د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړېواله ورځ، په تېره یوه میاشت کې اتو ښځو ځانوژنه کړې

ملګرو ملتونو د نوامبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړېواله ورځ نومولې ده. د ملګرو ملتونو د ښځو د بنسټ په وینا، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نړیواله ستونزه ده او ښځې په ټولو هېوادونو کې د وارله مخه جنیستي قضاوتونو له امله، له تاوتریخوالي سره مخ کیږي. دغه ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کیږي، چې افغان ښځې د بیلابیلو جنسيتي تاوتریخوالو او ناوړه چلند پرزغملو سربېره، د ژوندانه له عمومي برخې هم حذف شوې دي. یوازې په تېره یوه میاشت کې اتو ښځو د تاوتریخوالي او د طالبانو ډلې د محدودیتونو د لګول کېدو له امله، په ځان وژنې لاس پورې کړی دی. د رپوټونو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو له لوري ۲۷ ښځې صحرایي محاکمه او په عام محضر کې په متروکو وهل شوې ي. په دې توګه افغانتسان د ښځو لپاره ترټولو بدځای ګڼل کیږي.

په افغانستتان کې ښځې په داسې حال کې د دغې ورځې یادونه کوي، چې عملاً له پلان شويو او تنظیم شویو تاتریخوالو سره مخ شوې دي. په دغه هېواد کې داسې دولت نشته چې د قانوني بنسټونو له مخې، د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي. طالبانو پر افغانستان په واکمنېدو سره ښځې په بشپړ ډول له ټولیز ژوندانه حذف کړې او په لوبغالو کې یې په عام محضر کې په متروکو وهي. د دې ډلې د امربالمعروف او نهي عن المنکر اداره د ښځو پر وړاندې ترټولو«سپکوونکې او ناوړه » مجازات وضع کوي، څو له ټولنې نه د هغوی د بشپړ حذف لامل شي. پردې سربېره، ښځې د کورنیو تاوتریخوالو، له پلټنو نه د وېرې او د طالبانو د پراخو محدودیتونوه له امله، نه یوازې له رواني فشارونو سره مخ شوې دي، بلکې په ځان وژنې یې هم لاس پورې کړې دی.

په تېره یوه میاشت کې د ښځو ځانوژنې

د  تېر یو کال په لړ کې لسګونه ښځو د کورنیو تاوتریخوالو او د طالبانو له لوري  د لګول شویو محدودیتونو له امله ځان وژنه کړې ده. د ۸صبح د ورځپاڼې د شمېرو له مخې، یوازې د سږکال په لړم میاشت کې اتو ښځو ځان وژنه کړې ده. په ننګرهار کې یوې پیغلې نجلۍ د لړم په ۳۰مه، په ځان وژنې لاس پورې کړی دی. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې دغې نجلۍ د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې تر هغې وروسته ځان ووژاه، چې کورنۍ یې د هغې له خوښې پرته، د خپل تره زوی ته کوژدن کړې وه. د سرچینو په وینا، هغې د کلاشینکوف په ډزو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.

پر دې سربېره،د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د هاجرې په نوم یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. طالبانو د دغې پيغلې نجلۍ د ځان وژنې لامل کورنۍ ستونزې بللې او ویلي یې دي، چې هاجرې د موږکانو د وژلو د درملو په خوړولو سره، ځان وژلی دی. په افغانستان کې کورنۍ ستونزې د ډيرو ښځو او نجونو د ځان وژنې لامل کیږي. سرچینو د دوشنبې په ورځ  د لړم په ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په مورچه خوان کلي کې یوې ځوانې نجلۍ په ډزو سره خپل ژوند ختم کړی دی.

د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، فاریاب ولایت په تېره یوه میاشت کې د ښځو د ځان وژنې ترټولو لوړ شمېر ثبت کړی دی. ۱۸ کلنې زرغونې د دغه ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ په مرکز کې ځان زندۍ کړ. د هغې د ځان وژنې لامل او انګېزه تر اوسه څرګنده شوې نه ده. ۸ صبح ورځپاڼې موندلې ده، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د فاریاب ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اوو نجونو  او ښځو ځان وژنه کړې ده.

په فغانستان کې د ښځو ځان وژنې ترډيره په کورنیو عواملو پورې تړل کیږي، خو د طالبانو ګواښونو هم،  ښځو ته د ساه اخېستو فضا تنګه کړې ده. د بامیان د مرکز د فولادي درې د « سیاه خاک» کلي اوسېدونکې هاجرې هم ځان زندۍ کړی دی. د سرچینو په وینا، هغې تر هغې وروسته دغه اقدام وکړ، چې طالبانو یو ځوان هلک چې د دې ملګری و، ونیوه او دغه نجلۍ یې په مرګ وګواښله. د ښځو د ځان وژنو په لړ کې، د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې هم یوې ځوانې نجلۍ خپل ژوند پای ته ورساه. دغې ۱۵ کلنې نجلۍ د یکشنبې د لړم د ۸مې، ناوخته په خپل کورکې ځان زندۍ کړ. بل خوا، د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۲مه، د غورولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په قلعه قدم سیمه کې یوې ښځې ځان وژنه وکړه. د هغې د ځان وژنې لامل کورني تاوتریخوالي بلل شوي دي. تر دې وړاندې دد دغه ولایت د مرکز فېروز کوه ښار په جرتیلک کلي کې د ریحان په نامه یوې نجلۍ ځان وژنه کړې وه. سرچینو د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲مه، کورنی تاوتریخوالی د دغې ځوانې نجلۍ د وژنې لامل بللی و، خو ځینو سرچینو ادعا وکړه چې هغه د طالبانو د یوه غړي لور وه اوپلار یې وژلې ده. ۸صبح ورځپانې د دغه خبر د کره والي په تړاو شواهد نه دي موندلي. تر دې وړواندې ۸صبح ورځپاڼې د روان لمریز کال په تلې میاشت کې موندلې وه، چې د تېر لمریز کال په یوازې وروستیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ښځو او نارینه وو په ګډون ۴۹ تنو ځان وژنه کړې ده.

د ښځو صحرايي محاکمو او په متروکو وهلو ته د طالبانو ستنېدل

یوازې په تېرو څه کم درېیو میاشتو کې طالبانو۲۷ ښځې صحرایي محاکمه کړې او د سلګونه تنو په مخ کې یې په متروکو وهلې دي. دغې ډلې د هېواد په ټولو برخو کې په بیلابیلو تورونو ښځې صحرایي محاکمه کړې دي. په ترټو تازه پېښه کې، طالبانو په تخار کې یوه ښځه او سړی په عام محضر کې په متروکو ووهل. سرچینو د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو یوه ښځه او سړی د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ټيلفوني خبرو او له واده بهر اړیکو په تور ۳۰ درې ووهل. د تېرې اونۍ په لړ کې، دا په عام محضر کې په متروکو د ښځو د وهلو درېیمه پېښه وه. تر دې وړاندې یوه نجلۍ او هلک د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې په متروکو ووهل شول او تر هغې وړاندې بیا، د لوګر ولایت په لوبغالي کې درې ښځې په عام حضر کې په درو ووهل شوې.

د ښځو د اعتراضونو ځپل او د طالبانو له لوري د هغوی نیول کېدل

طالبانو پرافغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو د منخنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو دروازې تړلې دي. یو شمېر ښځې او نجونې چې د طالبانو له لوري یې د ښځو د حذف او د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې خپل د اعتراض غږ پورته کړ، د طالبانو ډلې له لوري سختې وځپل شوې او په ځينو موردونو کې زنداني شوې . د رپوټونو له مخې، اوسمهال هم درې معترضې نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دي او له کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره، تر اوسه د هغوی په تړاو معلومات نشته. ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف د سږکال په لړم میاشت کې د طالبانو له لوري نیول شوې دي. طالبانو تر اوسه د دغو زنداني ښځو د وضعیت په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د ښځو ربړولو ته نړیوال غبرګونونه

ملګرو ملتونو د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې ویناپاڼه کې د افغانستان د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی. دغه سازمان په یوې ویناپاڼه کې چې د جمعې په ورځ، د لیندۍ په۴مه یې خپره کړې ده، له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي او بېړني ګامونه واخلي. د ملګرو ملتونو په ویناپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان ښځې د ۲۰۲۱میلادي کال له اوړي راهیسې د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالي او خورا ناسم حقوقي وضعیت تجربه کوي. دغه سازمان دغه راز تر دې وړاندې د طالبانو له لوري د ښځو په ګډون د یو شمېر هېوادوالو په متروکو وهل «ظالمانه» اقدام بللی دی.

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان هم د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۴مه، ویلي دي، چې په افغانستان کې ښځې له تاوتریخوالي او ځورونو سره مخ دي. دغه سازمان ټينګار کړی دی، چې له دغه تاوتریخوالي سره سره، د بشري حقونو د ملاتړ لپاره باید د افغان ښځو مبازره بابېزه ونه ګڼل شي. د دغه بنسټ په ویناپاڼه کې راغلي دي:« په افغانستان کې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو حقونه په پرلپسې توګه نقض شوي دي»

پر دې سربېره، د اروپا پارلمان بشري حقونو ته د درناوي په تړاو یوه پرېکړه لیک کې ویلي دي، هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې کیږي، د (جنسیتي اپارتاید) بیلګه ده. د اروپا پارلمان زیاته کړې ده:« که نړیواله ټولنه له طالبانو سره تعامل لرل وغواړي، د ښځو د حقونو خوندېتوب یې باید مهم شرط وي.»

بل خوا، د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له لوري په لوګر کې په درو د څورلسو تنو وهلو ته په غبرګون کې چې ښځې هم پکې شاملې وې ویلي دي، چې طالبان تر پخوا د نړۍ پر وړاندې سرغړونکي شوي دي. هغې د طالبانو دغه چلند «وحشتناک او خطرناک» بللی دی او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو دا چلند پر افغانستان د دې ډلې د مخکینۍ دورې له سیاستونو نه د هغوی هرکلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په ترټولو تازه مورد کې د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې ښځو ته خبرداری ورکړی دی، چې له محرم پرته، روغتونونو، کلینکونو او شخصي معاینه خانو ته ولاړې نه شی.

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د نوامبر ۲۵مه، د میرابال خوېندو درناوي ته ځانګړې کړې ده. د میرابال خوېندې د ۱۹۶۰کال د نوامبر د ۲۵مه، د دومنیکن د پوځ له لوري ترشکنجې وروسته ووژل شوې. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دغه ورځ د میرابال خوېندو یاد او د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړېوالې ژمنتیا ته ځانګړې کړې ده. په دې ورځ د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې او د جنسیتي تاوتریخوالو د ټولو ډولونو د بشپړ ورکاوي په برخه کې خپلې ژمنې تازه کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۴مه ویلي دي، چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په ورځ « زه د هغو ښځو ترڅنګ یم چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې وهل ټکول شوې، نیول شوې او په پراخه توګه یې لومړني حقونه له پامه غورځول شوي دي»

ورته لیکنې

Back to top button