پر نجونو د تعلیم بندیز۲

لیکوال: اتل سالار هاشمي

په تېر پسې

طالبان د خپلو پلمو په لړ کې دا هم وايي چې پر ښځو یوازې ضروري ديني تعلیمات زده کول فرض دي. له دې هاخوا ورته تعلیم کول- د ځينې ملایانو په اند- جواز نه لري.

دوی وايي په قران کریم کې چې کوم امرونه د تعلیم یا د کتابت راغلي دي، هغه ټول د مذکر په صیغه ذکر شوي دي، ښځې په کې داخلې نه دي، نو پر ښځو یوازې دیني تعلیم فرض دی او بس.

دا خبره ناسمه ده چې په قران کریم کې که د مذکر په صیغه امر راغلی وي، هغه ښځو ته متوجې نه دی، د اقرأ امر یوازې نر ته د لوست امر نه کوي، نه د اِعلم امر یوازې نر ته وايي چې علم وکړه، ځکه په قران کریم کې ډېر داسې احکام شته چې امر يې د مذکر په صیغه شوی وي، خو هدف ځنې نر او ښځې ټول وي؛ لکه د حج لپاره په قران کریم کې ښځو ته امر نه دی شوی؛ هيڅ ځای هم ښځو ته امر نه دی شوی چې تاسو حج وکړئ!

په داسې حال کې چې حج کول پر هر وس لرونکي مسلمان فرض دي او د اسلام له پنځو مهمو بناؤ څخه بلل کېږي.

که ځواب دا وي چې په احادیثو کې یادونه راغلې، نو په احادیثو کې بیا د ښځو د تعلیم یادونه هم شته. د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم له میرمنې حضرت عائشې رض څخه احادیث را نقل دي، چې د هغه میرمنې جهاد ته ورسره تلې، د خلکو زخمونه يې پټۍ کول، له میدانه يې مړي اخیستل، په ژیانو کې يې اوبه راوړې، خلکو ته يې په خوله کې ور کولې. دغه که د هغه وخت ډاکټري نه وي، نو بیا د څه شي نوم ورکړو؟ دا کار يې له چا زده کړی و؟ حتمي خبره ده چې پرلپسې به يې تجربې کړې وې، ځکه هغه وخت د زده کولو لپاره ځانګړي مرکزونه نه وو، د هر شي زده کړې پرلپسې تجربې غوښتې او دوی حتما دغه کار کړی و.

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځه د خپل وخت طبابت زده کوي، د خلکو پر زخم پټۍ تړي، د اصحابو ښځې ورسره ملګرې وي، د خلکو په خوله کې اوبه ورکوي او دا هرڅه د حدیثونو په تر ټولو معتبر کتاب بخاري شریف کې راغلي وي، نو بیا اوس څه کېږي چې یوه ښځه له دیني علم ور هاخوا عصري علوم ولولي؟ په کوم حدیث ددې مخه نیسې؟ هغه موضوعي حدیث چې د ښځې له تعلیم او کتابت زده کولو يې منعه کړې ده؟ ایا د بخاري شریف د حدیث په مقابل کې دغه موضوعي حدیث دمنلو وړ دی؟

قران کریم انسان ته د علم وړتیا ورکول د یوه نعمت په توګه یادوي { الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ} [العلق: ۴، ۵]، په دې ایاتونو کې د نعمت دغه ډول یادونه یوازې نر ته شوې ده؟ ایا له انسان څخه یوازې نر مراد وي؟ دا په ټوله نړۍ کې هيڅوک هم نه در سره مني؛ بلکې انسان کې نر، ښځه او نرګډیاني/نرښځیان ټول داخل دي، لهذا قران کریم علم د یوه الهي نعمت په توګه یاد کړی دی، دا تخصیصول چې هغه ته نعمت دی، دغه ته نه دی، ناسمه او بې دلیله ده.

علم زده کول د انسان شرعي او بشري حق دی. د شریعت په نوم او د قانون په نوم ورباندې بندیز هم له شریعت څخه سرغړونه ده او هم له قانون. شریعت هر انسان ته د علم زده کولو اجازه ور کړې ده. قران کریم یادونه کوي چې الله تعالی ټولو انسانانو ته د علم حاصلولو وړتیا ورکړه، دا چې الله تبارک و تعالی موږ ته یوه وړتیا راکړې وي، او بیا موږ ور باندې بندیز لګوو، دا غیر دیني او غیر فطري لار شوه.

د قران کریم له مخې ښځې د کار حق لري، قران کریم وايي: {وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى} [النجم: ۳۹] یعنې انسان یوازې د خپل عمل ثمره ويني. دا قانون د دنیاوي او دیني دواړو لپاره دی. هرڅوک باید کار وکړي، څو يې ټولنې او ځان ته خیر ورسېږي. په بخاري شریف کې حدیث دی چې حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي: الید العلیا خیر من الید السفلی، نفقه کوونکی لاس تر اخیستونکي لاس غوره دی. نو موږ ولې باید میرمن دې ته مجبوره کړو، چې هغه اخیستونکې شي؟ میرمن باید کار وکړي چې خپله نفقه وګټي، خیرات يې کړي، ټولنې ته خیر په ورسوي، خپل اخرت په جوړ کړي او پر مېړه يې هم د کور بوج کم شي. ایا هغه ښځه په عقلي او دیني لحاظ غوره ده چې خپلې اړتیاوې خپله پوره کولای شي که هغه چې تل يې بل ته لاس نیولی وي؟

بخاري شریف کې حدیث را نقل شوی دی چې حضرت اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنهما به د زبیر بن عوام رض له باغه پر خپل سر لرګي راوړل. دغه کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې جواز لري، خو که یوه ښځه په مکتب کې معلمه شي، یا پوهنتون کې استاده شي، یا موسسه کې کارمنده شي، یا په خپل کمپيوټر په خپل کور کې کار وکړي، بیا ورته حرام دی؟!

په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي چې المومن القوي خیر من المومن الضعیف، پياوړی مومن تر کمزوري غوره دی. قوت هم د خپل جسم په لحاظ وي او هم د مال، نن سبا مال ډېر مهم دی، له مال پرته یو شی نه کېږي، حتا دیني احکام هم تر ماله اړه لري، نو که مال وي، هغه انسان به پياوړی وي او غوره به هم وي، لهذا ښځې ولې باید د خیریت له طبقې را وګرځولې شي؟

د ملایانو په پلمو کې یوه دا هم ده چې ښځې فحاشي کوي، که تعلیم وکړي، لیک لوست زده کړي، بیا له نرانو سره اړیکه په نیسي او فحاشۍ ته لار خلاصېږي.

دا خبره ځکه ناسمه ده چې د فحاشۍ اصل محرک نر دی! که یوه ښځه بهر ته راوځي، نر ور پسې وي، نمبر ورکوي، پیسې ورکوي، د زنا لپاره ځای برابروي، موټر ور ولي، له کوره يې اخلي او بېرته يې کور ته راولي! په دې ټوله کیسه کې، څوک ډېر ملامت دی؟ که ګوته نر ته نیول کېږي، نو بیا پر نر ولې دغه بندیزونه نه لګول کېږي؟ له سړي سره پیسې هم وي، لیک لوست هم کولای شي، کار هم لري، موټر هم لري، بهر هم وځي، موبایل هم لري، هر لور ته تلای هم شي او هرڅه يې په وس هم پوره دي، اوس تاسو په انصاف فکر وکړئ چې دلته به د زنا اصل محرک ښځه وي که نر؟

بله خبره دا چې د یو فیصد بدکار له امله، تاسو ته نه قانون او نه شریعت جواز درکوي، چې سل سلنه ښځې، له کار او تعلیمه بندې کړئ. که ښځې په ټولنه کې بندې شي، نو بیا دغه حرام او د فحاشۍ کار نران، له هلکانو سره نه کوي؟ ایا دا کار په بازار، دوکان، کور، مسجد، مدرسه، مکتب او هر ځای کې، د هرې طبقې کسانو له ماشومانو سره نه دی کړی؟

ځواب حتما مثبت دی، نو بیا د دغې فحاشۍ له امله ولې مدرسې نه بندېږي، د ماشومانو پر تګ راتګ ولې بندیز نه لګېږي؟ که ځواب دا وي چې دا غلطي د یو څو کسانو ده، ټولو کسانو ته يې سزا ور کول، بې انصافي ده، نو عیني ځواب د ښځو په حق کې هم در واخلئ، د یو څو کسانو په جرم مو ولې ټولې ښځې نیولې دي؟

یوه پلمه د تعلیم او کار تر ځایه له ښځو سره د محرم نه شتون دی، دلته دوې خبرې دي، په حدیثونو کې تر درې ورځو پورې اجازه ورکول شوې ده چې له محرم پرته ښځه سفر کولای شي، نو په یوه ښار کې ګرځېدل را ګرځېدل یوازې، څو ساعتونه وخت نیسي، نو بیا ولې ورته اجازه ونه شي؟ دا سمه ده چې په دې برخه کې ګڼ احادیث راغلي دي، مګر له ټولو څخه د عمل لپاره يې باید هغه یو غوره شي چې له زمان، مکان او ټولنې سره ښه لګېږي، اوس پر دې ټولو تاسو خپله فکر وکړئ!

دویمه خبر دا چې تاسو د یوه حکومت په توګه مسوولیت لرئ چې پُر امنه چاپېریال ورته جوړ کړئ څو میرمنې په ښه توګه وکولای شي چې کار او تعلیم ته ولاړې شي، له ښځو سره د محرم وجود خو هغه وخت حتمي وو چې خلکو به په لارو کې ځورولې، کله چې تاسو د امن یوه فضا جوړه کړئ، بیا به ښځه له کوره تر کارځایه یا تعلیمي مرکزه محرم څه کوي؟ ښځه خو نه د محرم په پښو تګ کوي او نه د هغه په هدایت لار پيدا کوي، د محرم وجود، د هغې د عزت او عفت لپاره وي، نو چې هغه د حکومت له لورې خوندي شي، محرم ته اړتیا نه پيدا کېږي؟

او که تاسو په خپل مسوولیت کې ناکامه یاست، بیا يې سزا ښځو ته ور کوئ، دا ډېره لویه بې انصافي ده. امن راوستل، ښه ډاډمنه فضا جوړول، طالبه ستا مسوولیت دی! په دغو پلمو د ښځو له کار او تعلیمه بندول، که یو لور ته ظلم دی، نو بل خوا له خپل مسوولیته ځان ایستل هم دي.

ورته لیکنې

Back to top button