زلزله او د زلزله ځپلو بد وضعیت؛ طالبان د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره پلان نه لري

افغانستان د څرګندو او نړیوالو راپورونو له مخې، د زلزلې په ګډون د طبیعي پېښو پر وړاندې د زيانمنېدو په لوړه کچه کې دی. په افغانستان کې په کال کې په منځني ډول د ريښتر په کچه له ۶ تر ۷ درجو د زلزلو د رامنځته کېدو احتمال شته. پر جګړې او ترهګرۍ سربېره، طبیعي پېښو هم افغانستان له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د زلزلو سرچينو افغانستان له دریېو برخو، لویدیځ، سوېل او ختیځ نه راچاپېر کړی دی. د هرات ګسل او د چمن ګسل د زلزلې له نامتو ګسلونو دي. طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د څلورو کلونو په موده کې ۴۸۶ مورده زلزلې شوې دي. د زیربناوو او د ژمن او ځواب ویونکي دولت نشتوالي د زلزلې له امله د زيانمېدو او مرګ ژوبلې کچه لوړه کړې ده.
په تازه مورد کې د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد کې د ريښتر په کچه د ۴.۸ درجې په ځواک سره زلزله رامنځته شوه، چې ځاني تلفات نه لري، خو ډېر زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.
د بدخشان ولایت د تېرې یوې اونۍ په موده کې د دوو نسبتاْ زورورو زلزلو شاهد و. لومړۍ زلزله چهارشنبه د سلواغې په ۲۴ مه نېټه، د اشکاشم ولسوالۍ د سوېل لویدیځ اړوند د ۱۳۵ کیلومټرو په ژوروالي سره رامنځته شوه چې شدت يې د ریښتر په کچه ۴.۳ ښودل شوی دی. دوهمه زلزله شاوخوا ۱۰:۵۰ پنجشنبه شپه د سلواغې په ۲۷ مه نېټه رامنځته شوه. د امریکا د زلزلې سنجولو مرکز ویلي دي چې ددغو زلزلو مرکز د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد و. د امریکا د زلزلې سنجولو د مرکز د راپور له مخې، یاده زلزله د ریښتر په کچه د ۴.۷ په ځواک سره د ځمکې لاندې په ۶۰ کیلومټرۍ کې رامنځته شوې ده. دغه بنسټ زیاتوي چې دغه زلزله د تاجکستان، ازبیکستان، پاکستان او ایران په یو شمېر سیمو کې هم احساس شوې ده.
دغه راز د بدخشان ولایت مرکز د فیض آباد ښار یو شمېر اوسېدونکي، یاده زلزله زوروره بولي، محمدالله چې د جمعې د شپې له زلزلې نه وېرېدلی دی، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «تازه ويده شوی وم چې له یوه وېروونکي غږ سره ویښ شوم او دباندې لاړم، دباندې هم واوره اورېدله. ترخه او له درده ډکه شپه وه، تر سهاره پورې ویښ پاتې شوم.»
فرشید (مستعار نوم) ددغه ولایت یوبل اوسېدونکی هم ۸صبح ورځپاڼې ته ددغې زلزلې له ژوروالي او د خلکو له بد وضعیت نه خبرې کوي. د نوموړي په وینا، د بدخشان اوسېدونکي تل په کابل کې د مسوولو چارواکو له پام نه غورځول شوي دي. د فیض اباد دغه اوسېدونکی وايي چې دا مهال د طبیعي پېښو ځپل شویو ته رسېدنه او ځوابوینه نشته. نوموړی په بدخشان کې دغو پېښو ته د رسېدنې په اړه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو چلند تبعیضي بولي او ټینګار کوي چې له دوو وروځو راپدېخوا سره له دې چې د سیمې د لسګونه اوسېدونکو کورونه ویجاړ شوي دي، د یادې پېښې بېځایه شویو ته هېڅ ډول پاملرنه نده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان سیمه ییز طالبان جمعه ورځ د سلواغې په ۲۸ مه اعلان وکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې ددې زلزلې په رامنځته کېدو، ۷۶ کورونه ویجاړ شوي خو دغه پېښه ځاني تلفات نه لري. په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې له ویجاړو شویو کورونو لاس په لاس کیږي، لیدل کیږي چې د ډېر شمېر کورونو د کور چتونه لوېدلي دي.
د چاپېریال ساتنې د کارپوهانو لیدلوری
د پخواني حکومت د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آغا فهیم، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« افغانستان د ځمکې پېژندنې د وضعیت له پلوه، یو له زلزله پېښېدونکو هېوادونو دی. دوه ګسل خطونه چې له افغانستان نه تېریږي، د چمن د خط او د هریرود د خط په نوم مشهوره دي. دغه دواړه خطونه د [پروان ولایت] په جبل السراج سیمه کې سره یوځای کیږي او د هندوکش د غرونو په اوږدوالي، د بدخشان او پامیر په لوریو دوام مومي. له همدې امله هغه ولایتونه چې د افغانستان شمال ختیځ کې موقعیت لري، ډیری د ګڼو زلزلو له ګواښ سره مخ دي او د افغانستان پلازمېنه ددغه ګسل خط ترڅنګ شتون لري.»
ښاغلی فهیم ټینګار کوي :« ددغې موضوع درک چې افغانستان د زلزلو د احتمالي پېښو پر وړاندې یو له زیانمنو هېوادونو دی، کولای شي چې د احتمالي پېښو پر وړاندې د خطر منلو او د احتمالي زلزلو میزان لږ کړو. سره له دې چې د زلزلې د رامنځته کېدو دقیق وخت مخکې ترمخکې د وړاندوینې وړ نه دی، خو د ځای د رامنځته کېدل یې د وړاندینې وړ دی او سپوږمکۍ د انځورونو نه په ګټې اخیستنې کولای شو هغه سیمې چې د ګسلونو ترڅنګ دي، او ددغو ګسلونو پر وړاندې ګواښونکې سیمې هم وپېژنو.»
د پخواني دولت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د وزیر په خبره، د زلزلې له احتمالي ګواښونو سره د مخامخ کېدلو لپاره باید پراختیايي پروګرامونه په پام کې ونیول شي، ډیری سرچینې ورته ځانګړې شي، په بنسټیزو چارو باید پانګونه وشي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
ښاغلی فهیم زیاتوي:« د ترکیې د زلزلې تجربې وښودله، د هغه میزان په کچه چې اماده ګي ونیول شي، د تلفاتو او احتمالي زیانونو له میزان نه کمیږي. د ژغورنې ټیمونه له خپل کار او دندو سره بلد وي او دغه راز د ورځې د اړتیا وړ پر وسایلو او ابزارونو مجهز وي، د احتمالي ګواښونو میزان کموي.»
د پخواني دولت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر ټینګار کوي چې یوه ځواب ویونکې او مسووله اداره باید د احتمالي پېښو پر وړاندې د مخامخېدو او په افغانستان کې د ګواښ راکمولو په موخه رامنځته شي. د هغه په خبره، طالبان او هغه لیدلوری چې د هغو په اداره کې حاکم دی، نشي کولای ددغې جدي ستونزې ځواب ویونکي واوسي. د ښاغلي فهیم په وینا، د زلزلې د رامنځته کېدو اندېښنه د هغو اندېښنو ترڅنګ چې د افغانستان خلک له هغو سره مخ دي، کېدای شي یوه جدي اندېښنه وي.
په افغانستان کې د زلزلې د څلورو کلونو شمېر
د طالبانو تر کنترول لاندې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په وب سایت کې خپاره شویو شمېرنو پربنسټ، افغانستان له ۲۰۱۹ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د ۴۸۶ زلزلو شاهد و، چې زوروره هغه یې ۶.۱ ریشتر په خوست کې رامنځته شوه او کمزورې هغه یې د دريشتر په کچه ۴درجې وه چې ډیری دغه زلزلې په همدې کچه دي.
ددغو زلزلو ډیری مرکز د جرم ولسوالۍ او د بدخشان یو شمېر نورې سیمې ښودل شوي دي. ددغو مالوماتو پر بنسټ، افغانستان هرکال د شاوخوا ۱۰۰ زلزلو شاهد دی. یو شمېر دغه زلزلې د ریشتر په حساب په لوړو درجو رامنځته شوي چې د انساني تلفاتو لامل هم شوي دي. د روان کال په اوږدو کې یوې زوروې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونو ولړزول چې د هغو له امله لږ لږه د زرو تنو د مړینې راپور ورکړل شو. په پکتیکا کې د ګیان، زیړوک، نکه او برمل او دغه راز په خوست ولایت کې د سپیرې ولسوالۍ اوسېدونکي د جمعه ورځ د چنګاښ دریېمه سهار لس بجې د یوې وژونکې زلزلې شاهدان وو، چې د هغې په پایله کې سربېره سل زره کسان ووژل شول، سلګونه کسان ټپیان او لسګونه کورونه ویجاړ شول.
د شلو کلونو په موده کې له ۶ درجو نه لوړې زلزلې
د راپورونو له مخې، افغانستان له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د ریښتر په کچه د څه باندې ۶.۵ درجو په ځواک سره څه باندې شپږ زورورې زلزلې تجربه کړي دي. په ۲۰۰۲ کال کې د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ د ریشتر په کچه د ۶ درجې زلزلې شاهد وه. د هغه مهال دولت د یادې زلزلې له امله د مړو شویو شمېر یو زرو او ۱۰۰ تنه اعلان کړل. د رسنیو د اطلاعاتو پربنسټ په یاده زلزله کې نهه کلي ویجاړ او شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ بې کوره شوې.
په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په موده کې دوهمه او زوروره زلزله، دوشنبه، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه رامنځته شوه. یاده زلزله د ریشتر په کچه د ۷.۵ درجې په ځواک سره رامنځته شوه، د امریکا د ځمکپېژندنې د ارزونې ادارې د یادې زلزلې مرکز د ځمکې په ۹۶ کیلومټرۍ د بدخشان جرم ولسوالۍ ته په نږدې سیمو کې اعلان کړ. پخواني دولت ددغې پېښې د وژل شویو کسانو شمېر څه باندې ۱۰۰ تنه او د ټپیانو یې شاوخوا ۶۰۰ تنه اعلان کړ.
په افغانستان کې د زلزلې د رامنځته کېدو لوړ ه کچه
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر وب سایت چې اوسمهال د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، لیکلي دي چې د ګل خانه یی ګازو خپرېدو د هواپېژندنې او اقلیمي متغیرونو پر وړاندې جدي بدلونونه پرېښي او په افغانستان کې یې نه جبرانېدونکو پېښو احتمال ډیر کړی دی. دغه بنسټ ویلي دي چې د نړۍ د راپور او د ۲۰۱۸ کال د ګواښ د ارزونې د شاخصونو پربنسټ، افغانستان د نړۍ په ۱۷۱ هېوادونو کې ۳۵ ځای خپل کړی دی له بل پلوه د آسیاـ پاسفیک په سیمه کې د inform Risk د شاخصونو د ارزونې پربنسټ، د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنونکو په لوړه درجه کې دی.
د پېښو د رامنځته کېدو او د زیانمنو شویو د نه لاسنیوي په هکله د هېوادوالو اندیېښنې
د زلزلې په ګډون طبیعي پېښو داسې مهال په افغانستان کې د هېوادوالو ژوند ورتریخ کړی دی چې مشروع او ځواب ویونکی دولت نشته ترڅو وکولای شي د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال زیانمنو شویو ته رسېدنه وکړي یا هم د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو وړاندوینې وس ولري او مخکې له مخکې خلکو ته خبر ورکړي.
شمس الدین مظهر، د کابل یو اوسېدونکی له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« د زلزلې د رامنځته کېدو مخه څوک نشي نیولی، خو که چیرې یو ولسي دولت وي چې په خلکو یې زړه وسوځي. له مخکې برنامې ولري څو ګواښونه لږ کړي. خدای مکړه که چیرې په افغانستان کې زوروره زلزله رامنځته شي، هېڅ ډول امکانات نشته چې له ودانیو لاندې بند پاتې شوي وګړي بهر راوباسي یا زیانمن شوي خوړو او ځای ته لاسرسی ومومي.»
مهران قریشي، د ځمکې پېژندنې له پوهنځي نه فارغ، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« په ټوله نړۍ کې د ګواښونو میزان د وړاندوینې وړ دی. هېوادونو چې پرمختګ کړی، کولای شي له جاپان نه د زلزلې د ګواښ راکمولو په برخه کې ښه درسونه واخلي؛ خو مونږ چې دولت نه لرو او په تېرو شلو کلونو کې هم په دې برخه کې هېڅ ډول پاملرنه نده شوې، اړتیا ده چې نړۍ د ملګرو ملتونو په اډانه کې په دې برخه کې بېلابېلې برنامې ترلاس لاندې ونیسي.
خو هغه څه چې د نړۍ د اقدام په مخکې خنډ ګرځي، د پېښو د ګواښ منلو د کمولو د ملي ستراتیجۍ نشتون دی. مونږ د پېښو پر وړاندې مخنیوي او د چمتووالي توانايي نه لرو او د هرې طبیعي پېښې سره زورور زیانونه وینو.»
د زلزلې تبعاتو کمولو لپاره د مخنیوي تدابیر
د چاپېریال د چارو د کارپوهانو په وینا په تدبیر او پوهې سره کولای شو د زلزلې د ګواښونو او نورو طبیعي پېښو د میزان کچه راکمه کړو او له منځه یوسو. د هغوی په باور، د پېښو له رامنځته کېدو وړاندې د ګواښ ورکونکو فعاله سیستم رامنځته کول، د زیانمنو شویو سیمو پېژندل او کاري تحکیم، له پېښو سره د مبارزې په اړه د څېړنیزو مرکزونو رامنځته کول او په دې برخه کې د پوهې رامنځته کول، د هېواد په پوهنیز نصاب کې د پېښو د مدیریت د زده کړو شاملول او ځنګلونو او نباتاتو ساتنه په طبیعي پېښو کې د ګواښ د کمولو له مهمو کړنلارو بلل کیږي.
د زلزلې پېژندنې د بنسټیزو مطالعاتو لپاره د لرزه نګارۍ ملي شبکې په لاره اچونه او د کیفي ارتقا بیاجوړونې په تېره د ښاري او کلیوالي هستوګنو واحدونو د کیفیت د زلزلې په ګډون د طبیعي پېښو د خطر کمولو له مهمو پروګرامونو بلل کیږي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې په روان کال کې طبیعي پېښو په افغانستان کې د څه باندې زرو تنو انسانانو ژوند اخیستی او زیات شمېر مالي زیانونه یې پرځای پرېښي دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر دوستانه په چارو کې د همغږي دفتر هم ویلي ؤ چې د سیلابونو له امله د افغانستان ډېر شمېر وګړي ټپیان شوي دي.
د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدنې کمیسیون هم ویلي دي چې په ۲۱ ولایتونو کې د راغلیو سیلابو له امله ۱۹۴ کسان مړه او ۲۶۰ نور ټپیان شوي دي. ددغه کمیسیون د غړو په خبره، د ویجاړونکو سیلابونو له امله ۱۲ زره او ۲۰ کورونه لږ او یا هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي او دغه راز ۹ زره څاروي له منځه تللي او شاوخوا ۶۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.