تشه ګېډه او تش دسترخوان؛ رستم خپل بډوډی پلوري
نعمتالله میرزایي

د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
د دایکندي د ناومیش ولسوالۍ د خیرآباد سیمې اوسېدونکی۴۰ کلن رستم غلامي په ژوند کې ډېر کړاو لیدلی دی. نوموړی وايي، شاوخوا نهه کاله وړاندې یې د دایکندي د ناومیش ولسوالۍ په «مشترک بازار» سیمه کې د ماین چاودنې له کبله ملا او پښه ژوبل شوي او اوس د کارکولو توان نه لري.
د هغه په خبره، د بېوزلۍ له کبله شپږ میاشتې مخکې له ناومیش ولسوالۍ د دایکندي مرکز ته راغلی، چې د دولتي او مرستندویه ادارو له لوري مرسته ترلاسه کړي او ژوند وکړي؛ خو لا ډېر وخت نه و تېر چې نظام ړنګ او هر څه بدل شول؛ ان دا چې د رستم دسترخوان د طالبانو په واکمنۍ کې لا تش شو. غلامي وايي، په دغه حالت کې یې هم د دولتي ادارو دروازې ټکولې، خو هیله یې د تړلو دروازو ترشا ښخه شوې ده.
نوموړی وايي، د کورنۍ خالي نس اړ کړ، چې ولایت ته راشي او په دې هیله چې خپلو وړو ماشومانو ته یوه مړۍډوډۍ پېدا کړي، خو په ولایت کې له داسې کسانو سره مخامېږي، چې پر ژبه یې هم بلد نه دي. هغوی د دې پرځای چې مرسته او لاسنیوی یې وکړي او پر زخم یې پټۍ کېږدي، ملنډې پرې وهي.
رستم غلامي دوه واړه ماشومان لري، چې یو یې هم د کارکولو نه دی. نوموړی وايي، د ماشومانو لپاره د شپې ډوډۍ د نشتون له کبله اړ شوی، خپل یو بډوډی وپلوري. هغه وايي، هیله لري چې د بډوډي پر پلورلو به وتوانېږي، د خپلې کورنۍ ژوند وژغوري.
د رستم په څېر زرګونه کورنۍ دي، چې په دې شپو او ورځو کې نه ډوډۍ لري او نه هم ژوندي پاتې کېدا ته کومه هیله. د طالبانو له واکمنۍ سره هممهاله ډېر شمېر خلک وزګار شوي. همدارنګه وچکالۍ، کرونا ویروس او د بانکونو تړل نور هغه عوامل دي، چې د دایکندي اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله کار روزګار، پلور او پېر او د بانکونو فعالیت وځنډول شو او د خلکو عاید کم شو. له همدې امله ډېر شمېر خلکو خپل کلی کور پرېښود او د یوې مړۍډوډۍ د پیداکولو په هیله یې کډوالۍ ته مخه کړه.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ.
همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰