په افغانستان کې د نجونو له زده کړو پر ملاتړ د قطري او کاناډایي چارواکو ټینګار

۸صبح، کابل: قطري رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو له کاناډایی چارواکو سره په کتنه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د قطر پنین سولا رسنۍ د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه، د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو همکاریو د دولت وزیرې لوله بنت راشد الخطر په دوحه کې د کاناډا د مهاجرت او کډوالو وزارت د مرستیال له سکرټرې جینیفر مکینټاایر سره وکتل.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دواړو لورو د پوهنې په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو په برخه کې د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې.
په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په تړاو د قطري او کاناډايي چارواکو ترمنځ د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتیا د پراختیا د طرحې او د طالبانو د یوه پلاوي او د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق د دوو پلاوو د غونډو د پایلو په اړه هم خبرې شوې دي.
کاناډايي او قطري چارواکو په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې د جاپان سفارت تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پر نه پرانستل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.