د درنو واورو ورېدو له امله د غزني له ښار سره د پنځو ولسواليو لارې بندې شوې

۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د سختې واورې ورېدو له امله، ددغه ولایت له مرکز سره، د پنځو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د شنبې په ورځ (وري۵) سیمه ییزې سرچینې وايي، (جغتو، مالستان، جاغوري، قره باغ او ناور) هغه ولسوالۍ دي، چې د غزني ولایت له مرکز سره یې لارې بندې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له خې، د غزني په ناور ولسوالۍ کې، د واورې اورښت تر يو متر زيات ښودل شوی او د دې ولسوالۍ د ټولو کليو او مرکز لارې يې تړلې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غزني په څلورو نورو ولسواليو کې، د واورې کچه له ٢٠ تر ٦٠ سانتي مترو پورې ده.
ویل کېږي چې په غزني کې د وروستیو واورو ورېدو او د دې ولایت په ولسوالیو کې د لارو بندېدو، خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
غزني له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو شاهد دی.
تېره ورځ د غزني د جاغوري ولسوالۍ اړوند، د لومان کوتل په سیمه کې، څو مسافر وړونکي موټر، په واورو کې بند پاتې و. هلته ایسار مسافر، د جمعې په شپه ناوخته، د ځايي خلکو په مرسته وژغورل شول.