د بلوڅو آزادۍ غوښتونکی پوځ ادعا کوي چې د پاکستان د پوځ اته کومانډو يې له دوی سره په نښته کې وژلي دي.
د بلوڅو آزادۍ غوښتونکي پوځ ویاند جیهند بلوڅ سه شنبې د نومبر په لومړۍ نېټه په يوه بیانیه کې ویلي چې دا کومانډیان د بلوچستان په بولان سیمه کې ووژل شول.
د بلوڅو آزادۍ غوښتونکی پوځ په داسې حال کې د پاکستان د اتو کومانډو ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي چې په تېرو درېیو ورځو کې پاکستاني پوځیانو په بولان سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي دي.
دغه پوځ همداراز زیاته کړې چې په بولان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عملیات هم له ماتې سره مخ شوي دي.
د ویلو ده چې تراوسه د پاکستان دولت د نښتو او خپلو پوځیانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې د بلوڅو آزادۍ غوښتونکي پوځ هم ادعا کړې وه چې پر پاکستانو ځواکونو د دوی په برید کې، د پاکستان شپږ پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.