په نیمروز کې د هوايي برید په پایله کې د یوې کورنۍ اتلس غړي ووژل شول

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې د ملي اردو د هوایي برید په پایله کې اتلس ملکي وګړي ووژل شول.
د نیمروز د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر رسنیو ته د ملي اردو ځواکونو د هوايي بریدونو په تاییدولو سره ویلي چې په دغه برید کې اتلس ملکي وګړي وژل شوي دي.
د قربانیانو یو خپلوان صالح محمد، د نیمروز له سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ اتلس غړي یې په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د ملي اردو ځواکونو هوایي برید د مرغومي په شلمه نېټه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې ترسره
شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه د مرغومي په ۲۱مه د قربانیانو مړي له خاشرود ولسوالۍ څخه د نیمروز مرکز زرنج ښار ته ولېږدول.
د هېواد په لوېدیځ کې ځینې مدني فعالین د ملکي وګړو د وژلو د څېړلو او له خلکو سره یې د جزیاتو د شریکولو غوښتنه کړې ده.
خو د نیمروز سیمه ییز چارواکي ددې پېښې په اړه د مالوماتو له ورکولو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې دي چې په تخار کې له ملکي تلفاتو او د والي د ویاند له خوا د مالوماتو له ورکولو وروسته، حکومت د ولایتونو د ویندویانو پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button