ایمرجنسي: له وروستي بریده ۴۷ تنه وروړل شوي چې درې مړه شوي وو

۸صبح، کابل: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مخکې له چاودنې یوه ورځ وروسته، ایمرجنسي روغتون وايي چې په هغه برید کې دوی ته ۴۷ وروړل شوي چې درې تنه یې له مخکې مړه شوي وو.
په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون رییسه ستیفانو سوزا د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه تصویري پیغام کې ویلي چې ددې پېښې د ۱۹ ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د هغې په وینا، ډېری دا کسان پر خېټه او سر ټپيان شوي او روغتیايي ټیمونه ټوله شپه د دغو ټپيانو په عملیات او درملنه بوخت وو.
سرچینو ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ په مخکې د چهارشنبې د مازدیګر په برید کې لږترلږه ۲۱ تنه وژل شوي چې ډېری یې د مخکیني حکومت ديپلوماتان دي.
تراوسه د لږترلږه ۱۶ تنو چې ټول د مخکیني حکومت ديپلوماتان دي مړینه تایید شوې ده.
د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت د ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.
د طالبانو پر ديپلوماتیکې سیمې دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې دوی تل په ټول هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کړې ده.