د واروې ورېدو له امله د زابل مرکز ته د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو غځیدلې لارې تړل شوې دي

۸صبح، زابل: په زابل کې ځایی سرچینې وایی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز کلات ښار سره د څلورو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

ځايي سرچينې وايي، د واورې ورېدو له امله چهارشنبه د مرغومې له ٢٨ راهیسې د زابل ولايت د دايچوپان، خاک افغان، شملزو او اټغر ولسواليو لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

په همدې حال کې د دغو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د لارو د بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

په زابل کې طالبانو تر اوسه د تړلو لارو د پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د زابل په دایچوپان او خاک افغان ولسوالیو کې کلینیکونه نشته او ناروغان روغتیايي مرکزونو ته د تګ پر مهال مري.

ورته لیکنې

Back to top button