په اوو ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي
د ۸صبح پښتو مجله، راپور: محمد عزيز پردېس

تمه ده چې سږکال د هېواد په ۷ ولايتونو کې د زغفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړ شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات وايي چې دغه مرکزونه به په هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې جوړ شي.
د دې وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دغو مرکزونو جوړېدل به د محصولاتو د زیاتوالي، د کیفت د ښه کېدو او د زعفرانو د ارزښت په لوړولو کې مرسته وکړي.
زعفران د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي او د کيفيت له مخې د افغانستان زعفران د سيمې او نړۍ په مارکېټونو کې خورا شهرت لري.
د زعفرانو کارونه په نړېواله کچه ورځ تربلې د زیاتېدو په حال کې ده. اقتصاد پوهان اټکل کوي چې د دغه بوټي نړیوال مارکیټ هم ورځ تربلې د پام وړ پرمختګ کوي او په نړيوال مارکېټ کې به زعفران ډېر ژر په یوه ستراتيژیک محصول بدل شي.
د معلوماتو له مخې په وروستیو ۱۶ کلونو کې د زعفرانو بیه ښیي چې د یاد محصول بیه د لوړېدو په حال کې ده.