د برتانیا سفارت د شارژدافیر د ماموریت پای؛ شورټر: په افغانستان کې به بې‌ثباتي د داعش د بیا را ژوندي کېدو لامل شي

۸صبح کابل: په افغانستان کې د برتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورټر په دغه هېواد کې د خپل ماموریت پایته رسېدل اعلان کړل.

شورټر شنبه د سلواغي پر ۲۲ د خپلې دندې د پایته رسولو پر مهال په یو لړ ټویټونو کې په افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ او په دغه هېواد کې د داعش د بیا را ژوندي کېدو د ګواښ په ګډون د ځینو بدلونونو یادونه وکړه.

په افغانستان کې د برتانیا د سفارت شارژدافیر خبرداری ورکړی ،چې په افغانستان کې بې‌ثباتي او کورنۍ شخړې به په دغه هېواد کې د بشري ناورین د ژوریدو او د داعش د بیا را ژوندي کیدو لامل وګرځي.

هوګو شورټر د یوه باثباته او سوله‌ییز افغانستان لپاره د بریتانیا پر ملاتړ ټینګار وکړ هغه ویلي، چې اوس مهال یې د هېواد لومړیتوب د هغو ۲۸ میلیونو افغانانو ژوند ژغورل دي چې بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

د شورټر په وینا، بریتانیا د طالبانو د واکمنۍ په یو نیم کال کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه بریتانوي دیپلومات همداراز ټینګار کړی، چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه د افغانانو اساسي ازادي کمزورې کوي او د دغه هېواد اوږدمهالې ودې او ثبات ته زیان رسوي.

شورټر زیاته کړه: «دا د لویدیځ نظر نه دی، بلکې د نړیوالو نورمونو انعکاس دی، چې په اکثریت مسلمانو هیوادونو کې عام دي.»

د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر په پای کې وویل، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره د خبرواترو دروازې باید پرانیستل شي او د بېلابېلو سیاسي ډلو ګډون ته اړتیا ده.

ورته لیکنې

Back to top button