۸صبح، کابل: ځينو سیاسي مشرانو د زمري پر اتمه، شپه مهال، د ولسي جرګې ريیس میررحمان رحماني په کور کې بېړنۍ ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د هرات د والي په توګه د اسماعیل خان ګمارنه د بحث محور بلل شوی دی.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر ویلي، په دې بېړنۍ ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني، د دغې جرګې ځينو غړو او حکومتي پخوانیو چارواکو ګډون کړی و.
د ولسي جرګې غړي حبیب الرحمن پدرام، پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، په دې ناسته کې د هېواد د روان وضعیت په ځانګړې توګه د امنیت، سیاست او د سولې پر خبرو اترو بحث شوی دی.
پدرام ویلي، په دې ناسته کې د هرات د نوي والي او د دغه ولایت د نظامي شورا د رییس په توګه د اسماعیل خان د ګمارنېپه تړاو بحث شوی دی.
ځينو استازو غوښتي، چې نظامي کادرونه دې د هرات د جګړې په رأس کې وګمارل شي. همدارنګه یادو استازو له حکومته غوښتي، چې ولسي پاڅونوال دې پر وسلو سمبال او د طالبانو پر مرکزونو دې هوایي بریدونه زیات شي.
د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې له مخې به دا ناستې دوام وکړي.
د یادونې ده، چې ولسمشر محمداشرف غني له ولسي جرګې غوښتې ترڅو فوق العاده غونډه راوبلي.
په تېرو څو ورځو کې طالبانو پر هرات خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. ورته مهال ملي دفاع وزارت د یکشنبې پر سهار تازه دمي ځواکونه د طالبانو د ځپلو لپاره دغه ولایت ته استولي دي.