تجربي علوم د مسلمانانو فقهاوو له نظره

لیکوال: خالد الغنامي

ژباړه: مهران موحد

کله چې وینو ځیني په ډېرې بې پروایۍ هڅه کوي ثابته کړي چې په تېر کې د تجربي علومو په وړاندې د مسلمانو فقهاوو لیدلوری مثبت و، غوسه مې راوپارېږي، ځکه پوهېږم دا ډول هڅې بې ګټې دي ځکه چې د رښتیاوو پر وړاندې هیلې او خیالونه، د ویلو ځواک نه لري. دا حقایق داسې نه دي چې په ډېرو هڅو په کتابونو کې ترلاسه شي، بلکې ښکاره لیدلوری دی چې له لمر نه د زمکې ګرځېدلو په اړه، د میاشتو د شمېرنو لپاره نجومي محاسبو ته نه پاملرنې او دغه راز نور مسایل او مقولې چې له زمونږ ژوند له هغو سره تړلی دی او په بېلابېلو موسمونو کې د راڅرګندېدو فرصت ترلاسه کوي، په ډېر ښه ډول منعکس شوي دي.

د فقهاوو ترمنځ له تجربي پوهې سره د دښمنۍ لیدلوری، ریښه لرونکی او زوړ لیدلوری دی. ددغې ادعا د لا روښانه کېدو لپاره، د اسلامي فقې په اسمان کې د دوو ستوریو لیدلوری ګورو: غزالي و ابن تیمیه. کولای شو ووایو چې دغه دوه تنه، د مسلمانانو په جهان بینۍ کې لوی او ټاکوونکي رول درلودلی دی. غزالي د سببیت (علت او معلول) قانون نفی کوي او په دې ټکي ټینګار کوي چې که چېرې یوه ډبره پر ښیښه ولګېده او هغه یې ماته کړه، په واقعیت کې یې هغه د خدای په ارادې ماته کړې ده. د خدای اراده عبارت ده له نوي اثر نه چې پرودګار هغه په هماغه شېبه او هر زمان او مکان کې زېږوي او خدای په هېڅ شېبه کې ددغو اثارو د رامنځته کولو او پایلو نه لاس نه اخلي. غزالي د طبیعت قوانین په بشپړ ډول نفي کوي او له هغو کسانو سره چې د طبیعت په قوانینو باور لري او ورته مهال، دغه قوانین په خدای پورې تړلي بولي موافق نه دی. د نوموړي له نظره، اساسا طبیعي قوانین عیني او بهرنی واقعیت نه لري.

نن ټول خلک په دې باور دي چې د سببیت قانون (علت و معلول) واقعیت لري. سربېره پر هغه، په ځانګړي ډول ددغه قانون له ارزښت نه ناخبره دي. خو حقیقت دادی چې عصري طبیعي علوم، په بشپړه خونسردۍ دغه ټکی مني چې د طبیعي علومو بنسټ، له الف نه تر یا پورې، د سببیت پر قانون (علت او معلول) ولاړ دی او حتی هغه مهال چې نور قوانین مطالعه کوو، له ډلې یې د نیوتن د درې ګونو د سرعت قوانین یا هم د ګالیله د آزاد سقوط قوانین، په ټولو ځایونو کې د سببیت قانون شته او رول لوبوي او د هرې پېښې په رامنځته کولو کې اصلي رول لوبوي.

دا چې غزالي د پنځمې هجري پیړۍ امام دی، د سببیت اصل نه انکار کوي او د مسلمانانو لږکي هم له هغه نه اطاعت وکړي، اصلي لامل یې د مسلمانانو وروسته پاتې والی دی چې هغوی په وروستیو کلونو کې ورسره لاس او ګریوان دي. دادی وینو چې په وروستیو کلونو کې تجربي پوهه د مسلمانانو له منځ نه لیرې او په پایله کې یې د وروسته پاتې والي او جهل لامل شو. نورو د علم له پړي ونیوه او پر دې سره یې په ژوند کې علمي انقلاب راغی او عصري علم یې رامنځته او وروسته یې تکنالوژي تولید کړه او د هغو پر بنسټ یې، نړۍ او مونږ یې په خپله قبضه کې ونیولو. خو مونږ لا هم وروسته پاتې شو او د نړۍ له درېیمو هېوادونو وشمېرل شو چې د داستان په پاتې برخه ټولو پوهېږي او د تکرار لپاره یې اړتیا نه شته.

د ابن تیمیه په اړه ډېر دروغ ویل شوي دي، تر دې چې پلویان یې هغه داسې یو شخصیت معرفي کوي چې ګواکې د تجربې کولو د فلسفې له بنسټ اېښودونکي جان لاک نه هم مخکې و. ولې دا ډول ادعا مطرح کوي؟ یوازې ددې لپاره چې ابن تیمیه ارسطویي منطق تر نیوکې لاندې راوستی و. ابن تیمیه د سببیت (د علت او معلول اصل) په قانون باور لري، خو هغه سببیت چې نوموړی یې په اړه خبرې کوي د طبیعي علومو د قوانینو سببیت نه دی. بلکې هغه سببیت دی چې د خدای او انسان افعال تعلیل او توجیه کوي او د هغو په اړه ډېر څه نه وايي. د ابن تیمیه سببیت په هېڅ ډول له نوین مادي او تجربي علم سره همغږي نه لري. اصله خبره داده چې ابن تیمیه د عصري علم تګلاره له ریښې ردوي. نوموړی دا باور چې پوهه زمکنۍ او نړۍواله غوښتنه ده له بنسټ نه یې ردوي او پر دې ټینګار کوي چې علم له اسمان او د وحې له لارې زمکې ته راځي او دا د هغه لیدلوري خلاف دی، چې د هغه پر بنسټ، طبیعي او تجربي علوم رامنځته شوي دي. ښه ده دا ټکی ذکر کړو چې تجربي علوم د طبیعت د مطالعې او د هغه څه پربنسټ چې د حواسو او عقل له مخې ترلاسه کیږي، ولاړ دی. دا ډول معرفت چې د حواسو او عقل په کار اچونې ترلاسه کېږي، د ابن تیمیه له نظره پر دیني نصوصو د عقل غوره والی دی او له همدې امله مردود دی.

نه شو کولای چې ابن تیمیه تجربه لرونکی وبولو. ددې لپاره چې دا ثابته کړو چې نوموړی حس ګرا فیلسوف دی باید ووایو چې نوموړی طبیعي علوم د ریاضیاتو پر علومو غوره بولي. بل ځای کې، د ریاضیاتو پوهه «د کمې ګټې خو ډېر رنځ» شمېري. دغه راز په بل ځای کې، هماغه خبرې چې د ریاضیاتو په اړه  کوي چې په تېر کې یې د منطق په اړه کړې وې: [ریاضیات] د غره په څوکه د ډنګر نر اوښ د غوښې په څېر نه پیدا کېدونکی بولي، هغه ته رسېدل اسانه ندي او دغه راز د غره پر سر چې کومه غوښه ده د غوښن اوښ غوښه نه ده چې هغه ته لاسرسی، ارزښت ولري. هغه څه چې پر وجود یې دلیل شتون ونلري، د دروغو اوازې دي» د خبرو معنی یې داده چې ریاضیات د قرآن او حدیثونو دلایلو ته اړتیا لري او اوس چې دا ډول دلیل نشته او د دا ډول دلیل لاسته راوړل امکان نه لري، ریاضیات هم باطلې خبرې او اوازې دي.

ایا ابن تیمیه د ریاضیاتو عالم دی تر څو هغه ته دا حق ورکړو چې د ریاضیاتو په اړه دا ډول ظالمانه داوري وکړي؟ ځواب دادی چې نوموړی د ریاضي عالم نه دی، کوم کتاب یې هم په دې اړه نه دی تالیف کړی او له دې وړاندې یې اصلا په ریاضیاتو کې زده کړې نه دي کړي. نوموړي یوازې په دې اړه خپلې شخصي تبصرې لیکلي او خپل نظرونه یې له مخاطبانو سره شریک کړي دي. هرکله چې د دین عالم د دنیایي علومو په اړه خپل نظرونه بیان کړي، طبعا چې خپلو مخاطبانو ته غلط معلومات ورکوي.

ځیني دغه ادعا مطرح کوي چې کولای شو ابن تیمیه د نوي علم پلوی وبولو، ځکه لرغونی منطق یې تر نیوکې لاندې راوستی دی. دا ادعا حقیقت ته نېږدې نه ده. نوموړی د نجوم علم نفی کوي ځکه چې د نوموړي په باور زحمت یې ډېر دی او ګټه یې لږه. دارنګه نوموړی د نجومي پوهې پر بنسټ د میاشتو پېژندنه ردوي ځکه چې د نوموړي په باور «مونږ بې سواده امت یو» او زمونږ په قاموس کې حساب او کتاب ځای نه لري.

بل ځای کې، وايي چې د مسلمان لپاره غوره داده که کولای شي قرآن او دیني علوم له لیکلو او حساب پرته زده کړي، لیکل او حساب دې نه زده کوي ترڅو له امي (نالوستي) پیامبر سره یې حال یو شان وي. روښانه خبره ده چې نوموړی نالوستی تبلیغ کوونکی دی او له دیني علومو پورته د نورو علومو زده کړه په رسمیت نه پېژني. که چېرې نوموړی اوس ژوندی وای د دین د عالمانو په هغه جرګه کې به وای چې د مېاشتې لیدل یې د سر په سترګو یعنې د روژې میاشت یا کوچني اختر او لوی اختر یې د میاشتې په لیدلو منل او په دې ترتیب، باید د نړۍ هرې سیمې، ځانګړې روژه او اختر درلودی، سره له دې د جغرافیايي له نظره د څنګ له سیمې سره یې دومره واټن نه درلودای. البته اوس هم هرکال دغه «رسوايي» تکرارېږي؛ یو هېواد روژه نیسي او دوهم هېواد روژه ماتوي. دا په داسې حال کې ده چې کولای شو په ډېرې اسانۍ نجومي قطعي محاسبې د خپل کار مبنا وټاکو او د عصري علم  او د نجوم او فزیک د محاسبو پر بنسټ، کولای شو د هرې میاشتې پیل او پای او د میاشتې زېږنده د لسګونو راتلونکو لپاره مشخصې کړو. دا محاسبې تر دې حده دقیقې او روښانه دي چې متخصصینو په هغه کې یو سلنه تېروتنه هم نه ده په ډاګه کړې. د ابن تیمیه له ناپوهۍ نه که هر څومره ډاکتر ته ووایو کم دی. ومې ویل چې نوموړی د خپلې دغې فقهي باور په توجیه کې چې د اوښ غوښه اودس ماتوي، مدعي دی چې اوښ «شیطاني قوت» لري او دا شیطاني قوت هغو عربانو ته چې ټول عمر په دښتو کې ګرځي او په دوامداره توګه یې د هغه غوښه خوړلې، زیان رسولی او له همدې امله، زړونه یې له کینو ډک دي. ابن تیمیه دا نه دي ویلي چې د خدای د پیغمبر اصحابو خو هم د اوښ غوښه خوړله، خو ولې د هغوی په زړونو کې کینه نه وه. ابن تیمیه او زدکوونکی یې ابن قیم، له هغو کسانو نه دي چې د «نبوي طب» په اړه تبلیغ کوي. وروسته د طاهر بن عاشور په څېر نور فقها پیدا شول او دا چې په دې اړه یې ډېره مطالعه کړې وه ثابت یې کړه چې د «نبوي طب» په نوم کوم څه نه شته او په دې اړه چې کوم روایتونه راغلي دي، په وحې پورې اړه نه لري بلکې د خدای د پیغمبر د شخصي تجربو ښکارندوی او د هغه مهال د طبي لاسته راوړنو پورې اړه لري. ابن تیمیه د کیمیا د زده کړې په اړه فتوا ورکړې چې د هغې زده کړه او ترېنه ګته اخیستنه، حرامه ده. ځکه کیمیا د خدای د افرینش او رامنځته کولو سره د یو شان هڅو تزویر او درغلي ده. ځیني له ابن تیمیه نه د دفاع په هڅه کې وايي چې د نوموړي موخه د کیمیا نفی کول ندي بلکې نوموړی خیمیا او د هغو کسانو کړنې چې جادوګر و او بې ارزښته مواد به یې په یوه قیمت بدلول تر نیوکې لاندې راوستي دي. دا ډول دفاع د توجیه وړ نده. هغه کیمیا چې په عصري علم کې د هغې په اړه خبرې کېږي او ټول انسانان د هغې د ارزښت او ګټې په اړه باورمند دي، په واقعیت کې د یوې مادې په بلې مادې د بدلولو پوهه ده. اسحاق نیوتن په دې اړه ځانګړې شننې ترسره کړي چې تر نن پورې هم د کیمیا زده کړه د بشپړېدو او پراختیا په حال کې ده.

داسې ښکاري چې د ابن تیمیه دغه فتوا د نوموړي د ناوړه ګټې اخیستنې د حاصل پایله ده چې د کیمیا له مقولې نه یې په ذهن کې درلوده او د خپل ذهني سم او ناسم ټکو ته یې پام نه دی کړی له همدې امله، دا ګمان یې په ذهن کې ریښه ځغلولې چې له خدای پرته بل هېڅوک په یوه عنصر کې د بدلون او په بل عنصر د هغه بدلولو ځواک نه لري. داده چې ابن تیمیه، کیمیا د افرینش په برخه کې له خدای نه تقلید بولي یا هم هغه جادو کوونکی کار تلقي کوي. له همدې امله، د مسلمانانو د تاریخ په لوی عالم، جابر بن حیان باندې بې رحمانه نیوکې کوي او د نوموړي هڅې محکوموي. جابر بن حیان د نړۍ په کچه د کیمیا د پوهاوي په برخه کې یو له لویو عالمانو نه دی. سربېره پر دې، ابن تیمیه نوموړی یو ناپېژندل شوی کس بولي چې څرګنده نده د کوم دین لاروی دی. دغه ناپېژندل شوی کس د ابن تیمیه له نظره، ابو موسا جابر بن حیان دی چې آر راسل یې ځیني کتابونه په انګلیسي ژبه ژباړلي دي او د نوموړي يه ویاړ یې لیکلي چې نوموړی یو نامتو عالم او مسلمان فیلسوف دی. زکی نجیب محمود د نوموړي ۵۲ کتابونه شمېرلي چې د طبیعي علومو په اړه یې تالیف کړي دي.

د عالمانو، ډاکترانو، مهندسانو او د نجوم د علم د عالمانو په اړه د ابن تیمیه واقعي لیدلوري په هغه رساله کې یې چې د ابن سینا، چې د نوموړي له زېږېدلو څو پېړۍ وړاندې وفات شوی دی، لیکلي چې له غوسې او انکار نه ډکه ده. ابن تیمیه لیکي: «دا چې ستاسو یو شمېر په طب، یا هم   د نجومو په علم یا د اونې په کښېنولو یا د عمارت په جوړولو کې مهارت لرئ د خدای، نومونو، صفتونو، افعالو او د هغه د عبادت په اړه ستاسو د نه پېژندنې له امله ده. له دغو مطالبو نه ستاسو لږه ګته اخیستنه ددې لامل شوې چې نورو مسایلو ته مو ورپام شي. په بدو کارونو بوخت شوي یئ او له ارزښتناکه کارونو مو مخ اړولی دی. دا امر یا د جهل له امله دی یا هم سستۍ یا کمزورتیا له امله.» دغه عبارت په داسې حال کې چې له ډېرې حیرانتیا مې خوله خلاصه پاتې وه څو ځلي ولوست.

تیمیه د ډاکترۍ مرتبې ته رسېدل او په تجربي علومو کې له خلاقیت نه کار اخیستل له خدای نه نه پېژندګلوي بولي. ګواکې په طب کې مهارت د خدای له پېژندګلوي سره هېڅ تړاو نه لري. پر ابن سینا له برید وروسته، ومې لیدل چې نوموړي په نصیر الدین طوسي هم نیوکه کړې ده. طوسي د فارس اوسېدونکی او د نجومو، ریاضیاتو او فلسفې علومو کې متخصص و. ابن تیمیه وايي: «طوسي او هغه ته ورته نور کسان، د تاتار مشرکینو درګاه ته له نږدې کېدو پرته په بله لار بلد نه و دوی پرته د منجمانو له دروغ ویلو او د شعبده بازیو له لوبو د بل کار نه و؛ هغه دروغ ویل ځکه شعبده بازي له عقل او دین سره په ټکر کې و.» ظاهرا ابن تیمیه د هر هغه کس په اړه چې د سلاطینو او شاهانو په دربار کې یې ځای موندلی په همدې لحجه خبرې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې نصیر الدین طوسي، د نوموړي د سیاسي موضع نیونو نه پرته، د نړۍ په کچه د نجومو او ریاضیاتو په برخه کې د خپل زمان یو لوی عالم و. زمونږ خوښ راشي یا رانشي، واقعیت همدا دی. کتابونه یې په لاتیني او نورو ژبو ژباړل شوي دي. لنډه دا چې طوسي د اسلامي تمدن له لویو عالمانو او د ریاضياتو په برخه کې نامتو عالم و چې د علومو په پرمختیا کې یې خپله ونډه ترسره کړه په تېره د نجوم او ریاضیاتو په برخو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي. تالیفونه یې د پيړیو لپاره د نړۍ د عالمانو لپاره له غوره سرچینو شمېرل کیږي او دا چې د علومو په تالیف کې یې ځلانده رول درلود، په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې څېره وه.

هغه څه مو چې ولیکل هڅه مو وکړه چې د نویو تجربي علومو په برخه کې د ابن تیمیه لیدلوری برملا کړو. لکه څنګه مو چې ولیدل، ددغو علومو په وړاندې د نوموړي لیدلوری، منفي لیدلوری دی. دا لیدلوری د نورو عالمانو لکه فارابي، ابن سینا او ابن رشد د لیدلوریو برعکس دی. دا عالمان، په رښتیا عالمان وو. «په طب کې قانون» د ابن سینا اثر، تر شپږو پیړیو پورې په اروپایي پوهنتونونو کې تدریس کېده. یاد کتاب تر وروستیو کلونو پورې، د طب د اساسي کتاب په توګه پاتې شو او د نړۍ په ډیرو ژبو وژباړل شو. په ۱۴۷۸ میلادي کال کې، په روم کې دا کتاب په عربي ژبه خپور شو ابن سینا په دې کتاب کې په داسې خلاقیتونو لاس پورې کړی چې د بشریت په ګټه دی.

په هر حال، دلته مو د تجربي علومو او د تجربي عالمانو په وړاندې د مسلمانو فقهاو د دوو نامتو موضع نیونو په اړه بحث وکړ ترڅو هېچاته دا فرصت په لاس ورنشي چې مونږ دوکه کړي او د غزالي او ابن تیمیه په غلطو خبرو، مدعي شي چې زمونږ د تاریخ دغه مشران، له علم او د تجربي عالمانو سره ناسازګاري او دښمني نه لرله.

ورته لیکنې

Back to top button