی جوړ کړی دی.

جمعه ګل ٨صبح ورځپاڼې ته وویل: «د نظر آباد پول چې له کله راهیسې نړېدلی ډرایورانو، مساپرو او د کلي خلکو تهیې  سختې ستونزې جوړ کړي، دلته هره ورځ له یو ساعت څخه تر دوه او درې ساعتونو پورې بیروبار جوړ وي او خلک نه شي کولی، چې په خپل وخت خپل هدف ته ځان ورسوي، مونږ ته ددغه پله له امله زیات تاوان هم رسېدلی، وخت ناوخت مو د موټرو پرزې خرابېږي.»

ننګرهار له پاره د طالبانو د ټولګټو ریاست مسوولان وایي، د کابل- جلال آباد لویې لارې په اوږدو کې د جلال آباد ښار اړوند نظر آباد پل د بیا رغونې سروې او ډیزاین شوی او په نږدې راتلوونکي کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.

د ننګرهار اوسېدونکي بیا ننګرهار لپاره د طالب مسوولانو پر ژمنو بې باوره دي او وایي، شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي، چې د نظرآباد پل سیلابونو وېجاړ کړی؛ خو طالبان یې د رغولو پرځای یوازې ژمنې کوي.

د جلال آباد ښار اوسېدونکی حشمت الله وایي، د پل د وېجاړېدو له کبله سخته ګڼه ګوڼه او د چاپېریال ککړتیا را منځته شوې، ډېرو خلکو ته یې ناروغۍ هم پیدا کړې دي.

دی وایي، که طالبان لاس په کار نه شي د سیمې خلک به له ستر روغتیایي بحران سره مخامخ شي.

حشمت الله په همدې اړه پر طالب مسوولینو غږ کوي: « څه باندې میاشت کېږي، چې د نظر آباد پل غورځېدلی؛ خو محلی طالبان یې نه جوړوي، هر وخت وعدې کوي چې ژر به جوړ شي؛ خو تر اوسه یې د عمل درک نشته، طالبان دې د خلکو په سترګو کې خاورې نه اچوي، د پله مشکل دې حل کړي؛ ځکه دلته هر وخت د بیروبار له وجې دوړې او ګردونه پیدا کېږي چې ماشومانو او د زیات عمر خلکو ته یې سختې مریضۍ پیدا کړې دي. »

د تېرو سختو اورښتونو او خونړیو سیلابونو له امله د ننګرهار په ګڼو سیمو کې ځینې لوی او واړه پلونه نړېدلي، د استوګنې زرګونه کورونه وېجاړ شوي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړې او لسګونه کېلو مټره فرعي او لویې لارې وېحاړې شوې چې خلکو ته یې سترې ستونزې را منځته کړې دي.

خلک د طالبانو حکومت سربېره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې له سیلاب ځپلو سره بېړنۍ او اساسي مرستې وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button